Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 穆米尼奈   段:
وَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً بِقَدَرٍ فَاَسْكَنّٰهُ فِی الْاَرْضِ ۖۗ— وَاِنَّا عَلٰی ذَهَابٍ بِهٖ لَقٰدِرُوْنَ ۟ۚ
او له ااسمانه مو په يوه ټاكلې اندازه اوبه را اوورولې او هغه مو په ځمكه كې ودرولې او په له منځه وړلو يې هم بې شکه موږ قادر يو.
阿拉伯语经注:
فَاَنْشَاْنَا لَكُمْ بِهٖ جَنّٰتٍ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّاَعْنَابٍ ۘ— لَكُمْ فِیْهَا فَوَاكِهُ كَثِیْرَةٌ وَّمِنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟ۙ
بيا مو تاسو ته په هغو سره د كجورو او انګورو باغونه پيدا كړل چې په هغو كې ستاسي لپاره ډېرې مېوى دي او له همدغو نه تاسو خوراك كوئ.
阿拉伯语经注:
وَشَجَرَةً تَخْرُجُ مِنْ طُوْرِ سَیْنَآءَ تَنْۢبُتُ بِالدُّهْنِ وَصِبْغٍ لِّلْاٰكِلِیْنَ ۟
او هغه ونه موهم پيدا كړه چې له ښایسته غر څخه راوځي، د خوړونكو لپاره له غوړيو او ترکارۍ سره را زرغونيږي.
阿拉伯语经注:
وَاِنَّ لَكُمْ فِی الْاَنْعَامِ لَعِبْرَةً ؕ— نُسْقِیْكُمْ مِّمَّا فِیْ بُطُوْنِهَا وَلَكُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ كَثِیْرَةٌ وَّمِنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟ۙ
او رېښتيا چې ستاسي لپاره په څارويو كې هم يو درس شته، چې د هغو په خیټو كې څه دي، له هغو موږ تاسو ته يو (پاك) شى درڅښو او تاسو ته په هغو كې ډېرې ګټې دي او خوراك هم ترې كوئ.
阿拉伯语经注:
وَعَلَیْهَا وَعَلَی الْفُلْكِ تُحْمَلُوْنَ ۟۠
او په دغو (څارويو) او بېړئ باندې بارول كېږئ هم.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖ فَقَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟
او بېشكه موږ نوح د هغه خپل قوم ته ورواستلو نو ورته ويې ويل: ای زما قومه! الله ولمانځئ، له هغه پرته ستاسو كوم بل معبود نشته، اّيا تاسو نه وېرېږئ؟
阿拉伯语经注:
فَقَالَ الْمَلَؤُا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ مَا هٰذَاۤ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ ۙ— یُرِیْدُ اَنْ یَّتَفَضَّلَ عَلَیْكُمْ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَاَنْزَلَ مَلٰٓىِٕكَةً ۖۚ— مَّا سَمِعْنَا بِهٰذَا فِیْۤ اٰبَآىِٕنَا الْاَوَّلِیْنَ ۟ۚۖ
نو د هغه د قوم هغو سردارانو – چې كافر شوي وو وويل: دا ستاسو په شان يو انسان نه پرته بل څه نه دى! غواړي چې پر تاسي لوړتيا ولري او الله خو كه غوښتي واى نو پرېښتې به يې رالېږلې وې، دا خبره خو مو پخوانيو پلرونو كې هم نه وه اورېدلې.
阿拉伯语经注:
اِنْ هُوَ اِلَّا رَجُلٌۢ بِهٖ جِنَّةٌ فَتَرَبَّصُوْا بِهٖ حَتّٰی حِیْنٍ ۟
هغه بل څه نه دى مګر يو داسې سړى چې په هغه ليونتوب دى نو تر يو څه وخته هغه ته انتظار وكړئ.
阿拉伯语经注:
قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ بِمَا كَذَّبُوْنِ ۟
نوح وويل: ای زما پالونکيه! پرهغه څه مې مرسته وکړه چې هغوی پرې درواغجن وګڼلم.
阿拉伯语经注:
فَاَوْحَیْنَاۤ اِلَیْهِ اَنِ اصْنَعِ الْفُلْكَ بِاَعْیُنِنَا وَوَحْیِنَا فَاِذَا جَآءَ اَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّوْرُ ۙ— فَاسْلُكْ فِیْهَا مِنْ كُلٍّ زَوْجَیْنِ اثْنَیْنِ وَاَهْلَكَ اِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَیْهِ الْقَوْلُ مِنْهُمْ ۚ— وَلَا تُخَاطِبْنِیْ فِی الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ۚ— اِنَّهُمْ مُّغْرَقُوْنَ ۟
نو هغه ته مو وحې وكړه چې زموږ تر څارنې لاندې یې او زموږ په وحى بېړۍ جوړه كړه کله چې زموږ امر راغی او تنور وخوټېد، نو له ټولو (ځناورو) څخه جوړه جوړه، دوه دوه ورننباسه او خپله كورنۍ هم، پرته له هغه چا چې په اړه يې (د عذاب) خبره ړومبۍ شوې ده او چا چې ظلم كړى، د هغوی په اړه له ماسره خبره مه كوه، هغوى يقيناً ډوبېدونكي دي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 穆米尼奈
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭