Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 穆米尼奈   段:
وَالَّذِیْنَ یُؤْتُوْنَ مَاۤ اٰتَوْا وَّقُلُوْبُهُمْ وَجِلَةٌ اَنَّهُمْ اِلٰی رَبِّهِمْ رٰجِعُوْنَ ۟ۙ
او هغوى چې وركوي، څه چې وركوي حال دا چې زړونه يې په دې وېره کې وي چې دوى د خپل رب لور ته ورګرځېدونكي دي.
阿拉伯语经注:
اُولٰٓىِٕكَ یُسٰرِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ وَهُمْ لَهَا سٰبِقُوْنَ ۟
همدا خلك په ښېګڼو كې منډې ترړې وهي او همدوى ور وړاندې كېدونكي دي.
阿拉伯语经注:
وَلَا نُكَلِّفُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَا وَلَدَیْنَا كِتٰبٌ یَّنْطِقُ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟
او موږ هيڅوك د هغه له توانه پورته نه مکلفوو، او له موږ سره يو داسې كتاب دى چې رېښتيا بيانوي او په دوى به هيڅ ظلم ونه شي.
阿拉伯语经注:
بَلْ قُلُوْبُهُمْ فِیْ غَمْرَةٍ مِّنْ هٰذَا وَلَهُمْ اَعْمَالٌ مِّنْ دُوْنِ ذٰلِكَ هُمْ لَهَا عٰمِلُوْنَ ۟
خو د هغوى زړونه له دې څخه په غفلت كې دي او څه نور عملونه يې هم شته چې كوونكي يې دي.
阿拉伯语经注:
حَتّٰۤی اِذَاۤ اَخَذْنَا مُتْرَفِیْهِمْ بِالْعَذَابِ اِذَا هُمْ یَجْـَٔرُوْنَ ۟ؕ
تر دې چې عياشان يې په سزا كې راګير كړو نو بيا به يو دم په رمباړو شي.
阿拉伯语经注:
لَا تَجْـَٔرُوا الْیَوْمَ ۫— اِنَّكُمْ مِّنَّا لَا تُنْصَرُوْنَ ۟
نن رمباړې مه وهئ (اوس به) زموږ لخوا څه مرسته درنه کړل شي.
阿拉伯语经注:
قَدْ كَانَتْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَكُنْتُمْ عَلٰۤی اَعْقَابِكُمْ تَنْكِصُوْنَ ۟ۙ
زموږ آيتونه خو پرتاسو لوستل كېدل خو تاسو به پر پوندو شاته ګرځېدئ.
阿拉伯语经注:
مُسْتَكْبِرِیْنَ ۖۚۗ— بِهٖ سٰمِرًا تَهْجُرُوْنَ ۟
پر هغه لويي کوونکي وئ، د شپى كيسې به مو پرې جوړولې، سپكې سپورې مو پرې وېلې.
阿拉伯语经注:
اَفَلَمْ یَدَّبَّرُوا الْقَوْلَ اَمْ جَآءَهُمْ مَّا لَمْ یَاْتِ اٰبَآءَهُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ؗ
نو آيا هغوى په دې وينا څه غور نه دى كړى، كه هغوى ته يو داسې څه راغلي چې پخوانيو پلرونو ته يې نه وو راغلي.
阿拉伯语经注:
اَمْ لَمْ یَعْرِفُوْا رَسُوْلَهُمْ فَهُمْ لَهٗ مُنْكِرُوْنَ ۟ؗ
يا يې خپل رسول نه دى پېژندلى نو (ځكه) ترې نټه کوونکي دي.
阿拉伯语经注:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ بِهٖ جِنَّةٌ ؕ— بَلْ جَآءَهُمْ بِالْحَقِّ وَاَكْثَرُهُمْ لِلْحَقِّ كٰرِهُوْنَ ۟
او يا دوى وايي چې په هغه (كې) لېونتوب دى؟ نه بلكې هغوی ته يې حق راوړى او د هغوى ډېری د حق ناخوښوونكي دي.
阿拉伯语经注:
وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ اَهْوَآءَهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ وَمَنْ فِیْهِنَّ ؕ— بَلْ اَتَیْنٰهُمْ بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَنْ ذِكْرِهِمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟ؕ
او كه حق د هغوى په هوسونو پسې تللى وى نو هرومرو به اسمانونه، ځمكه او څه چې په هغو كې دي، ګډ وډ شوي وو. خو، نه، موږ هغوى ته يې ذكر (نصيحت) راوړى او هغوى له خپله ذكر څخه مخ ګرځوونكي دي.
阿拉伯语经注:
اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ خَرْجًا فَخَرَاجُ رَبِّكَ خَیْرٌ ۖۗ— وَّهُوَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟
آيا ته له دوی نه څه اجر غواړې؟ ستا لپاره ستا د رب دركړه ډېره ښه ده او هغه ډېر ښه روزي دركوونكى دى.
阿拉伯语经注:
وَاِنَّكَ لَتَدْعُوْهُمْ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
او بې شکه ته خو يې سمې نېغى لارې ته رابولې.
阿拉伯语经注:
وَاِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ عَنِ الصِّرَاطِ لَنٰكِبُوْنَ ۟
او هغه خلك چې آخرت نه مني له همدې سمې لارې كږېدونكي دي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 穆米尼奈
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭