Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 尔开布特   段:
فَاَنْجَیْنٰهُ وَاَصْحٰبَ السَّفِیْنَةِ وَجَعَلْنٰهَاۤ اٰیَةً لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟
نو هغه او د بېړۍ خلک مو وژغورل او د نړيوالو لپاره مو نښانه وګرځول.
阿拉伯语经注:
وَاِبْرٰهِیْمَ اِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَاتَّقُوْهُ ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
او لیږلی و موږ ابراهيم كله چې هغه خپل قوم ته وويل: د الله بندګي وكړئ او له هغه نه وويرېږئ، دا ستاسي لپاره ډيره ښه ده كه تاسي پوهيږئ.
阿拉伯语经注:
اِنَّمَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْثَانًا وَّتَخْلُقُوْنَ اِفْكًا ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَا یَمْلِكُوْنَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوْا عِنْدَ اللّٰهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوْهُ وَاشْكُرُوْا لَهٗ ؕ— اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
تاسو چې له الله پرته د چا عبادت كوئ هغه يوازې بتان دي او تاسي (هسې) درواغ جوړوئ، بې شكه له الله پرته چې د چا عبادت کوئ هغوى ستاسي لپاره د روزۍ واك نه لري، نو الله سره روزي ولټوئ او د همغه عبادت او شكر وکړئ، تاسي ټول به هغه ته ورګرځول كيږئ.
阿拉伯语经注:
وَاِنْ تُكَذِّبُوْا فَقَدْ كَذَّبَ اُمَمٌ مِّنْ قَبْلِكُمْ ؕ— وَمَا عَلَی الرَّسُوْلِ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟
او كه تاسي د دروغو نسبت كوئ نو له تاسي وړاندې ډیرو قومونو د دروغو نسبتوته كړي دي او نشته پر پيغمبر پرته له څرګند پېغام رسولو بل مسؤولیت.
阿拉伯语经注:
اَوَلَمْ یَرَوْا كَیْفَ یُبْدِئُ اللّٰهُ الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ ۟
آيا هغوى نه دي ليدلي چې الله څرنګه د پيدايښت پيل كوي، بيا يې (څنګه) دوهم ځلي كوي؟ يقيناً دا پر الله (ډېره) آسانه ده.
阿拉伯语经注:
قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ بَدَاَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللّٰهُ یُنْشِئُ النَّشْاَةَ الْاٰخِرَةَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰى كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟ۚ
ورته ووايه: په زمكه كې وګرځئ، بيا وګورئ چې پيدايښت يې څرنګه پيل كړى بيا يې وروستى ځل هم پيدا كوي بې شكه الله په هر څه قادر دى.
阿拉伯语经注:
یُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ وَیَرْحَمُ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَاِلَیْهِ تُقْلَبُوْنَ ۟
چا ته چې وغواړي عذابوي يې او چا ته چې وغواړي رحم پرې كوي او تاسي به همغه ته ورګرځول كېږئ.
阿拉伯语经注:
وَمَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا فِی السَّمَآءِ ؗ— وَمَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟۠
او تاسي نه په زمكه كې (د هغه) بې وسه كوونكي ياست، نه په اسمان كې او تاسو لپاره له الله پرته نه كوم دوست شته او نه مرستندوى.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَلِقَآىِٕهٖۤ اُولٰٓىِٕكَ یَىِٕسُوْا مِنْ رَّحْمَتِیْ وَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
او هغه كسان چې د الله له آيتونو او مخامخ کېدو منكر شوي، هغوى زما له رحمته ناهيلي شوي او د هغوى لپاره دردناك عذاب دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 尔开布特
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭