Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 舒拉   段:

شوری

حٰمٓ ۟ۚ
حم [1]
[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.
阿拉伯语经注:
عٓسٓقٓ ۟
الله ښه پوهیري په مقصد خپل د دې تورو.
阿拉伯语经注:
كَذٰلِكَ یُوْحِیْۤ اِلَیْكَ وَاِلَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكَ ۙ— اللّٰهُ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
همدغه شان برلاسى حكمت والا الله تا ته او هغو ته چې له تا مخکې وو، وحي راليږي.
阿拉伯语经注:
لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَهُوَ الْعَلِیُّ الْعَظِیْمُ ۟
خاص د الله په اختیار کې دي څه چې په آسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي او همغه پورته [په مرتبه، غلبه او ذات کې] او لوی شان والا دی.
阿拉伯语经注:
تَكَادُ السَّمٰوٰتُ یَتَفَطَّرْنَ مِنْ فَوْقِهِنَّ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ یُسَبِّحُوْنَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَیَسْتَغْفِرُوْنَ لِمَنْ فِی الْاَرْضِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟
نږدې ده چې آسمانونه د هغوى له پاسه وچوي، او پرېښتې د خپل رب له ستاينې سره پاکي وايي او څوك چې ځمكه كې دي د هغوی لپاره بخښنه غواړي، واورئ چې بېشكه همغه الله بخښونكى مهربان دى.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ اللّٰهُ حَفِیْظٌ عَلَیْهِمْ ۖؗ— وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَكِیْلٍ ۟
او كومو كسانو چې له هغه پرته نور (شيان) چاره جوړوونكي نيولي، الله پر هغوى څارونكى دى او ته پرې (ذمه وار) ساتونكى نه يې.
阿拉伯语经注:
وَكَذٰلِكَ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ قُرْاٰنًا عَرَبِیًّا لِّتُنْذِرَ اُمَّ الْقُرٰی وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنْذِرَ یَوْمَ الْجَمْعِ لَا رَیْبَ فِیْهِ ؕ— فَرِیْقٌ فِی الْجَنَّةِ وَفَرِیْقٌ فِی السَّعِیْرِ ۟
او همدغسې مو تا ته (دا) عربي قرآن وحي كړى دى، چې مركزي كلى (مكه) او څوك يې چې شاوخوا دي، پرې ووېروې او د غونډېدو له ورځې يې ووېروې چې (هيڅ) شک پكې نشته (كله چې) يوه ډله په جنت كې او يوه (بله) ډله په دوزخ كې وي.
阿拉伯语经注:
وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَجَعَلَهُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّلٰكِنْ یُّدْخِلُ مَنْ یَّشَآءُ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— وَالظّٰلِمُوْنَ مَا لَهُمْ مِّنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟
او كه الله غوښتي واى نو هغوى (ټول) به يې يو امت ګرځولي وو، خو چا ته چې يې خوښه شي په خپل رحمت كې يې داخلوي او ظالمانو لره خو به نه څوک دوست وي نه مرستندوى.
阿拉伯语经注:
اَمِ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ ۚ— فَاللّٰهُ هُوَ الْوَلِیُّ وَهُوَ یُحْیِ الْمَوْتٰی ؗ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟۠
آيا دوى له هغه پرته نور كار جوړوونكي نيولي نو (اصلي) كار جوړوونكى خو الله دى او همغه مړي راژوندي كوي او همغه په هر څه قادر دى.
阿拉伯语经注:
وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِیْهِ مِنْ شَیْءٍ فَحُكْمُهٗۤ اِلَی اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبِّیْ عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ ۖۗ— وَاِلَیْهِ اُنِیْبُ ۟
او تاسو چې په څه كې اختلاف كوئ نو پرېكړه يې د الله په لور ده، همدا الله زما رب دى، پر همغه مې بروسه كړې او د هغه په لور ورګرځم.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 舒拉
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭