Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 舒拉   段:
وَالَّذِیْنَ یُحَآجُّوْنَ فِی اللّٰهِ مِنْ بَعْدِ مَا اسْتُجِیْبَ لَهٗ حُجَّتُهُمْ دَاحِضَةٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَعَلَیْهِمْ غَضَبٌ وَّلَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ ۟
او كوم خلك چې د الله په هكله جګړې كوي له هغه وروسته چې (د الله خبره) منل شوې ده، نو د خپل رب پر وړاندې يې دليل باطل، پر هغوى غضب او د هغوى لپاره سخت عذاب دى.
阿拉伯语经注:
اَللّٰهُ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ وَالْمِیْزَانَ ؕ— وَمَا یُدْرِیْكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ قَرِیْبٌ ۟
الله هغه ذات دی چې حقه یې کتاب او تله (عدل) رالیږلي، څه شي پوه کړ تا لره چې قیامت نږدې دی.
阿拉伯语经注:
یَسْتَعْجِلُ بِهَا الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهَا ۚ— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مُشْفِقُوْنَ مِنْهَا ۙ— وَیَعْلَمُوْنَ اَنَّهَا الْحَقُّ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ الَّذِیْنَ یُمَارُوْنَ فِی السَّاعَةِ لَفِیْ ضَلٰلٍۢ بَعِیْدٍ ۟
څوك يې چې نه مني، بيړه پرې كوي او كومو كسانو چې ايمان راوړى ترې ډارېدونكي دي او پوهيږي چې هغه (د قیامت ورځ) حق ده، خبر اوسئ! كوم كسان چې د قيامت په باره کې جګړې کوي خامخا په لرې بې لاريتوب كې دي.
阿拉伯语经注:
اَللّٰهُ لَطِیْفٌ بِعِبَادِهٖ یَرْزُقُ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَهُوَ الْقَوِیُّ الْعَزِیْزُ ۟۠
الله پر خپلو بندګانو ډېر مهربانه دى، چاته يې چې خوښه شي روزي وركوي او همغه زورور برلاسى دى.
阿拉伯语经注:
مَنْ كَانَ یُرِیْدُ حَرْثَ الْاٰخِرَةِ نَزِدْ لَهٗ فِیْ حَرْثِهٖ ۚ— وَمَنْ كَانَ یُرِیْدُ حَرْثَ الدُّنْیَا نُؤْتِهٖ مِنْهَا ۙ— وَمَا لَهٗ فِی الْاٰخِرَةِ مِنْ نَّصِیْبٍ ۟
څوك چې د آخرت كښت غواړي، كښت يې ورته زياتوو او څوك چې د دنيا كښت غواړي، څه ترې وركوو خو په آخرت كې به د ده لپاره كومه برخه نه وي.
阿拉伯语经注:
اَمْ لَهُمْ شُرَكٰٓؤُا شَرَعُوْا لَهُمْ مِّنَ الدِّیْنِ مَا لَمْ یَاْذَنْ بِهِ اللّٰهُ ؕ— وَلَوْلَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ ؕ— وَاِنَّ الظّٰلِمِیْنَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
آيا هغوى لره داسې شريكان دي چې ورته یې د دين داسې احكام جوړ كړي چې الله یې حكم نه دى كړى، او كه چېرې د پرېکړې خبره (ځنډول) شوې نه واى، خامخا به يې ترمنځ پرېكړه شوې وه او بېشكه د همدې ظالمانو لپاره دردوونکی عذاب دى.
阿拉伯语经注:
تَرَی الظّٰلِمِیْنَ مُشْفِقِیْنَ مِمَّا كَسَبُوْا وَهُوَ وَاقِعٌ بِهِمْ ؕ— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فِیْ رَوْضٰتِ الْجَنّٰتِ ۚ— لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِیْرُ ۟
ته به دا ظالمان وينې چې له خپلو كړنو به وېرېدونكي وي حال دا چې هغه ورباندې پرېوتونكي دي او كومو خلكو چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي، هغوى به د جنتونو په باغچو كې وي، څه چې غواړي هغه به يې خپل رب سره دوى ته (چمتو) وي، دا ډېر ستر فضل دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 舒拉
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭