Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 玛仪戴   段:
یَوْمَ یَجْمَعُ اللّٰهُ الرُّسُلَ فَیَقُوْلُ مَاذَاۤ اُجِبْتُمْ ؕ— قَالُوْا لَا عِلْمَ لَنَا ؕ— اِنَّكَ اَنْتَ عَلَّامُ الْغُیُوْبِ ۟
هغه ورځ چې الله رسولان را غونډ كړي ورته وايې: به څه ځواب دركړل شو؟ وايي به: موږ نه پوهېږو، بې شكه يوازي همدا ته په غيبو ښه پوهېدونكى يې.
阿拉伯语经注:
اِذْ قَالَ اللّٰهُ یٰعِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِیْ عَلَیْكَ وَعَلٰی وَالِدَتِكَ ۘ— اِذْ اَیَّدْتُّكَ بِرُوْحِ الْقُدُسِ ۫— تُكَلِّمُ النَّاسَ فِی الْمَهْدِ وَكَهْلًا ۚ— وَاِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرٰىةَ وَالْاِنْجِیْلَ ۚ— وَاِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّیْنِ كَهَیْـَٔةِ الطَّیْرِ بِاِذْنِیْ فَتَنْفُخُ فِیْهَا فَتَكُوْنُ طَیْرًا بِاِذْنِیْ وَتُبْرِئُ الْاَكْمَهَ وَالْاَبْرَصَ بِاِذْنِیْ ۚ— وَاِذْ تُخْرِجُ الْمَوْتٰی بِاِذْنِیْ ۚ— وَاِذْ كَفَفْتُ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ عَنْكَ اِذْ جِئْتَهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْهُمْ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
او كله چې الله وويل: اى عيسى د مريمې زويه! پر تا او مور دې زما پيرزوينې در په ياد كړه، چې كله مې په سپېڅلي روح ستا مرسته وكړه، ته به خلكو سره غږېدلې هم په زانګو كې او هم په بوډاتوب، او چې تا ته مې د كتاب، حكمت، تورات او انجيل ښوونه وكړه، او دا چې زما په حکم به دې له خټې د مرغه په بڼه جوړول بيا دې پوكى پكې كاوه نو زما په حكم سره به (ژوندى) مرغه شو، او زما په حكم دې مور زادي ړوند او برګى ( پيس ناروغ) روغول، او دا چې زما په حكم دې مړي راوېستل، او چې بني اسرائيل مې در نه ايسار كړل هغه وخت چې ته له ښكاره نښانو سره ورغلى وې خو له دوى نه چې كوم خلك كافران شوي وو هغوى وويل: دا خو له څرګندو كوډو پرته بل څه نه دي!
阿拉伯语经注:
وَاِذْ اَوْحَیْتُ اِلَی الْحَوَارِیّٖنَ اَنْ اٰمِنُوْا بِیْ وَبِرَسُوْلِیْ ۚ— قَالُوْۤا اٰمَنَّا وَاشْهَدْ بِاَنَّنَا مُسْلِمُوْنَ ۟
او كله مې چې حواريانو ته په زړه كې ور واچول چې پر ما او رسول مې ايمان راوړئ! ويلې ايمان مو راوړى او شاهد اوسه چې موږ مسلمانان يو.
阿拉伯语经注:
اِذْ قَالَ الْحَوَارِیُّوْنَ یٰعِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ هَلْ یَسْتَطِیْعُ رَبُّكَ اَنْ یُّنَزِّلَ عَلَیْنَا مَآىِٕدَةً مِّنَ السَّمَآءِ ؕ— قَالَ اتَّقُوا اللّٰهَ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
كله چې حواريانو وويل: اې عيسى د مريمې زويه! آيا ستا رب كولاى شي له اسمانه پر موږ يو دسترخوان را نازل كړي؟ ويلى: الله نه وډار شئ كه (رښتيا) مومنان ياست.
阿拉伯语经注:
قَالُوْا نُرِیْدُ اَنْ نَّاْكُلَ مِنْهَا وَتَطْمَىِٕنَّ قُلُوْبُنَا وَنَعْلَمَ اَنْ قَدْ صَدَقْتَنَا وَنَكُوْنَ عَلَیْهَا مِنَ الشّٰهِدِیْنَ ۟
هغوى ويل: موږ صرف دا غواړو چې څه ترې وخورو، زړونه مو ډاډه شي او وپوهيږو چې يقيناً تا رښتيا راته ويلي وو او پر هغه شاهدان اوسېږو.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 玛仪戴
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭