Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 蒜夫   段:
وَاِذْ قَالَ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اِنِّیْ رَسُوْلُ اللّٰهِ اِلَیْكُمْ مُّصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیَّ مِنَ التَّوْرٰىةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُوْلٍ یَّاْتِیْ مِنْ بَعْدِی اسْمُهٗۤ اَحْمَدُ ؕ— فَلَمَّا جَآءَهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ قَالُوْا هٰذَا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
او كله چې د مريمې زوى عيسىٰ وويل: اې بني اسرائيلو! زه په داسې حال كې تاسي ته د الله (رالېږل شوى) رسول يم چې له ما څخه د مخکېني (كتاب) تورات تصديقوونكى او د يو داسې رسول زېرى وركوونكى يم چې له ما وروسته راځي (او) نوم به يې احمد وي، خو كله چې له څرګندو نښانو سره ورته راغى، وېلې دا خو ښكاره كوډې دي.
阿拉伯语经注:
وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ وَهُوَ یُدْعٰۤی اِلَی الْاِسْلَامِ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۚ
او ترهغه به لوى ظالم څوك وي چې پر الله پورې درواغ تړي؟ حال دا چې هغه اسلام ته بلل كيږي او الله (داسې) ظالم قوم ته لارښوونه نه كوي.
阿拉伯语经注:
یُرِیْدُوْنَ لِیُطْفِـُٔوْا نُوْرَ اللّٰهِ بِاَفْوَاهِهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ مُتِمُّ نُوْرِهٖ وَلَوْ كَرِهَ الْكٰفِرُوْنَ ۟
هغوى غواړي چې په خپلو خولو سره د الله (د دين) رڼا مړه كړي او الله د خپلې رڼا پوره كوونكى دى، كه څه هم كافران يې بده وګني.
阿拉伯语经注:
هُوَ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ رَسُوْلَهٗ بِالْهُدٰی وَدِیْنِ الْحَقِّ لِیُظْهِرَهٗ عَلَی الدِّیْنِ كُلِّهٖ ۙ— وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُوْنَ ۟۠
الله همغه دى چې خپل رسول يې له لارښوونې او رېښتيني دين سره لېږلى تر څو پر ټولو دينونو يې برلاسى كړي كه څه هم مشركان نا خوښه شي.
阿拉伯语经注:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا هَلْ اَدُلُّكُمْ عَلٰی تِجَارَةٍ تُنْجِیْكُمْ مِّنْ عَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟
اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! ايا يوه داسې سوداګري دروښايم چې له دردوونکي عذابه مو وژغوري؟
阿拉伯语经注:
تُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَتُجَاهِدُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ بِاَمْوَالِكُمْ وَاَنْفُسِكُمْ ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
(دا چې) پر الله او د هغه پر رسول به (كلك) ايمان لرئ او د الله په لار كې په خپلو مالونو او ځانونو جهاد كوئ، دا (ډېره) درته غوره ده، كه تاسي پوهېږئ.
阿拉伯语经注:
یَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوْبَكُمْ وَیُدْخِلْكُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ وَمَسٰكِنَ طَیِّبَةً فِیْ جَنّٰتِ عَدْنٍ ؕ— ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟ۙ
ستاسو ګناهونه به دروبخښي او داسې جنتونو ته به مو ننباسي چې ترې لاندې ويالې بهيږي او د تلپاتې باغونو پاك سوتره كورونو كې، دا ستر برى دى.
阿拉伯语经注:
وَاُخْرٰی تُحِبُّوْنَهَا ؕ— نَصْرٌ مِّنَ اللّٰهِ وَفَتْحٌ قَرِیْبٌ ؕ— وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او (تاسي ته به) يو بل نعمت دركړي چې خوښوئ يې، د الله لخوا مرسته او نېږدې (راتلونكې) بریا، او مومنانو ته زېرى وركړه.
阿拉伯语经注:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُوْنُوْۤا اَنْصَارَ اللّٰهِ كَمَا قَالَ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ لِلْحَوَارِیّٖنَ مَنْ اَنْصَارِیْۤ اِلَی اللّٰهِ ؕ— قَالَ الْحَوَارِیُّوْنَ نَحْنُ اَنْصَارُ اللّٰهِ فَاٰمَنَتْ طَّآىِٕفَةٌ مِّنْ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ وَكَفَرَتْ طَّآىِٕفَةٌ ۚ— فَاَیَّدْنَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا عَلٰی عَدُوِّهِمْ فَاَصْبَحُوْا ظٰهِرِیْنَ ۟۠
اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! د الله (د دين) مرستندويان شئ، لكه د مريمې زوى عيسىٰ چې خپلو خاصو ملګرو ته وويل: د الله په لار كې څوك زما مرسته کوونکي دي؟ ملګرو يې وويل: موږ د الله (د دين) مرسته کوونکي يو، بيا له بني اسرائيلو څخه يوې ډلې ايمان راوړ او يوه ډله كافره شوه، نو له مومنانو سره مو د هغوى د دښمن پر خلاف مرسته وكړه نو برلاسي شول.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 蒜夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭