Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 穆丹斯拉   段:
فَقُتِلَ كَیْفَ قَدَّرَ ۟ۙ
نو تباه دې شي، څرنګه اندازه یي ولګوله.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ قُتِلَ كَیْفَ قَدَّرَ ۟ۙ
بيا دې تباه شي، څنګه خبره يې جوړه كړه.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ نَظَرَ ۟ۙ
بيايې وكتل.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ ۟ۙ
بيا یې تندی تريو کړ او ښه یې تریو کړ.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ اَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ ۟ۙ
بیا يې شا واړوله او كبر يې وكړ.
阿拉伯语经注:
فَقَالَ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ یُّؤْثَرُ ۟ۙ
نو ويې ويل: دا له هغو كوډو پرته بل څه نه دي چې له پخوا نه راروانې دي.
阿拉伯语经注:
اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ ۟ؕ
دا د بشر له وينا پرته بل څه نه دي!
阿拉伯语经注:
سَاُصْلِیْهِ سَقَرَ ۟
(الله فرمايي) ژر به يې دوزخ ته ننباسم.
阿拉伯语经注:
وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا سَقَرُ ۟ؕ
او ته څه پوهېږې چې سقر څه دى؟
阿拉伯语经注:
لَا تُبْقِیْ وَلَا تَذَرُ ۟ۚ
هغه يې نه پاتې کوي او نه يې خوشې كوي.
阿拉伯语经注:
لَوَّاحَةٌ لِّلْبَشَرِ ۟ۚ
د پوستكي سوځوونكى دى.
阿拉伯语经注:
عَلَیْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ ۟ؕ
پر هغه نولس (پرېښتې) ټاكل شوې دي.
阿拉伯语经注:
وَمَا جَعَلْنَاۤ اَصْحٰبَ النَّارِ اِلَّا مَلٰٓىِٕكَةً ۪— وَّمَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ اِلَّا فِتْنَةً لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا ۙ— لِیَسْتَیْقِنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ وَیَزْدَادَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِیْمَانًا وَّلَا یَرْتَابَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ وَالْمُؤْمِنُوْنَ ۙ— وَلِیَقُوْلَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ وَّالْكٰفِرُوْنَ مَاذَاۤ اَرَادَ اللّٰهُ بِهٰذَا مَثَلًا ؕ— كَذٰلِكَ یُضِلُّ اللّٰهُ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَمَا یَعْلَمُ جُنُوْدَ رَبِّكَ اِلَّا هُوَ ؕ— وَمَا هِیَ اِلَّا ذِكْرٰی لِلْبَشَرِ ۟۠
او موږ د دوزخ دا څوكيداران پرته له پرېښتو بل څوك نه دي ګومارلي او د هغو شمېر مو هم يوازې د كافرانو لپاره ازمویښت ګرځولى، تر څو اهل كتاب يقين وكړي او د مومنانو ايمان زيات شي او اهل كتاب او مومنان څه شک ونه كړي او د دې لپاره چې په زړه ناروغان او كافران ووايي چې الله په دې بيان سره څه غوښتي دي؟ په همدې ډول چا ته چې الله وغواړي بې لارې كوي يې او چا ته چې وغواړي هدايت ورته كوي او ستا د رب لښكرې له هغه پرته بل چا ته نه دي معلومې او هغه (دوزخ) بل څه نه دى مګر د بشر لپاره يو نصيحت.
阿拉伯语经注:
كَلَّا وَالْقَمَرِ ۟ۙ
هيڅكله نه، قسم دى په سپوږمۍ.
阿拉伯语经注:
وَالَّیْلِ اِذْ اَدْبَرَ ۟ۙ
او په شپه چې بېرته وګرځي.
阿拉伯语经注:
وَالصُّبْحِ اِذَاۤ اَسْفَرَ ۟ۙ
او په سهار چې رڼا شي.
阿拉伯语经注:
اِنَّهَا لَاِحْدَی الْكُبَرِ ۟ۙ
چې په رېښتيا هغه (دوزخ) له سترو شيانو څخه يو دى.
阿拉伯语经注:
نَذِیْرًا لِّلْبَشَرِ ۟ۙ
د انسانانو لپاره وېروونكى دی.
阿拉伯语经注:
لِمَنْ شَآءَ مِنْكُمْ اَنْ یَّتَقَدَّمَ اَوْ یَتَاَخَّرَ ۟ؕ
له تاسي څخه د هغه چا لپاره چې پرمختګ غواړي يا وروسته كېدل.
阿拉伯语经注:
كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِیْنَةٌ ۟ۙ
هر څوک په خپلو کړو اعمالو کې نيولی شوی دی، يا به يې اعمال تباه کوي او يا به يې خلاصوي او له تباهۍ به يې ژغوري.
阿拉伯语经注:
اِلَّاۤ اَصْحٰبَ الْیَمِیْنِ ۟ؕۛ
پرته له ښي لاس والا و.
阿拉伯语经注:
فِیْ جَنّٰتٍ ۛ۫— یَتَسَآءَلُوْنَ ۟ۙ
چې جنتو كې به سره پوښتي.
阿拉伯语经注:
عَنِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟ۙ
د مجرمانو په باره کې.
阿拉伯语经注:
مَا سَلَكَكُمْ فِیْ سَقَرَ ۟
چې دوزخ ته څه شي بوتلئ؟
阿拉伯语经注:
قَالُوْا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّیْنَ ۟ۙ
هغوى به وايي: موږ خو له لمونځ كوونكو څخه نه وو.
阿拉伯语经注:
وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِیْنَ ۟ۙ
او نه مو مسكين ته خواړه وركول.
阿拉伯语经注:
وَكُنَّا نَخُوْضُ مَعَ الْخَآىِٕضِیْنَ ۟ۙ
او غلطو بحث كوونكو سره يوځاى موږ هم بحثونه كول.
阿拉伯语经注:
وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِیَوْمِ الدِّیْنِ ۟ۙ
او د جزا ورځ مو درواغ ګڼله.
阿拉伯语经注:
حَتّٰۤی اَتٰىنَا الْیَقِیْنُ ۟ؕ
تر دې چې همغه يقيني شى [مرګ] راته راغى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 穆丹斯拉
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭