Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹 * - 译解目录


含义的翻译 章: 优努斯   段:
اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ لِقَآءَنَا وَرَضُوْا بِالْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَاطْمَاَنُّوْا بِهَا وَالَّذِیْنَ هُمْ عَنْ اٰیٰتِنَا غٰفِلُوْنَ ۟ۙ
دا خبره باوري ده چې هغه کسان چې زمونږ د ملاقات هیله من نه دي او ددنیا په همدغه ژوند خوښ او زړه یې پرې تړلی او هغه چې زمونږ له ایتونو بې پروا دي.
阿拉伯语经注:
اُولٰٓىِٕكَ مَاْوٰىهُمُ النَّارُ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
د داوړ کسانو ورتګ اور ته د هغو بدو کړنو بدل دی چې په دنیا کې به یې سرته رسولې.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ یَهْدِیْهِمْ رَبُّهُمْ بِاِیْمَانِهِمْ ۚ— تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهِمُ الْاَنْهٰرُ فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟
دا هم باوري ده چې چا ایمان راوړی او نیک کارونه یې کړي،نو الله به د هغوی د ایمان له کبله روغه لیار ور وښايې او د هر اړخیزو نعمتونو لرونکو باغونو لاندې به یې ویالې بهیږي.
阿拉伯语经注:
دَعْوٰىهُمْ فِیْهَا سُبْحٰنَكَ اللّٰهُمَّ وَتَحِیَّتُهُمْ فِیْهَا سَلٰمٌ ۚ— وَاٰخِرُ دَعْوٰىهُمْ اَنِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠
هلته به یې یوازینۍ غږ همدا وي چې ای الله پاکې یوازې ستا ده. او یوه بل ته به یې ښه راغلاست د(سلام)کلمه وي او دټولو په پای کې به وايې چې:د ټولو ستاینو وړ یوازې هغه یو الله دی چې د ټول عالم رب دی.
阿拉伯语经注:
وَلَوْ یُعَجِّلُ اللّٰهُ لِلنَّاسِ الشَّرَّ اسْتِعْجَالَهُمْ بِالْخَیْرِ لَقُضِیَ اِلَیْهِمْ اَجَلُهُمْ ؕ— فَنَذَرُ الَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ لِقَآءَنَا فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟
که الله د خلکو په کړولوکې ژروالی وکړي لکه هغوی یې چې د ښیګڼو په غوښتنه کې کوي نو د هغوی نیټه به لاپخوا پوره شوې وه،خو مونږ هغو خلکو ته چې زمونږ د لیدنې هیله من نه دي مهلت ورکوو تر څو په خپله سرغړونه کې لالهانده وي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا مَسَّ الْاِنْسَانَ الضُّرُّ دَعَانَا لِجَنْۢبِهٖۤ اَوْ قَاعِدًا اَوْ قَآىِٕمًا ۚ— فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُ ضُرَّهٗ مَرَّ كَاَنْ لَّمْ یَدْعُنَاۤ اِلٰی ضُرٍّ مَّسَّهٗ ؕ— كَذٰلِكَ زُیِّنَ لِلْمُسْرِفِیْنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
او چې انسان ته کله هم کومه ستونزه رسیدلې،نو مونږ یې په ملاسته،ناسته او ولاړه رابللي یو،خو کله چې ترې مونږ ستونزه لرې کړې،نو بیا داسې ژوند کوي لکه چې د رسیدلې ستونزې په لرې کولو کې یې مونږ له سره بللي نه وو،په دې توګه له خپلې اندازې نه زیاتو پښو غزوونکو ته د هغوی کړنې ښایسته ښکاري.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ اَهْلَكْنَا الْقُرُوْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَمَّا ظَلَمُوْا ۙ— وَجَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ وَمَا كَانُوْا لِیُؤْمِنُوْا ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِی الْقَوْمَ الْمُجْرِمِیْنَ ۟
او مونږ ډیر هغه خلک پخوا هم هلاک کړي دي چې هغوی تیری کړی او سره له دې چې رسولانو ښکاره دلایل ورته راوړي وو، خو بیا هم هغوی ایمان نه راووړ،په همدې توګه مونږ مجرمانو ته جزا ورکوو.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ جَعَلْنٰكُمْ خَلٰٓىِٕفَ فِی الْاَرْضِ مِنْ بَعْدِهِمْ لِنَنْظُرَ كَیْفَ تَعْمَلُوْنَ ۟
بیا مو له هغوی وروسته تاسې د هغوی پر ځای وګرځولئ تر څو وګورو چې تاسې څه کوئ؟
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 优努斯
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭