Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 呼德   段:
فَلَا تَكُ فِیْ مِرْیَةٍ مِّمَّا یَعْبُدُ هٰۤؤُلَآءِ ؕ— مَا یَعْبُدُوْنَ اِلَّا كَمَا یَعْبُدُ اٰبَآؤُهُمْ مِّنْ قَبْلُ ؕ— وَاِنَّا لَمُوَفُّوْهُمْ نَصِیْبَهُمْ غَیْرَ مَنْقُوْصٍ ۟۠
نو ای پیغمبره! د هغه څه په هکله چې دا کافران يې رابلي په شک او ګومان کې مه پریوزه. دوی د همغه څه عبادت کوي چې وړاندې يې پلرونو عبادت کاوه. مونږ به هم د هغوی برخه په پوره ډول بې له کموالي ورکړو.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ فَاخْتُلِفَ فِیْهِ ؕ— وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ ؕ— وَاِنَّهُمْ لَفِیْ شَكٍّ مِّنْهُ مُرِیْبٍ ۟
دا خبره پخه ده چې مونږ موسی ته کتاب ورکړ خو د هغه په هکله اختلاف وشو. که ستا د رب له لورې له وړاندې نه خبره نه وای شوې نو خامخا به د هغوی په مینځ کې پریکړه شوې وه. او دا خبره هم ډاګیزه ده چې ننه ني کافران هم د قران په هکله شکمن او د تردد په څپو کې لالهانده دي.
阿拉伯语经注:
وَاِنَّ كُلًّا لَّمَّا لَیُوَفِّیَنَّهُمْ رَبُّكَ اَعْمَالَهُمْ ؕ— اِنَّهٗ بِمَا یَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟
او په دې کې هیڅ شک نشته چې ستا رب د هغوی د کړنو پوره بدله ورکړې. ځکه چې له ټولو کړنو نه يې خبر دی.
阿拉伯语经注:
فَاسْتَقِمْ كَمَاۤ اُمِرْتَ وَمَنْ تَابَ مَعَكَ وَلَا تَطْغَوْا ؕ— اِنَّهٗ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
ای محمده! ته اوستا هغه ملګري چې د حق لور ته ګرځیدلي دي همغه شان په حق برابر اوسئ چې حکم يې درته شوی دی او له پولو نه وړاندې مه ځئ. الله پاک ستاسې کړنې ډیرې ښي ویني.
阿拉伯语经注:
وَلَا تَرْكَنُوْۤا اِلَی الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ ۙ— وَمَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ اَوْلِیَآءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُوْنَ ۟
د ظالمانو په لور مه کږیږئ که نه نو اور به مو راښکیل کړي او له الله برته به مو نه دوستان وي او نه به څوک ملاتړ وکړای شي.
阿拉伯语经注:
وَاَقِمِ الصَّلٰوةَ طَرَفَیِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِّنَ الَّیْلِ ؕ— اِنَّ الْحَسَنٰتِ یُذْهِبْنَ السَّیِّاٰتِ ؕ— ذٰلِكَ ذِكْرٰی لِلذّٰكِرِیْنَ ۟ۚ
او دورځې په دواړو اړخونو او د شپې په اوږدو کې لمونځ کوه. بې له شکه چې نیکي بدي له مینځه وړي. دا خبره د پند اخیستونکو لپاره ښه پند دی.
阿拉伯语经注:
وَاصْبِرْ فَاِنَّ اللّٰهَ لَا یُضِیْعُ اَجْرَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
او زغم خپل کړه ځکه چې الله پاک هیڅکله هم د نیکو کارانو بدل نه بابیزه کوي.
阿拉伯语经注:
فَلَوْلَا كَانَ مِنَ الْقُرُوْنِ مِنْ قَبْلِكُمْ اُولُوْا بَقِیَّةٍ یَّنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِی الْاَرْضِ اِلَّا قَلِیْلًا مِّمَّنْ اَنْجَیْنَا مِنْهُمْ ۚ— وَاتَّبَعَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مَاۤ اُتْرِفُوْا فِیْهِ وَكَانُوْا مُجْرِمِیْنَ ۟
ولې له تاسې نه په پخوانیو خلکو کې د عقل او هوښ څښتنان نه وو چې په ځمکه کې يي د فساد مخه نیولې وای؟ هو! که وو هم خورا لږ وو چې مونږ له عذاب نه خلاص کړي وو. او ظالمان په هغه څه پسې ولاړل چې پر دوی يې لورینه شوې وه([۱۴]ج) او هغوی ګناه ګاران وو.
[۱۴] د هغو نعمتونو غلامان شو چې الله ورکړی وو( ابن جریر الطبری).
阿拉伯语经注:
وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِیُهْلِكَ الْقُرٰی بِظُلْمٍ وَّاَهْلُهَا مُصْلِحُوْنَ ۟
او ستا رب هغه کلي په ناحقه نه دړې، وړې کوي چې اوسیدونکي يي سمون راوستونکي وي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 呼德
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭