Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 易卜拉欣   段:
وَاٰتٰىكُمْ مِّنْ كُلِّ مَا سَاَلْتُمُوْهُ ؕ— وَاِنْ تَعُدُّوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ لَا تُحْصُوْهَا ؕ— اِنَّ الْاِنْسَانَ لَظَلُوْمٌ كَفَّارٌ ۟۠
او څه چې تاسې غوښتي هغه ټول يې درکړي. که تاسې وغواړئ چې د الله لورینې وګڼئ هیڅکله يې پوره نه شئ شمیرلی بې له شکه چې انسان ډیر تیری کوونکی او ډير ناشکره دی.
阿拉伯语经注:
وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهِیْمُ رَبِّ اجْعَلْ هٰذَا الْبَلَدَ اٰمِنًا وَّاجْنُبْنِیْ وَبَنِیَّ اَنْ نَّعْبُدَ الْاَصْنَامَ ۟ؕ
او اې محمده! هغه وخت یاد کړه چې ابراهیم وویل: ای زما ربه! دغه د مکې ښار د امن ځای وګرځوه او ما او زما اولاده له دې نه وژغوره چې د بوتانو عبادت وکړو.
阿拉伯语经注:
رَبِّ اِنَّهُنَّ اَضْلَلْنَ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ ۚ— فَمَنْ تَبِعَنِیْ فَاِنَّهٗ مِنِّیْ ۚ— وَمَنْ عَصَانِیْ فَاِنَّكَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
اې زما ربه! دغو بوتانو ډیر خلک لار ورکې کړي دي. نو چا چې زما مننه وکړه هغه زما د ډلې دی. او چا چې له ما نه سرغړونه کړې ده نو ته ښه بښونکی [۲۴] او ډیر مهربان يې.
[۲۴] ته کولای شي چې له ګناهونو سره يي وبښي او یا ته د توبي توان ورکړې چې توبه وباسي او ته يي وبښي( البحر المحیط لابي حیان الاندلسي الغرناطي).
阿拉伯语经注:
رَبَّنَاۤ اِنِّیْۤ اَسْكَنْتُ مِنْ ذُرِّیَّتِیْ بِوَادٍ غَیْرِ ذِیْ زَرْعٍ عِنْدَ بَیْتِكَ الْمُحَرَّمِ ۙ— رَبَّنَا لِیُقِیْمُوا الصَّلٰوةَ فَاجْعَلْ اَفْىِٕدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِیْۤ اِلَیْهِمْ وَارْزُقْهُمْ مِّنَ الثَّمَرٰتِ لَعَلَّهُمْ یَشْكُرُوْنَ ۟
ای زما ربه! ما خپل ځیني بچیان په یوه بې کښته او بې اوبو ناو کې ستا د ویاړمن کور تر څنګ میشت کړل او ای پروردګاره! دا مې ځکه وکړل چې لمونځ قائم کړي نو ته د خلکو زړونه د هغوی په لور را مات کړه او ته هغوی ته هر ډول میوې ور په برخه کړه ښايې چې هغوی شکر وباسې.
阿拉伯语经注:
رَبَّنَاۤ اِنَّكَ تَعْلَمُ مَا نُخْفِیْ وَمَا نُعْلِنُ ؕ— وَمَا یَخْفٰی عَلَی اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ فِی الْاَرْضِ وَلَا فِی السَّمَآءِ ۟
ای زمونږ ربه! تاته زمونږ پټ او ښکاره ټول معلوم دي او په ځمکه او اسمان کې داسې څه نشته چې له الله نه دې پټ وي.
阿拉伯语经注:
اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ وَهَبَ لِیْ عَلَی الْكِبَرِ اِسْمٰعِیْلَ وَاِسْحٰقَ ؕ— اِنَّ رَبِّیْ لَسَمِیْعُ الدُّعَآءِ ۟
د ثنا وړ یوازې همغه الله دی چې په آخري عمر کې يي اسماعیل او اسحق راته وبښل بې له شکه چې زما رب ارو مرو د دعا اوریدونکی (منونکی) دی.
阿拉伯语经注:
رَبِّ اجْعَلْنِیْ مُقِیْمَ الصَّلٰوةِ وَمِنْ ذُرِّیَّتِیْ ۖۗ— رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَآءِ ۟
اي زما ربه! ما لمونځ ودروونکی وګرځوه او زما اولدې ته هم همدا توان ورکړه. اې زمونږ ربه! دعا مې ومنه.
阿拉伯语经注:
رَبَّنَا اغْفِرْ لِیْ وَلِوَالِدَیَّ وَلِلْمُؤْمِنِیْنَ یَوْمَ یَقُوْمُ الْحِسَابُ ۟۠
پروردګاره! ما زما مور[۲۵] او پلار او ټول مؤمنان په هغه ورځ وبښّ چې حساب او کتاب روان وي.
[۲۵] که دا دعاء يې د هغوی په ژوند کې کړی وي نو عني يي ده چې مؤمنا يي کړه چې ته يي وبښي او که له مرګ نه وروسته يي کړې وي نو له منع کیدلو نه له مرګ وروسته بیرته را ژوندی شو. وړاندې به يي کړې وي ځکه د الله له لورې له منخ کیدلو وروسته يې کافر ته دعا نه ده کړي( البحر المحیط لابی حیان الاندلسي الغر ناطي.)
阿拉伯语经注:
وَلَا تَحْسَبَنَّ اللّٰهَ غَافِلًا عَمَّا یَعْمَلُ الظّٰلِمُوْنَ ؕ۬— اِنَّمَا یُؤَخِّرُهُمْ لِیَوْمٍ تَشْخَصُ فِیْهِ الْاَبْصَارُ ۟ۙ
او ای محمده! ګمان مه کوه چې الله پاک د ظالمانو له کړنو څخه غافله دی. خبره یوازې همدا ده چې الله يې هغې ورځې ته وروسته کوي چې سترګې پکې ټیغې راووځي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 易卜拉欣
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭