Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 哈吉拉   段:
وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِی السَّمَآءِ بُرُوْجًا وَّزَیَّنّٰهَا لِلنّٰظِرِیْنَ ۟ۙ
او مونږ په اسمان کې لوی او کلکې کلاګانې[۱] جوړې کړي او اسمان مو د کتونکو لپاره ښکلی کړی دی.
[۱] بروج د لغت له مخې کلکې کلا ته وايي دلته ترې ستوري یا د لمر، سپوږمۍ او د نورو ستورو، د حرکت مدار یا د هر شمسي نظام مدار مراد دی( فتح القدیر د امام الشوکاني).
阿拉伯语经注:
وَحَفِظْنٰهَا مِنْ كُلِّ شَیْطٰنٍ رَّجِیْمٍ ۟ۙ
او له رټل شوي شیطان نه مو پوره ژغورلی دی.
阿拉伯语经注:
اِلَّا مَنِ اسْتَرَقَ السَّمْعَ فَاَتْبَعَهٗ شِهَابٌ مُّبِیْنٌ ۟
مګر که کوم شیطان په غلا د کومې خبري د اوریدلو هڅه وکړي. نو یوه ځلانده پلوشه ورپسې شي.
阿拉伯语经注:
وَالْاَرْضَ مَدَدْنٰهَا وَاَلْقَیْنَا فِیْهَا رَوَاسِیَ وَاَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ شَیْءٍ مَّوْزُوْنٍ ۟
او مونږ ځمکه غوړولې.، او په هغې کې مو غرونه ورټومبلي او هره زرغونه مو پکې په ټاکلې اندازه ټوکولې ده.
阿拉伯语经注:
وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِیْهَا مَعَایِشَ وَمَنْ لَّسْتُمْ لَهٗ بِرٰزِقِیْنَ ۟
او تاسو ته مو په ځمکه کې د ژوند بندوبست کړی او داسې نور څیزونه[۲] مو هم درکړي چې د هغوی د روزی بوج ستاسې په غاړه نه دی.
[۲] بله معنې يي ده په ځمکه کې مو ستاسې او د هغو څیزونو دروزۍ بندوبست کړی دی چې روزي يي ستاسې په غاړه نده لکه ماهیان او نور ځناور( فتح القدیر د امام الشوکاني).
阿拉伯语经注:
وَاِنْ مِّنْ شَیْءٍ اِلَّا عِنْدَنَا خَزَآىِٕنُهٗ ؗ— وَمَا نُنَزِّلُهٗۤ اِلَّا بِقَدَرٍ مَّعْلُوْمٍ ۟
او داسې شی نشته چې د هغه خزانه له مونږ سره نه وي. خو هر شی په یوه ټاکلې اندازه راښکته کوو.
阿拉伯语经注:
وَاَرْسَلْنَا الرِّیٰحَ لَوَاقِحَ فَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَسْقَیْنٰكُمُوْهُ ۚ— وَمَاۤ اَنْتُمْ لَهٗ بِخٰزِنِیْنَ ۟
بارداره ووونکي بادونه مونږ رالوزولي او له بره نه اوبه هم راښکته کړي او تاسو مې پرې ښه خړوبه کړي يې. او ددې شیانو خزانې ستاسې په لاس کې نه دي .
阿拉伯语经注:
وَاِنَّا لَنَحْنُ نُحْیٖ وَنُمِیْتُ وَنَحْنُ الْوٰرِثُوْنَ ۟
او همدا زه یم ژوندي کول او مړه کول او همدا مونږ ته به هر څه پاتې کیږي.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَقْدِمِیْنَ مِنْكُمْ وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَاْخِرِیْنَ ۟
له تاسې نه وړاندې تیر شوي ټول خلک مونږ ته معلوم دي او له تاسې نه وروسته راتلونکې هم مونږ ته معلوم دي.
阿拉伯语经注:
وَاِنَّ رَبَّكَ هُوَ یَحْشُرُهُمْ ؕ— اِنَّهٗ حَكِیْمٌ عَلِیْمٌ ۟۠
له شک نه وتلې خبره ده چې ستا رب به دغه ټول یو ځای ته راټولوي. په هر څه کې يي حکمت او په هر څه شه پوه دی.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟ۚ
او مونږ انسان له وچي کړنګیدونکې تورې ورستې خټې نه پیدا کړې و.
阿拉伯语经注:
وَالْجَآنَّ خَلَقْنٰهُ مِنْ قَبْلُ مِنْ نَّارِ السَّمُوْمِ ۟
او له هغه نه وړاندې مو د پیریانو پلارجان له سوزوونکي او وژونکي اور نه پیدا کړی و.
阿拉伯语经注:
وَاِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ خَالِقٌۢ بَشَرًا مِّنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟
او هغه را یاد کړه چې ستا رب ملایکو ته وویل: زه له وچې کړنکیدلي تورې او وروستې خټې نه یو بشر جوړوم.
阿拉伯语经注:
فَاِذَا سَوَّیْتُهٗ وَنَفَخْتُ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِیْ فَقَعُوْا لَهٗ سٰجِدِیْنَ ۟
نو کله مې چې جوړ او خپل روح مې پکې پو کړ نو تاسې ټول ورته [۵] په سجده پریوزئ.
[۵] دا سجده د عبادت نه بلکې د احترام سجده وه او یا ادم مو قبله کړئ او سجده ما ته وکړئ لکه مونږ چې کعبي معظمي ته سجده کوو. ( فتح القدیر د امام الشوکاني).
阿拉伯语经注:
فَسَجَدَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ كُلُّهُمْ اَجْمَعُوْنَ ۟ۙ
نو ټولو ملایکو سجده وکړه.
阿拉伯语经注:
اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اَبٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ مَعَ السّٰجِدِیْنَ ۟
پرته له ابلیس نه او هغه ونه منله چې د سجده کوونکو په ډله کې وګڼل شي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 哈吉拉
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭