Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹 * - 译解目录


含义的翻译 章: 伊斯拉仪   段:
مَنْ كَانَ یُرِیْدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهٗ فِیْهَا مَا نَشَآءُ لِمَنْ نُّرِیْدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهٗ جَهَنَّمَ ۚ— یَصْلٰىهَا مَذْمُوْمًا مَّدْحُوْرًا ۟
څوک چې سملاسې ګټه غواړي مونږ په دنیا کې هغه څه همدلته ژر ورکوو چې زمونږ ورته خوښه وشي. بیا مو جهنم ورته تیار کړی دی چې ملامته او له ټولو مهربانیو بې برخې به ورننوځي.
阿拉伯语经注:
وَمَنْ اَرَادَ الْاٰخِرَةَ وَسَعٰی لَهَا سَعْیَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَاُولٰٓىِٕكَ كَانَ سَعْیُهُمْ مَّشْكُوْرًا ۟
او څوک چې د اخرت هیله من وي او د لاس ته راوړلو لپاره يې ټولې اړونده هلې ځلې وکړي او ایمان ورسره وي. نو د دا وړ خلکو هلې ځلې منلې شوي دي.
阿拉伯语经注:
كُلًّا نُّمِدُّ هٰۤؤُلَآءِ وَهٰۤؤُلَآءِ مِنْ عَطَآءِ رَبِّكَ ؕ— وَمَا كَانَ عَطَآءُ رَبِّكَ مَحْظُوْرًا ۟
مونږ له هرې ډلې سره لاس کوو. له دنیاوالاو او له اخرت والاو دواړو سره ستا د رب له لورې لورینه کیږي. او ستا د رب لورینه هیڅوک نه شي منع کولی.
阿拉伯语经注:
اُنْظُرْ كَیْفَ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلٰی بَعْضٍ ؕ— وَلَلْاٰخِرَةُ اَكْبَرُ دَرَجٰتٍ وَّاَكْبَرُ تَفْضِیْلًا ۟
وګوره چې مونږ څرنګه دلته یو پر بل غوره کړي دي؟ او د اخرت درجې یو له بل نه خورا ډیرې لويې، او ډیرې غوره دي.
阿拉伯语经注:
لَا تَجْعَلْ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَتَقْعُدَ مَذْمُوْمًا مَّخْذُوْلًا ۟۠
له الله سره بل څوک معبود مه نیسه که نه نو پړ او بې ملاتړه به پاتې شې.
阿拉伯语经注:
وَقَضٰی رَبُّكَ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّاۤ اِیَّاهُ وَبِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا ؕ— اِمَّا یَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ اَحَدُهُمَاۤ اَوْ كِلٰهُمَا فَلَا تَقُلْ لَّهُمَاۤ اُفٍّ وَّلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَّهُمَا قَوْلًا كَرِیْمًا ۟
اوستا رب پریکړه کړې ده چې: پرته له هغه نه د بل هیچا عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه چال چلن کوئ. که له هغوی نه یو یا دواړه زړښت ته ورسیږي. نو اف[۴] هم ورته وايې. او مه يې رټئ او خورا نرمې او مهرباني خبرې ورته کوئ.
[۴] داسې خبره باید ونه کړئ چې هغوی پرې وزوریږي ان که د (اف) غوندي وړه خبره هم وي( معارف القران) .
阿拉伯语经注:
وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّیٰنِیْ صَغِیْرًا ۟ؕ
د ډیرې مهربانۍ لپاره ورته د ماتې او تسلیمی ورزونه کاږه او همیشه ورته دعاء غواړه چې پروردګاره! پر هغوی رحم وکړه څنګه يې چې په کوچنیوالي کې زه په مهربانۍ سره لوی کړیم یم.
阿拉伯语经注:
رَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِمَا فِیْ نُفُوْسِكُمْ ؕ— اِنْ تَكُوْنُوْا صٰلِحِیْنَ فَاِنَّهٗ كَانَ لِلْاَوَّابِیْنَ غَفُوْرًا ۟
ستاسې رب ښه پوهیږي چې په زړونو کې مو څه دي؟ نو که تاسې نیکان یاست نو ډاډه اوسئ چې الله پاک د هغه په لور ګرځیدونکو ته ښه بښونکی دی.
阿拉伯语经注:
وَاٰتِ ذَا الْقُرْبٰی حَقَّهٗ وَالْمِسْكِیْنَ وَابْنَ السَّبِیْلِ وَلَا تُبَذِّرْ تَبْذِیْرًا ۟
د خپل مسکین او مسافر حق ورکړه او بې ځایه لګښت مه کوه.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الْمُبَذِّرِیْنَ كَانُوْۤا اِخْوَانَ الشَّیٰطِیْنِ ؕ— وَكَانَ الشَّیْطٰنُ لِرَبِّهٖ كَفُوْرًا ۟
په دې کې شک نشته چې بې ځایه لګښت کوونکی د شیطانانو وروڼه دي د شیطان د خپل رب شکر نه دی پر ځای کړی.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 伊斯拉仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭