Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹 * - 译解目录


含义的翻译 章: 安比亚仪   段:

انبیاء

اِقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِیْ غَفْلَةٍ مُّعْرِضُوْنَ ۟ۚ
د خلکو حساب را نژدې شوی خو بیا هم په ناخبرۍ کې مخ اړوونکي دي.
阿拉伯语经注:
مَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ ذِكْرٍ مِّنْ رَّبِّهِمْ مُّحْدَثٍ اِلَّا اسْتَمَعُوْهُ وَهُمْ یَلْعَبُوْنَ ۟ۙ
د هغوی د رب له لورې چې هر نوی پند ورته راشي،نو په داسې ډول یې اوري چې په لوبو اخته وي.
阿拉伯语经注:
لَاهِیَةً قُلُوْبُهُمْ ؕ— وَاَسَرُّوا النَّجْوَی ۖۗ— الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ۖۗ— هَلْ هٰذَاۤ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ ۚ— اَفَتَاْتُوْنَ السِّحْرَ وَاَنْتُمْ تُبْصِرُوْنَ ۟
زړونه یې د لوبو له کبله غافل او ظالمان له پټو مشورو وروسته وايې:دا سړی پرته له دې چې ستاسې په شان یو انسان دی بل هیڅ کمال نه لري.ښه نو تاسې په رڼا سترګو د کوډو په جال کې نښلئ؟
阿拉伯语经注:
قٰلَ رَبِّیْ یَعْلَمُ الْقَوْلَ فِی السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؗ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
پيغمبر وویل:په اسمان او ځمکه کې چې هره خبره وشي زما رب ته معلومه وي.ځکه چې هغه ښه اوریدونکی او په هر څه ښه پوه دی.
阿拉伯语经注:
بَلْ قَالُوْۤا اَضْغَاثُ اَحْلَامٍ بَلِ افْتَرٰىهُ بَلْ هُوَ شَاعِرٌ ۖۚ— فَلْیَاْتِنَا بِاٰیَةٍ كَمَاۤ اُرْسِلَ الْاَوَّلُوْنَ ۟
بلکې هغوی وایې چې دا ګډوډ خوبونه دي او کله وایې چې له ځانه یې جوړ کړی. او کله لا وایې چې دا سړی شاعر دی.که دا یو هم نه وي نو مونږ ته دې د پخوانیو پيغمبرانو په شان یوه لویه معجزه راوړي.
阿拉伯语经注:
مَاۤ اٰمَنَتْ قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْیَةٍ اَهْلَكْنٰهَا ۚ— اَفَهُمْ یُؤْمِنُوْنَ ۟
هغه پخواني امتونه چې ایمان ئې نه وو راوړی مونږ هلاک کړي وو.ایا دوی به ایمان[۱]راوړي؟
[۱] پخوانیو امتونو ته چې معجزه راغلې او نه یې ده منلې نو هغوی مو هلاک کړل.نو اوس یې که ته دوی ته راوړې ایمان به پرې راوړې که نه؟
阿拉伯语经注:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا قَبْلَكَ اِلَّا رِجَالًا نُّوْحِیْۤ اِلَیْهِمْ فَسْـَٔلُوْۤا اَهْلَ الذِّكْرِ اِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
او ای محمده!له تانه وړاندې مونږ یوازې سړي د پيغمبرانو په توګه لیږلي وو چې وحي به مو ورته کوله. که تاسې په دې خبره نه پوهیږئ نو له اهل کتابونه پوښتنه[۲]وکړئ.
[۲] چې پخوانې پيغمبران انسانان وو که ملایکې؟
阿拉伯语经注:
وَمَا جَعَلْنٰهُمْ جَسَدًا لَّا یَاْكُلُوْنَ الطَّعَامَ وَمَا كَانُوْا خٰلِدِیْنَ ۟
او هغوی ته مو داسې بدنونه،نه وو ورکړي چې خوراک یې نه کاو او نه داسې څوک وو چې تل پاتې کیدای شول.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ صَدَقْنٰهُمُ الْوَعْدَ فَاَنْجَیْنٰهُمْ وَمَنْ نَّشَآءُ وَاَهْلَكْنَا الْمُسْرِفِیْنَ ۟
بالاخره مو له هغوی سره وعده رښتیني او هغوی او نور هغه چې مونږ یې اراده کړې وه خلاص او له پولو اووښتي خلک مو له مینځه یووړل.
阿拉伯语经注:
لَقَدْ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ كِتٰبًا فِیْهِ ذِكْرُكُمْ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟۠
ای خلکو!مونږ تاسې ته یو داسې کتاب نازل کړی دی چې په هغه کې ستاسې وقار او پتمنتیا ده.تاسې ولې له عقل نه کار نه اخلئ.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 安比亚仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭