Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹 * - 译解目录


含义的翻译 章: 罗姆   段:
وَاَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَلِقَآئِ الْاٰخِرَةِ فَاُولٰٓىِٕكَ فِی الْعَذَابِ مُحْضَرُوْنَ ۟
او څوک چې کافران شوي،زمونږ ایاتونه او د اخرت د ورځې لیدنه یې درواغ ګڼلې ده،نو همدغه خلک به په عذاب کې حاضر کړای شي.
阿拉伯语经注:
فَسُبْحٰنَ اللّٰهِ حِیْنَ تُمْسُوْنَ وَحِیْنَ تُصْبِحُوْنَ ۟
ماښام[۵]او سهار د الله پاکي یا دوئ.
[۵] ـ علماء وايې چې له دې ایتونو څخه پنځه وخته لمونځ ثابت دی.له تمسون نه د ماښام او ماخستن،له تصیحون نه د سهار،له عشیا څخه د مازیګر او تظهرون نه د ماسپښین لمونځ(تفسیر الماوردی).
阿拉伯语经注:
وَلَهُ الْحَمْدُ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَعَشِیًّا وَّحِیْنَ تُظْهِرُوْنَ ۟
ځکه چې په اسمانونو او ځمکه کې د هغه ستاینه ده او د ورځې په اخر او ماسپښین کي هم هغه په پاکۍ سره یادوئ.
阿拉伯语经注:
یُخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَیُخْرِجُ الْمَیِّتَ مِنَ الْحَیِّ وَیُحْیِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— وَكَذٰلِكَ تُخْرَجُوْنَ ۟۠
ژوندی له مړي ـ او مړی له ژوندي نه را وباسي او ځمکې ته د هغې له وچیدو وروسته تازه والی وربښي.او په همدې توګه به تاسې هم بیرته راووستلای شئ.
阿拉伯语经注:
وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ خَلَقَكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ اِذَاۤ اَنْتُمْ بَشَرٌ تَنْتَشِرُوْنَ ۟
د هغه له سترو نښو نه یوه داده چې تاسې یې له خاورې پیدا کړئ.بیا تاسې بشر یې چې په ناببره ډول په ځمکه کې خوریږئ.
阿拉伯语经注:
وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ اَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوْۤا اِلَیْهَا وَجَعَلَ بَیْنَكُمْ مَّوَدَّةً وَّرَحْمَةً ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟
او له نښو نه یې یوه دا هم ده چې له تاسې نه یې ستاسې جوړه پیدا کړه چې ارام ورسره وکړئ. او ستاسې په مینځ کې یي مینه او خواخوږي پیدا کړې ده.په رښتیا چې په دې کې د هغه قوم لپاره چې فکر کوي ډیرې لوی نښې ديږ
阿拉伯语经注:
وَمِنْ اٰیٰتِهٖ خَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَاخْتِلَافُ اَلْسِنَتِكُمْ وَاَلْوَانِكُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّلْعٰلِمِیْنَ ۟
او له نښو نه یي د اسمانونو او ځمکې پیدایښت او ستاسې د ژبو او رنګونو جلا والی او بیلوالی دی.په باوري توګه په دې کې د پوهانو لپاره ډيرې لوی نښې دي.
阿拉伯语经注:
وَمِنْ اٰیٰتِهٖ مَنَامُكُمْ بِالَّیْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَآؤُكُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّسْمَعُوْنَ ۟
او له نښو نه یې د شپې او ورځې ستاسې ویده کیدل او د هغه د مهربانیو دلټولو هڅه ده.په رښتیا چې په دې کې د هغو خلکو لپاره لویې نښې دي چې خبره اوري.
阿拉伯语经注:
وَمِنْ اٰیٰتِهٖ یُرِیْكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَّطَمَعًا وَّیُنَزِّلُ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَیُحْیٖ بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟
او له نښو نه یې د ډار او هیلې په توګه تاسې ته د بریښنا ښوونه ده، او دا يي هم یوه نښه ده چې له بره نه اوبه راښکته کوي او ځمکې ته پرې د هغې له مرګ او وچیدو وروسته ژوند بښي. په باوري ډول په دې کې د هغو خلکو لپاره ډیرې نښې دي چې له عقل نه کار اخلي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 罗姆
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭