Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 嘎推勒   段:
وَمَا یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَالْبَصِیْرُ ۟ۙ
او ړوند او بینا برابریدای نه شي.
阿拉伯语经注:
وَلَا الظُّلُمٰتُ وَلَا النُّوْرُ ۟ۙ
او نه تیارې او رڼا
阿拉伯语经注:
وَلَا الظِّلُّ وَلَا الْحَرُوْرُ ۟ۚ
او نه یخ سیوری او ګرمه هوا.
阿拉伯语经注:
وَمَا یَسْتَوِی الْاَحْیَآءُ وَلَا الْاَمْوَاتُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُسْمِعُ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَمَاۤ اَنْتَ بِمُسْمِعٍ مَّنْ فِی الْقُبُوْرِ ۟
او نه ژوندي او مړي سره برابریدای شي. د الله چې چاته خوښه شي ور اوروي يي او ته يې هغه چا ته نه شې اورولی چې په قبرونو کې دي.
阿拉伯语经注:
اِنْ اَنْتَ اِلَّا نَذِیْرٌ ۟
ته یوازې یو ډاروونکی يې.
阿拉伯语经注:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ بِالْحَقِّ بَشِیْرًا وَّنَذِیْرًا ؕ— وَاِنْ مِّنْ اُمَّةٍ اِلَّا خَلَا فِیْهَا نَذِیْرٌ ۟
مونږ ته په حقه زیری ورکوونکی او ډاروونکی لیږلی يې. او هیڅ داسي امت نه دی تیر شوی چې هغوی ته ډاروونکی نه وي راغلی.
阿拉伯语经注:
وَاِنْ یُّكَذِّبُوْكَ فَقَدْ كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ— جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ وَبِالزُّبُرِ وَبِالْكِتٰبِ الْمُنِیْرِ ۟
او ای محمده! که دې خلکو ته درواغجن وګڼلې نو باک پرې مه کوه ځکه چې له دوی نه وړاندې خلکو هم هغه پیغمبران درواغجن ګڼلي وو چې له ښکاره دلایلو، لیکلو صحیفو او روښانه کوونکې کتاب سره ورته راغلي وو.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ اَخَذْتُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ ۟۠
خو بلاخره مونږ کافران ونیول، نو وګوره چې زمونږ بد ګڼل څرنګه وو.
阿拉伯语经注:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً ۚ— فَاَخْرَجْنَا بِهٖ ثَمَرٰتٍ مُّخْتَلِفًا اَلْوَانُهَا ؕ— وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِیْضٌ وَّحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ اَلْوَانُهَا وَغَرَابِیْبُ سُوْدٌ ۟
ایا ته نه ګوری چې الله له اسمان نه اوبه وروي. او همدا مونږ د اوبو په واسطه د ډول ډول رنګونو والا میوې راوباسو. او په غرونو کې هم سپینې، سرې او تکې تورې لارې او لیکي ډي چې رنګونه يي سره جلا، جلا دي .
阿拉伯语经注:
وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَآبِّ وَالْاَنْعَامِ مُخْتَلِفٌ اَلْوَانُهٗ كَذٰلِكَ ؕ— اِنَّمَا یَخْشَی اللّٰهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمٰٓؤُا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ غَفُوْرٌ ۟
او په همدی توګه د انسانانو، خوځنده وو، او څارویو شکلو او رنګونه سره جلا، جلا دي. پخه خبره همدا ده چې: د الله په بنده ګانو کې یوازې عالمان او پوهان له هغه نه ډاریږي. بې له شکه چې الله په هر څه برلاسی، بښونک دی.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الَّذِیْنَ یَتْلُوْنَ كِتٰبَ اللّٰهِ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاَنْفَقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ سِرًّا وَّعَلَانِیَةً یَّرْجُوْنَ تِجَارَةً لَّنْ تَبُوْرَ ۟ۙ
کوم کسان چې د الله کتاب لولي، لمونځ ودروي او زمونږ له ورکړې روزۍ نه په پټه او ښکاره ورکړه کوي په رښتیا چې همدوی د یوه داسې تجارت هیله من دي چې هیڅکله تاوان نه لري.
阿拉伯语经注:
لِیُوَفِّیَهُمْ اُجُوْرَهُمْ وَیَزِیْدَهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّهٗ غَفُوْرٌ شَكُوْرٌ ۟
تر څو الله د هغوی مزدوري پوره ورکي او له خپلې لورینې څخه لا نور هم ورزیاته کړي. بې له شکه چې هغه بښونکی او ښه شکر منونکی دی.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 嘎推勒
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭