Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 隋德   段:
وَمَا خَلَقْنَا السَّمَآءَ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا بَاطِلًا ؕ— ذٰلِكَ ظَنُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنَ النَّارِ ۟ؕ
او مونږ اسمان، ځمکه د دوی د مینځ څیزونه بابیزه نه دي پیدا کړي. دا د هغه چا ګومان دی چې کافران شوي دي نو د کافرانو لپاره د اور لویه کنده ده.
阿拉伯语经注:
اَمْ نَجْعَلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ كَالْمُفْسِدِیْنَ فِی الْاَرْضِ ؗ— اَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِیْنَ كَالْفُجَّارِ ۟
ایا مونږ به هغه کسان چې ایمان ي راوړی او نیکې کړنې يې کړي دي د هغه چا په شان کړو چې په ځمکه کې فساد کوي؟ او یا پرهیزګاران به د بدکارانو په شان کړو؟
阿拉伯语经注:
كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ اِلَیْكَ مُبٰرَكٌ لِّیَدَّبَّرُوْۤا اٰیٰتِهٖ وَلِیَتَذَكَّرَ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟
دا یو برکت ناک کتاب دی چې مونږ تاته نازل کړی دی ترڅو يې هغوی په ایتونو کې فکر وکړي او د عقل څښتنان ترې پند واخلي.
阿拉伯语经注:
وَوَهَبْنَا لِدَاوٗدَ سُلَیْمٰنَ ؕ— نِعْمَ الْعَبْدُ ؕ— اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟ؕ
او مونږ داود ته سلیمان وباښه. هغه غوره او الله ته پوره پناوړونکی بنده و.
阿拉伯语经注:
اِذْ عُرِضَ عَلَیْهِ بِالْعَشِیِّ الصّٰفِنٰتُ الْجِیَادُ ۟ۙ
کله چې سلیمان ته په لمر پرتواته کې خورا ښه اصیل او ګړندی اسونه وړاندې کړای شول.
阿拉伯语经注:
فَقَالَ اِنِّیْۤ اَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَیْرِ عَنْ ذِكْرِ رَبِّیْ ۚ— حَتّٰی تَوَارَتْ بِالْحِجَابِ ۟۫
نو سلیمان وویل: دغه اسونه ما د الله د ذکر له کبله خوښ کړي دي. او تر هغو ورسره وو چې لمر پرې ډوب شو.
阿拉伯语经注:
رُدُّوْهَا عَلَیَّ ؕ— فَطَفِقَ مَسْحًا بِالسُّوْقِ وَالْاَعْنَاقِ ۟
غږیې کړ: بیرته يي ماته راولئ. او بیا يي د هغو په پوندیو او غاړو لاس راکش کړ.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَیْمٰنَ وَاَلْقَیْنَا عَلٰی كُرْسِیِّهٖ جَسَدًا ثُمَّ اَنَابَ ۟
مونږ سلیمان په ازمیښت کې واچاو او د هغه پر تخت مو یوه تنه وغورځوله، هغه الله ته رجوع وکړه.
阿拉伯语经注:
قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِیْ وَهَبْ لِیْ مُلْكًا لَّا یَنْۢبَغِیْ لِاَحَدٍ مِّنْ بَعْدِیْ ۚ— اِنَّكَ اَنْتَ الْوَهَّابُ ۟
او ويې ویل: ای زما ربه! ما وبښه او یوه داسې پاچايې راکړه چې له مانه وروسته د هیچا وړ نه وي. په رښتیا چې ته ښه بخشش ورکوونکی يي.
阿拉伯语经注:
فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّیْحَ تَجْرِیْ بِاَمْرِهٖ رُخَآءً حَیْثُ اَصَابَ ۟ۙ
نو باد مو د هغه تابع کړ چې په کوم لور به د سلیمان هیله وه په هغه لور به خورا په نرمۍ سره تلو.
阿拉伯语经注:
وَالشَّیٰطِیْنَ كُلَّ بَنَّآءٍ وَّغَوَّاصٍ ۟ۙ
او هر ډول ماڼۍ جوړوونکي او غوټه وهونکي پیریان مو هم د هغه تابع کړي وو.
阿拉伯语经注:
وَّاٰخَرِیْنَ مُقَرَّنِیْنَ فِی الْاَصْفَادِ ۟
او نور خپل سري پیریان په ځنځیرونو تړل شوي وو.
阿拉伯语经注:
هٰذَا عَطَآؤُنَا فَامْنُنْ اَوْ اَمْسِكْ بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟
هو! دا زمونږ پریمانه او بې حسابه لورینه ده.
阿拉伯语经注:
وَاِنَّ لَهٗ عِنْدَنَا لَزُلْفٰی وَحُسْنَ مَاٰبٍ ۟۠
خوښه ستا چې چا ته څه ورکوې او که نه؟ بې له شکه چې زمونږ په وړاندې د هغه لپاره نژدې مقام او غوره پای ده.
阿拉伯语经注:
وَاذْكُرْ عَبْدَنَاۤ اَیُّوْبَ ۘ— اِذْ نَادٰی رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَسَّنِیَ الشَّیْطٰنُ بِنُصْبٍ وَّعَذَابٍ ۟ؕ
او زمونږ بنده ایوب یاد کړه. چې خپل رب ته غږ کړ چې: شیطان په ستونزو او کړاو اخته کړی یم.
阿拉伯语经注:
اُرْكُضْ بِرِجْلِكَ ۚ— هٰذَا مُغْتَسَلٌۢ بَارِدٌ وَّشَرَابٌ ۟
مونږ ورته وویل: خپله پښه په ځمکه ووهه. دغه دي د لمبلو او څښلو لپاره یخې اوبه.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 隋德
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭