Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 宰哈柔福   段:
وَكَذٰلِكَ مَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِیْ قَرْیَةٍ مِّنْ نَّذِیْرٍ اِلَّا قَالَ مُتْرَفُوْهَاۤ ۙ— اِنَّا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا عَلٰۤی اُمَّةٍ وَّاِنَّا عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ مُّقْتَدُوْنَ ۟
هو! کله هم چې کوم کلي ته ډاروونکی لیږلی نو هوسا خلکو او مشرانو يې په همدې توګه ویلي دي چې: مونږ خپل پلرونه پر یوه دین میندلي دي او مونږ د هغوی پر پلونو تلونکي یو.
阿拉伯语经注:
قٰلَ اَوَلَوْ جِئْتُكُمْ بِاَهْدٰی مِمَّا وَجَدْتُّمْ عَلَیْهِ اٰبَآءَكُمْ ؕ— قَالُوْۤا اِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟
پیغمبر به ورته ویل: که څه هم ما تاسې ته داسې څه راوړي وي چې ستاسې له هغه دین نه چې پلرونو مو پرې میندلي ښه ښوونه کوي؟ هغه به ځواب وایه چې مونږ هغه څه هیڅکله نه منو چې تاسې پرې رالیږلي شوي یاست.
阿拉伯语经注:
فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟۠
مونږ ترې غچ واخیست نو وګوره چې د درواغ ګټونکو پای څه شوه؟
阿拉伯语经注:
وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهِیْمُ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖۤ اِنَّنِیْ بَرَآءٌ مِّمَّا تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ
او هغه را یاد کړه چې ابراهیم خپل پلاراو قوم ته ویلي وو چې زه له هغو خدایانو نه خپله بیزاري اعلانوم چې تاسې يي عبادت کوئ.
阿拉伯语经注:
اِلَّا الَّذِیْ فَطَرَنِیْ فَاِنَّهٗ سَیَهْدِیْنِ ۟
یواې له هغه ذات سره زما تړون دی چې زه يي پیدا کړی یم او هماغه به ما ته ښوونه وکړي.
阿拉伯语经注:
وَجَعَلَهَا كَلِمَةً بَاقِیَةً فِیْ عَقِبِهٖ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
او ابراهیم همدا د توحید خبره په خپل ځوځات کې پریښووله ښايې تل حق ته وګرځي.
阿拉伯语经注:
بَلْ مَتَّعْتُ هٰۤؤُلَآءِ وَاٰبَآءَهُمْ حَتّٰی جَآءَهُمُ الْحَقُّ وَرَسُوْلٌ مُّبِیْنٌ ۟
بلکې ما دغو خلکو او پلرونو ته يې تر هغو دنیوي ګټې ورکړې چې حق او روښانه بیانوونکی رسول راغی.
阿拉伯语经注:
وَلَمَّا جَآءَهُمُ الْحَقُّ قَالُوْا هٰذَا سِحْرٌ وَّاِنَّا بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟
او چې حق ورته راغی نو ویي ویل: دا کوډې او جادو دی او مونږ يې نه منو.
阿拉伯语经注:
وَقَالُوْا لَوْلَا نُزِّلَ هٰذَا الْقُرْاٰنُ عَلٰی رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْیَتَیْنِ عَظِیْمٍ ۟
او ویلي يي چې : دا قران ولې د دغو دوه[۵] کلیو په کوم لوی سړي نازل نه شو؟
[۵] هدف د مکې او طائف ښارونه وو چې د مکي مشر عتیة بن ربعة او ولید بن مغیرة او د طائف مشران دعروه بن مسعود، حبیب بن عمرو او کنانة بن عبد عمرو او ابن عبد یالیل څخه عبارت وو( تفسیر ابن کثیر)
阿拉伯语经注:
اَهُمْ یَقْسِمُوْنَ رَحْمَتَ رَبِّكَ ؕ— نَحْنُ قَسَمْنَا بَیْنَهُمْ مَّعِیْشَتَهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجٰتٍ لِّیَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِیًّا ؕ— وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُوْنَ ۟
ایا هغوی ستا د رب رحمت ویشي؟ د دنیوي ژوند وسایل مونږ د هغوی په مینځ کې ویشلي او ځینو نورو لوړ کړي، تر څو یو بل د ځان تابع او مزدور کړي. او ستا د رب رحمت له هغه مال نه ډیر غوره دی چې هغوی يي راټولوي.
阿拉伯语经注:
وَلَوْلَاۤ اَنْ یَّكُوْنَ النَّاسُ اُمَّةً وَّاحِدَةً لَّجَعَلْنَا لِمَنْ یَّكْفُرُ بِالرَّحْمٰنِ لِبُیُوْتِهِمْ سُقُفًا مِّنْ فِضَّةٍ وَّمَعَارِجَ عَلَیْهَا یَظْهَرُوْنَ ۟ۙ
او که چیرې ددې خبرې ډار نه وای چې ټول خلک به په یو لور ولاړ شي، نو ما به د هغو کسانو چې له رحمن خدای نه کافران کیږي د کورونو چتونه او هغه زینې چې بامونو ته پرې خیژي له سپینو زرو ګرځولی وای.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 宰哈柔福
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭