Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 艾哈嘎夫   段:

احقاف

حٰمٓ ۟ۚ
حم.
阿拉伯语经注:
تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ مِنَ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِ ۟
ددغه کتاب نازلیدل د الله له لورې دي چې په هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی.
阿拉伯语经注:
مَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ وَاَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا عَمَّاۤ اُنْذِرُوْا مُعْرِضُوْنَ ۟
او مونږ اسمانونه، ځمکه او هغه څه چې د دوی په مینځ کې دي په حقه د ټاکلې مودې لپاره پیدا کړي دي او کافران له هغه څه مخ اړوي چې پرې ډارول شوي دي.
阿拉伯语经注:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ مَّا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَرُوْنِیْ مَاذَا خَلَقُوْا مِنَ الْاَرْضِ اَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِی السَّمٰوٰتِ ؕ— اِیْتُوْنِیْ بِكِتٰبٍ مِّنْ قَبْلِ هٰذَاۤ اَوْ اَثٰرَةٍ مِّنْ عِلْمٍ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او اې محمده! هغوی ته ووایه د هغو څيزونو په هکله چې تاسې يې پرته له الله نه بلئ ماته معلومات راکړئ او راوښايې چې د ځمکې کومه برخه يې پیدا کړې ده؟ یا د اسمانونو په سنبالښت کې برخمن دي؟ که له دې مخکې کوم راغلی کتاب یاد علم څه پاتې نښې چې ستاسې همدا خبره تائیدوي له تاسې سره وي را وړاندې يي کړئ؟ که تاسې رښتینې یاست؟
阿拉伯语经注:
وَمَنْ اَضَلُّ مِمَّنْ یَّدْعُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَنْ لَّا یَسْتَجِیْبُ لَهٗۤ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ وَهُمْ عَنْ دُعَآىِٕهِمْ غٰفِلُوْنَ ۟
او له هغه چا لوی بې لارې څوک دی چې له الله نه پرته هغه څه بلي چې تر قیامته [۱] به يې غوښتنه ونشي منلی؟ بلکې د هغه له بلنې نه هیڅ خبر هم نه دی.
[۱] تل تر تله ( البحر المحیط).
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾哈嘎夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭