Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 哈吉拉特   段:
وَلَوْ اَنَّهُمْ صَبَرُوْا حَتّٰی تَخْرُجَ اِلَیْهِمْ لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
که ستا تر راوتلو يې صبر کړی وای نو دا ورته ډیره غوره وه او الله ښه بښونکی مهربان دی.
阿拉伯语经注:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنْ جَآءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَاٍ فَتَبَیَّنُوْۤا اَنْ تُصِیْبُوْا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوْا عَلٰی مَا فَعَلْتُمْ نٰدِمِیْنَ ۟
اې مؤمنانو! که چیرې کوم فاسق تاسې ته یو خبر راوړی نو ښه يي وپلټئ هسې نه چې په ناپوهۍ سره کم قوم ته تاوان ورسوئ او بیا پر خپلو کړو پښیمانه واست.
阿拉伯语经注:
وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ فِیْكُمْ رَسُوْلَ اللّٰهِ ؕ— لَوْ یُطِیْعُكُمْ فِیْ كَثِیْرٍ مِّنَ الْاَمْرِ لَعَنِتُّمْ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ حَبَّبَ اِلَیْكُمُ الْاِیْمَانَ وَزَیَّنَهٗ فِیْ قُلُوْبِكُمْ وَكَرَّهَ اِلَیْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوْقَ وَالْعِصْیَانَ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الرّٰشِدُوْنَ ۟ۙ
او پوه شئ چې د الله رسول ستاسې په مینځ کې دی. که په ډیرو کارونو کې ستاسې مننه وکړي نو تاسې به له ستونزو سره مخ شئ خو الله تاسې ته د ایمان محبت در په برخه کړی او هغه يي ستاسې په زړونو کې ښکلی بریښولی دی او کفر، فسق او سرغړونه يي تاسې ته بده ښکاره کړې ده، دا وړ خلک هوښیار او لار میندونکي دي.
阿拉伯语经注:
فَضْلًا مِّنَ اللّٰهِ وَنِعْمَةً ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
دا د الله فضل او لورینه ده او الله په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.
阿拉伯语经注:
وَاِنْ طَآىِٕفَتٰنِ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ اقْتَتَلُوْا فَاَصْلِحُوْا بَیْنَهُمَا ۚ— فَاِنْ بَغَتْ اِحْدٰىهُمَا عَلَی الْاُخْرٰی فَقَاتِلُوا الَّتِیْ تَبْغِیْ حَتّٰی تَفِیْٓءَ اِلٰۤی اَمْرِ اللّٰهِ ۚ— فَاِنْ فَآءَتْ فَاَصْلِحُوْا بَیْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَاَقْسِطُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُقْسِطِیْنَ ۟
او که د مؤمنانو دوه ډلې په جنګ شوې، نو په مینځ کې يې روغه وکړئ. که یوې ډلې پر بلې تیر وکړ له تیري کوونکې ډلې سره تر هغو وجنګیږئ چې د الله حکم ته راوګرځي. او چې کله د الله حکم ته راوګرځیده نو بیا يې په مینځ کې په عدالت او انصاف سره روغه وکړئ بې له شکه چې الله انصاف کوونکي خوښوي.
阿拉伯语经注:
اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ اِخْوَةٌ فَاَصْلِحُوْا بَیْنَ اَخَوَیْكُمْ وَاتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟۠
بې له شکه مؤمنان سره ورونه دي. نو د خپلو ورونو په مینځ کې روغه راولئ او له الله نه وډار شئ کیدای شي چې پر تاسې رحم وکړای شي.
阿拉伯语经注:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا یَسْخَرْ قَوْمٌ مِّنْ قَوْمٍ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنُوْا خَیْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَآءٌ مِّنْ نِّسَآءٍ عَسٰۤی اَنْ یَّكُنَّ خَیْرًا مِّنْهُنَّ ۚ— وَلَا تَلْمِزُوْۤا اَنْفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوْا بِالْاَلْقَابِ ؕ— بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوْقُ بَعْدَ الْاِیْمَانِ ۚ— وَمَنْ لَّمْ یَتُبْ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
اې مؤمنانو! د سړیو کومه ډله باید په نورو سړیو ملنډې ونه وهي کیدای شی چې هغوی له دوی نه غوره وي او نه دې ښځې پر نورو ښځو ملنډې وهي، کیدای شي چې هغوی له دوی نه غوره وي. او هم یو دبل بد مه یادوئ او مه یو بل ته بد لقبونه ږدئ له ایمان راوړلو وروسته د فسق نوم یادول ډیر بد کار دی. او هر څوک چې له دې وانه ووښت نو همغوی لوی ظالمان دي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 哈吉拉特
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭