Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 玛仪戴   段:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ تَعَالَوْا اِلٰی مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ وَاِلَی الرَّسُوْلِ قَالُوْا حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَیْهِ اٰبَآءَنَا ؕ— اَوَلَوْ كَانَ اٰبَآؤُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ شَیْـًٔا وَّلَا یَهْتَدُوْنَ ۟
او کله چې هغوی ته بلنه ورکړای شوې چې: د الله له لورې نازل شوي قانون او رسول ته راشئ وایې همغه لار مو بس ده چې مونږ پرې خپل پلرونه میندلي دي ـ ایا دوی په پټو سترګو د خپلو پلرونو مننه کوي که څه هم هغوی په هیڅ نه پوهیږي او نه یې لار میندلې وي؟
阿拉伯语经注:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا عَلَیْكُمْ اَنْفُسَكُمْ ۚ— لَا یَضُرُّكُمْ مَّنْ ضَلَّ اِذَا اهْتَدَیْتُمْ ؕ— اِلَی اللّٰهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِیْعًا فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
ای مؤمنانو! د خپل ځان واګې مو په لاس کې ونیسئ که تاسې لار میندله نو بې لارې خلک درته څه کړاونه نشي رسولې ستاسو ټولو ورتګ الله ته دی نو هغه به مو خبر کړي چې تاسې څه کول.
阿拉伯语经注:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا شَهَادَةُ بَیْنِكُمْ اِذَا حَضَرَ اَحَدَكُمُ الْمَوْتُ حِیْنَ الْوَصِیَّةِ اثْنٰنِ ذَوَا عَدْلٍ مِّنْكُمْ اَوْ اٰخَرٰنِ مِنْ غَیْرِكُمْ اِنْ اَنْتُمْ ضَرَبْتُمْ فِی الْاَرْضِ فَاَصَابَتْكُمْ مُّصِیْبَةُ الْمَوْتِ ؕ— تَحْبِسُوْنَهُمَا مِنْ بَعْدِ الصَّلٰوةِ فَیُقْسِمٰنِ بِاللّٰهِ اِنِ ارْتَبْتُمْ لَا نَشْتَرِیْ بِهٖ ثَمَنًا وَّلَوْ كَانَ ذَا قُرْبٰی ۙ— وَلَا نَكْتُمُ شَهَادَةَ ۙ— اللّٰهِ اِنَّاۤ اِذًا لَّمِنَ الْاٰثِمِیْنَ ۟
ای مؤمنانو! کله چې ستاسې د کوم یوه تن د مرګ نښې ښکاره شي نو د وصیت لپاره دی دوه انصاف لرونکي مسلمانان په شاهدۍ ونیسي او که دسفر په اوږدو کې د مرګ له غمیزې سره مخ شوئ نو له تاسې پرته دوه نور کسان په شاهدۍ ونیسئ نو که بیا تاسې د هغوی د شهادت او وصیت په هکله شکمن شوئ نو دواړه شاهدان به له لمانځه وروسته د الله په نوم قسم کوي چې مونږ په دی شاهدۍ روپۍ نه اخلو او نه یې د چا لپاره وایو که څه هم زمونږ خپلوان وي، او نه مونږ د الله شاهدي پټوو، که داسې مو وکړل نو بې شکه چې مونږ به له ګناه ګارانو څخه یو.
阿拉伯语经注:
فَاِنْ عُثِرَ عَلٰۤی اَنَّهُمَا اسْتَحَقَّاۤ اِثْمًا فَاٰخَرٰنِ یَقُوْمٰنِ مَقَامَهُمَا مِنَ الَّذِیْنَ اسْتَحَقَّ عَلَیْهِمُ الْاَوْلَیٰنِ فَیُقْسِمٰنِ بِاللّٰهِ لَشَهَادَتُنَاۤ اَحَقُّ مِنْ شَهَادَتِهِمَا وَمَا اعْتَدَیْنَاۤ ۖؗ— اِنَّاۤ اِذًا لَّمِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟
نو که معلومات تر لاسه شو چې دواړو شاهدانو په درواغ ویلو ګناه کړی ده نو پر ځای دی د مړي له خپلوانو دوه نور کسان د الله په نوم قسم وکړي چې زمونږ شاهدي د هغوی له شاهدۍ ډیره په حقه ده او مونږ له حق نه تیری نه دی کړی که تیرې مو وکړ نو مونږ به له ظالمانو څخه وو.
阿拉伯语经注:
ذٰلِكَ اَدْنٰۤی اَنْ یَّاْتُوْا بِالشَّهَادَةِ عَلٰی وَجْهِهَاۤ اَوْ یَخَافُوْۤا اَنْ تُرَدَّ اَیْمَانٌ بَعْدَ اَیْمَانِهِمْ ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاسْمَعُوْا ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفٰسِقِیْنَ ۟۠
په دې توګه کیدای شي چې دوی رښتینې شهادت ووایې او یا له دی وډارشي چې قسمونه به یې د نورو قسمونو وروسته بابیزه وګڼل شي، له الله نه وډار شئ او واورۍ چې الله پاک فاسق قوم ته لار نه ښايې.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 玛仪戴
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭