Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 迈立克   段:
وَاَسِرُّوْا قَوْلَكُمْ اَوِ اجْهَرُوْا بِهٖ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
او که تاسې خپله خبره پټه کړئ که ښکاره بیشکه چې الله ته د سینوپټ څيزونه ټول معلوم دي.
阿拉伯语经注:
اَلَا یَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ ؕ— وَهُوَ اللَّطِیْفُ الْخَبِیْرُ ۟۠
ایا هغه څوک نه پوهیږي چې پیدایښټ یې کړی؟او هغه له ډيرو پټو او باریکو شیانو څخه خبر دی.
阿拉伯语经注:
هُوَ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ ذَلُوْلًا فَامْشُوْا فِیْ مَنَاكِبِهَا وَكُلُوْا مِنْ رِّزْقِهٖ ؕ— وَاِلَیْهِ النُّشُوْرُ ۟
الله هغه ذات دی چې:ځمکه ئې ستاسې په واک کې در کړې.نو په کونجونو او اړخونو کې یي وګرځئ او د الله روزي وخورئ.بیرته همغه ته ورتګ دی.
阿拉伯语经注:
ءَاَمِنْتُمْ مَّنْ فِی السَّمَآءِ اَنْ یَّخْسِفَ بِكُمُ الْاَرْضَ فَاِذَا هِیَ تَمُوْرُ ۟ۙ
ایا لدې څخه بي غمه یاست چې:هغه ذات چې په اسمان کې دی په ځمکه کې موښخ او ناببره درباندې ځمکه ولړزیږي.
阿拉伯语经注:
اَمْ اَمِنْتُمْ مَّنْ فِی السَّمَآءِ اَنْ یُّرْسِلَ عَلَیْكُمْ حَاصِبًا ؕ— فَسَتَعْلَمُوْنَ كَیْفَ نَذِیْرِ ۟
او لدې څخه ډاډمن یي چې هغه ذات چې په اسمان کې دی درباندې ډبرې وروونکی توپان راولیږي.بیا به ښه پوه شئ چې زما ډارول څرنګه دي؟
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ ۟
له دوی څخه وړاندې خلکو هم زما ښونې درواغ ګڼلې وي نو ګوره چې دنه منلو پای څه ؤ؟
阿拉伯语经注:
اَوَلَمْ یَرَوْا اِلَی الطَّیْرِ فَوْقَهُمْ صٰٓفّٰتٍ وَّیَقْبِضْنَ ؕۘؔ— مَا یُمْسِكُهُنَّ اِلَّا الرَّحْمٰنُ ؕ— اِنَّهٗ بِكُلِّ شَیْءٍ بَصِیْرٌ ۟
ایا د خپلو سرونو له پاسه مارغانو ته نه ګوري چې خپل وزرونه خوروي او ټولوي يي.په هوا کې یوازې هغه مهربان الله ساتلی دي چې هر څه ښه ګوري.
阿拉伯语经注:
اَمَّنْ هٰذَا الَّذِیْ هُوَ جُنْدٌ لَّكُمْ یَنْصُرُكُمْ مِّنْ دُوْنِ الرَّحْمٰنِ ؕ— اِنِ الْكٰفِرُوْنَ اِلَّا فِیْ غُرُوْرٍ ۟ۚ
څوک دی هغه ځواک چې پرته له رحمان الله څخه ستاسې ملاتړ وکړی شي؟ خبره همداده چې کافران دوکه شوي دي.
阿拉伯语经注:
اَمَّنْ هٰذَا الَّذِیْ یَرْزُقُكُمْ اِنْ اَمْسَكَ رِزْقَهٗ ۚ— بَلْ لَّجُّوْا فِیْ عُتُوٍّ وَّنُفُوْرٍ ۟
او څوک دی چې تاسې ته روزي در کړي که رحمان ذات در باندې خپله روزي بنده کړي؟بلکې پخه خبره همداده چې کافران په سرغړونه او له حق څخه په تیښته کې خورا ژور شوي دي.
阿拉伯语经注:
اَفَمَنْ یَّمْشِیْ مُكِبًّا عَلٰی وَجْهِهٖۤ اَهْدٰۤی اَمَّنْ یَّمْشِیْ سَوِیًّا عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
ایا هغه څوک چې سر نسکور،پړمخ روان وي ښه لار میندلی شي او که هغه څوک چې په روغه لار سم روان وي.
阿拉伯语经注:
قُلْ هُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَكُمْ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟
ای محمده!ووایه چې الله هغه ذات دی چې تاسې یي پیدا کړئ د اوریدنې او لیدنې توان يي درکړ او د زړونو خاوندان یي وګرځولئ.خو بیا هم تاسې ډیر لږ شکر کوئ.
阿拉伯语经注:
قُلْ هُوَ الَّذِیْ ذَرَاَكُمْ فِی الْاَرْضِ وَاِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟
ووایه:الله هغه ذات دی چې تاسې یي په ځمکه کې خواره کړي یاست او بیا به بیرته همغه ته راټول کړای شئ.
阿拉伯语经注:
وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
دوی وايي:که تاسې رښتیني یاست نو دا وعده کله ده؟
阿拉伯语经注:
قُلْ اِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللّٰهِ ۪— وَاِنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
ورته ووایه:د خبرې پوره معلومات یوازې له الله سره دی.زه یوازې یو ښکاره ډاروونکی یم.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 迈立克
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭