Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል ሙርሰላት   አንቀጽ:
اَلَمْ نَخْلُقْكُّمْ مِّنْ مَّآءٍ مَّهِیْنٍ ۟ۙ
آيا تاسې مو له سپكو (خوارو) اوبو څخه نه يئ پيدا كړي؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَجَعَلْنٰهُ فِیْ قَرَارٍ مَّكِیْنٍ ۟ۙ
چې هغه مو بيا يو خوندي ځاى كې وساتلې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِلٰی قَدَرٍ مَّعْلُوْمٍ ۟ۙ
تر يوې ټاكلې مودې پورې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَقَدَرْنَا ۖۗ— فَنِعْمَ الْقٰدِرُوْنَ ۟
بيا مو اندازه كړ نو (ګوره) موږ ښه اندازه كوونكي يو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
تباهي ده په هغه ورځ د درواغ ګڼونكو لپاره.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَلَمْ نَجْعَلِ الْاَرْضَ كِفَاتًا ۟ۙ
آيا موږ ځمكه راغونډېدونكې نه ده ګرځولې؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَحْیَآءً وَّاَمْوَاتًا ۟ۙ
د ژوندويو او مړيو لپاره.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَّجَعَلْنَا فِیْهَا رَوَاسِیَ شٰمِخٰتٍ وَّاَسْقَیْنٰكُمْ مَّآءً فُرَاتًا ۟ؕ
او په هغې كې مو لوړ لوړ غرونه پيدا كړي او تاسې ته مو خوږې اوبه درڅښلې دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
درواغ ګڼونكو لره په هغه ورځ تباهي ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنْطَلِقُوْۤا اِلٰی مَا كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ ۟ۚ
اوس ځئ د هغه شي لور ته چې تاسي درواغ ګڼلو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنْطَلِقُوْۤا اِلٰی ظِلٍّ ذِیْ ثَلٰثِ شُعَبٍ ۟ۙ
روان شئ دريو څانګو والا سيوري خوا ته.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
لَّا ظَلِیْلٍ وَّلَا یُغْنِیْ مِنَ اللَّهَبِ ۟ؕ
چې هغه نه يخوونكى او نه د لمبو مخنيوونكى دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّهَا تَرْمِیْ بِشَرَرٍ كَالْقَصْرِ ۟ۚ
هغه د ماڼيو غوندې (لوى) بڅركي غورځوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
كَاَنَّهٗ جِمٰلَتٌ صُفْرٌ ۟ؕ
لكه چې هغه زېړ توربخن اوښان وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
تباهي ده په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
هٰذَا یَوْمُ لَا یَنْطِقُوْنَ ۟ۙ
داهسې ورځ ده چې هغوى به څه نه شي ويلاى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَا یُؤْذَنُ لَهُمْ فَیَعْتَذِرُوْنَ ۟
او نه به اجازه وركولى شي چې څه عذر وړاندې كړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
تباهي ده په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
هٰذَا یَوْمُ الْفَصْلِ ۚ— جَمَعْنٰكُمْ وَالْاَوَّلِیْنَ ۟
همدا د پريكړې ورځ ده، تاسي او پخواني مو (ګرد) راټول كړي ياست.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَاِنْ كَانَ لَكُمْ كَیْدٌ فَكِیْدُوْنِ ۟
اوس كه څه چل لرئ نو جوړ يې كړئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟۠
تباهى ده په هغه ورځ د درواغ ګڼونكو لپاره.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ ظِلٰلٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ
بېشكه متقيان (ځان ساتونکي) به په سيورو او چينو كې وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَّفَوَاكِهَ مِمَّا یَشْتَهُوْنَ ۟ؕ
او له هغو مېوو څخه چې هغوى يې غواړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
كُلُوْا وَاشْرَبُوْا هَنِیْٓـًٔا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
خورئ او څښئ په خوند سره د هغو عملونو په بدله كې چې تاسي به كول.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
بېشكه موږ نېكانو ته همدغه شان بدله وركوو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره تباهي ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
كُلُوْا وَتَمَتَّعُوْا قَلِیْلًا اِنَّكُمْ مُّجْرِمُوْنَ ۟
لږه موده خورئ او مزې كوئ په رېښتيا تاسې مجرمان ياست.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره تباهي ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ ارْكَعُوْا لَا یَرْكَعُوْنَ ۟
او كله چې ورته وويل شي (د الله پر وړاندې) ټيټ شئ نو هغوى نه ټيټيږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
تباهي ده په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَبِاَیِّ حَدِیْثٍ بَعْدَهٗ یُؤْمِنُوْنَ ۟۠
نو له دې وروسته په كومه خبره ايمان راوړي؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል ሙርሰላት
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት