او فرعون وويل: ما پرېږدئ چې موسی د هغه د سزا په ډول ووژنم، او د هغه رب پرېږدئ چې له ما يې وژغوري، او زه د دې پروا نه لرم چې هغه يې پالونکی رابولي، زه وېرېږم چې هغه به ستاسو هغه دين دربدل کړي چې تاسو پرې ياست او يا به په وژلو او ورانکارۍ په ځمکه کې فساد را ولاړ کړي.
او موسی عليه السلام چې کله د فرعون په ګوت څنډنه پوه شو ويې ويل: ما خپل پالونکي او ستاسو پالونکي ته له هر هغه لويي کوونکي پناه وړې چې له حق او پر هغه د ايمان راوړلو څخه لويي کوي، چې د قيامت پر ورځ او په هغو کې د حساب او سزا په اړه باور نه لري.
ای زما قومه! نن تاسو لره پاچايي ده او د مصر په ځمکه کې برلاسي ياست، که د موسی د وژلو له امله موږته د الله عذاب راشي، څوک به مو مرسته وکړي؟! فرعون وويل: رایه به زما رايه وي او پرېکړه به زما پرېکړه وي، زما رايه داده چې موسی ووژنم، ترڅو د شر او فساد مخه ونيول شي، او زه يوازې د سم او حق لوري ته مو لارښوونه کوم.
او ای زما قومه! زه پر تاسو د قيامت له ورځې ډارېږم، هغه ورځ چې ځينې خلک به ځينې نور د خپلوۍ او مرتبې له امله رابولي په دې ګومان چې دغه لار هغوی ته په دغه وېروونکي ځای کې ګټه رسوي.