هغه ورځ چې د کفر او ګناهونو له امله پرځانو ظلم کوونکو ته يې عذر غوښتنه ګټه ونه رسوي، او هغوی لره به په دغه ورځ د الله له رحمت څخه لرې والی وي او په آخرت کې به بد کور وي د هغه دردوونکی عذاب له امله چې هغوی ورسره مخ کيږي.
او پرته له شکه موسی ته مو هغه پوهه ورکړه چې بني اسرائیلو ته د حق لاره وښای، او تورات مو په بني اسرائيلو کې داسې ميراثي کتاب وګرځولو چې يو نسل یې له بل نسله په ميراث وړي.
التفاسير:
54:40
هُدًی وَّذِكْرٰی لِاُولِی الْاَلْبَابِ ۟
د حق لارې ته د لارښوونې او د سالم عقل څښتنانو ته د يادونې په توګه.
بېشکه هغه کسان چې د الله په آيتونو کې پرته له داسې حجت او برهانه چې د الله له لورې ورته راغلی وي د هغو د باطلولو په موخه جګړې کوي، دغه کار ته يې يوازې د هغوی د حق پر خلاف لويي او د تکبر اراده هڅوي، او هيڅکله به هغې لويۍ ته ونه رسيږي چې اراده يې لري، نو ای رسوله د الله پر رسۍ منګولې ټينګې ولګوه، بېشکه هغه د خپلو بنده ګانو د ويناوو ښه اورېدونکی، پر کړنو يې ښه پوه دی، هيڅ شی به ترې پاتې نه شي او پر هغو به بدله ورکړي.
د آسمانونو او ځمکې د لوی والي او پرخوالي له امله د هغو پيدايښت د خلکو له پيدايښت څخه لوی کار دی، نو کوم ذات چې دغه پيداکړي سره د هغو د لوی والي، هغه د مړو له قبرونو څخه په بیا راژونديکولو هم قادر دی تر څو حساب ورسره وکړي او بدله يې ورکړي، خو ډېر خلک نه پوهيږي، نو پند نه ترې اخلي او د هغو د څرګندوالي سربېره د بېرته را پاڅېدو دليل يې نه ګرځوي.