هغه ذات[الله] دی چې ستاسو پلار آدم يې له خاورې پيداکړی، بيا له هغه وروسته يې ستاسو پيدايښت له نطفې (مني) وګرځولو، بيا يې له نطفې وروسته له ټينګې وينې څخه، بيا له دغه وروسته مو د ميندو له ګېډو د وړو ماشومانو په توګه راباسي، بيا تاسو د بدن د سختوالي عمر ته رسېږئ، بيا دومره لوېږئ چې بوډا کېږئ، او ځينې مو له دې مخکې مري، د دې لپاره چې د الله په پوهه کې ټاکلې مودې ته ورسېږئ، له هغه نه کمېږئ او نه پر هغه زياتېږئ، او کېدای شي د دغو حجتونو او دليلونو په مرسته د هغه پر قدرت او يووالي ګټه پورته کړئ.
ای رسوله! تا هغه خلک نه دي ليدلي چې د الله په آيتونو کې جګړې کوي د هغو د څرګندوالي سربېره هغه درواغ ګڼي، د هغوی پر حال به تعجب وکړې، په داسې حال کې چې هغوی له حقه مخ اړوي سره له دې چې هغه څرګند دی.
له الله پرته ستاسو هغه بوتان چې نه ګټه او نه زيان رسولای شي؟! کافران به ووايي: له موږ ورک شول، نو موږ يې نه وينو، بلکې موږ په دنيا کې د داسې شي عبادت نه دی کړی چې هغه یې لایق وو، د دغو د لارورکۍ غوندې الله په هرځای او هر وخت کې کافران له حقه لارورکي کوي.
نو ای رسوله! د خپل قوم په آزار او درواغ ګڼلو دې صبر کوه، بېشکه ستاسره د الله لخوا د بریا ژمنه حق ده هيڅ شک پکې نشته، يا به ستا په ژوند کې ځينې هغه سزا دروښيو چې له هغوی سره يې ژمنه کوو لکه د بدر په ورځ چې حاصله شوه، او يا به دې له دې مخکې وفات کړو، نو د قيامت په ورځ يوازې موږ ته يې راګرځېدل دي، چې پر کړنو به يې بدله ورکړو، اور ته به يې ننباسو تل ترتله به پکې وي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• التدرج في الخلق سُنَّة إلهية يتعلم منها الناس التدرج في حياتهم.