ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: الأنفال   آية:

سورة الأنفال - الأنفال

من مقاصد السورة:
الامتنان على المؤمنين بنصر الله لهم في بدر، وبيان سنن النصر والهزيمة.
پر مومنانو احسان چې الله يې په بدر کې مرسته وکړه او د مرستې او ماتې د کړنلارو بيان.

یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْاَنْفَالِ ؕ— قُلِ الْاَنْفَالُ لِلّٰهِ وَالرَّسُوْلِ ۚ— فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَصْلِحُوْا ذَاتَ بَیْنِكُمْ ۪— وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗۤ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
ستا ملګري ستا څخه پوښتنه کوي -ای پیغمبره- د غنیمتونو باره کې چې څرنګه به یې تقسیموي؟ او په چا به یې تقسیموي؟ ته ورته ووایه -ای پیغمبره- د دوی دسوال جواب ورکړه: غنیمتونه الله تعالی او د هغه پیغمبر لره دي، او د هغه د ویشلو حکم هم د الله تعالی او د هغه د رسول په واک دی، نو په تاسو ندي لازم مګر غاړه کیښودل او تسلیمیدل، نو تاسو د الله تعالی نه وویریږئ -ای مومنانو- په عملي کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه له نواهیو څخه، او جوړ کړئ هغه چې ستاسو تر منځ وي د یو بل سره جداوالی او یا یو بل ته شا ګرځول په مینه کولو او تګ راتګ او په خایسته اخلاقو او بخښنې سره، او په ځان باندې لازم کړئ د الله تعالی او د هغه د پیغمبر تابعداري که چیرته تاسو په ریښتیا سره مومنان یاست؛ ځکه چې ایمان د نیکۍ په کولو او د بدیو نه د لرې کیدلو باعث کیږي، او دا پوښتنه د بدر له غزا نه وروسته شوې وه.
التفاسير العربية:
اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ الَّذِیْنَ اِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَجِلَتْ قُلُوْبُهُمْ وَاِذَا تُلِیَتْ عَلَیْهِمْ اٰیٰتُهٗ زَادَتْهُمْ اِیْمَانًا وَّعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟ۚۙ
بیشکه په ریښتیا سره مومنان هغه دي چې کله الله تعالی یاد کړی شي د دوی زړونه وویریږي؛ او زړونه او بدنونه یې د نیکۍ طرف ته راشي، او کله چې په دوی باندې د الله تعالی آیتونه ولوستل شي په هغې کې سوچ او فکر وکړي نو ایمان یې نور هم زیات شي سره د پخواني ایمان نه، او دوی یوازې په خپل رب باندې اعتماد کوي د مصلحتونو په غوښتلو او د فساد په دفع کولو کې.
التفاسير العربية:
الَّذِیْنَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟ؕ
دا هغه کسان دي چې همیشوالی کوي په ادا کولو د لمونځونو په پوره توګه په خپلو وختونو کې، او د هغه رزق نه چې مونږ دوی ته ورکړی فرضي زکات او نفلي صدقې هم ورکوي.
التفاسير العربية:
اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُؤْمِنُوْنَ حَقًّا ؕ— لَهُمْ دَرَجٰتٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَّرِزْقٌ كَرِیْمٌ ۟ۚ
دغه کسان چې دا صفتونه لري همدوی په حقه سره مومنان دي؛ ځکه چې دوی په ځان کې د ایمان او د اسلام ظاهري خصلتونه راجمع کړي، او د دوی بدلې د الله تعالی سره لویې مرتبې دي، او بخښنه ده د دوی ګناهونو لره او د عزت والا رزق دی، او دا هغه څه دي چې الله تعالی دوی ته د نعمتونو څخه تیار کړي دي.
التفاسير العربية:
كَمَاۤ اَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِنْ بَیْتِكَ بِالْحَقِّ ۪— وَاِنَّ فَرِیْقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِیْنَ لَكٰرِهُوْنَ ۟ۙ
لکه څرنګه چې الله تعالی ستاسو نه د غنیمتونو د تقسیم واک واخیستلو وروسته د اختلاف او جګړي ستاسو نه د دې په تقسیم کې، او د دې د ویشلو واک او اختیار یې خپل ځان او د هغه پیغمبر ته ورکړ، همدا رنګه ستا رب امر کړی -ای پیغمبره- په وتلو سره د مدینې څخه د مشرکانو د مخامخ کیدلو لپاره په هغې وحې سره چې په تا یې رالیږلې، سره د بد ګڼلو د يوې ډلې د مومنانو څخه دې وتلو لره.
التفاسير العربية:
یُجَادِلُوْنَكَ فِی الْحَقِّ بَعْدَ مَا تَبَیَّنَ كَاَنَّمَا یُسَاقُوْنَ اِلَی الْمَوْتِ وَهُمْ یَنْظُرُوْنَ ۟ؕ
بحث کوي ستا سره -ای پیغمبره- دا ډله د مومنانو نه د مشرکانو سره په جنګ کولو کې وروسته د دې نه چې دوی ته دا واضحه شوه چې دا جنګ واقع کیدونکی دی، ګویا کې دوی مرګ ته بوتلل کیږي او دوی دې مرګ ته ښکاره ګوري، او دا د دوی د سخت بد ګنلو د وجې نه جنګ لره؛ ځکه چې دوی دې جنګ ته تیاری ندی نیولی، او نه یې ورته سامان د جنګ برابر کړی.
التفاسير العربية:
وَاِذْ یَعِدُكُمُ اللّٰهُ اِحْدَی الطَّآىِٕفَتَیْنِ اَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّوْنَ اَنَّ غَیْرَ ذَاتِ الشَّوْكَةِ تَكُوْنُ لَكُمْ وَیُرِیْدُ اللّٰهُ اَنْ یُّحِقَّ الْحَقَّ بِكَلِمٰتِهٖ وَیَقْطَعَ دَابِرَ الْكٰفِرِیْنَ ۟ۙ
او یادکړئ -ای جګړه کوونکو مومنانو- کله چې الله تعالی ستاسو سره وعده وکړه چې یقینا تاسو لره به کامیابي وي په یوې له دوو ډلو د مشرکانو نه، او هغه به یا قافله وي او هغه مال به وي چې د دې قافلې سره دی نو تاسو به یې د غنیمت په ډول واخلئ، یا به تاسو هغوی ته وروځئ نو جنګ به ورسره کوئ او په هغوی به کامیابیږئ، او تاسو دا خوښه ګڼئ چې تاسو پدې قافلې باندې کامیاب شئ ځکه چې په دې باندې تاسو په آسانئ غلبه کولئ شئ پغیر د جنګ نه، او الله تعالی غواړي چې ښکاره کړي حق لره په امر کولو سره تاسو ته په جنګ سره، نو عاقبت دا دی چې تاسو به د مشرکانو مشران ووژنئ، او د هغوی نه به ډیر بندیان کړئ د دې لپاره چې د اسلام طاقت او قوت ښکاره شي.
التفاسير العربية:
لِیُحِقَّ الْحَقَّ وَیُبْطِلَ الْبَاطِلَ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُوْنَ ۟ۚ
د دې لپاره چې الله تعالی غالب کړي حق لره په غالبه کولو د اسلام او د مسلمانانو، او هغه داسې چې ښکاره کړي شواهد د هغه په ریښتنولۍ، او روښانه کړي بطلان د باطل په هغو دلیلونو چې د دې لپاره یې ښکاره کوي، او اګر که مشرکان دې لره بد ګڼي، نو پس الله تعالی دې لره ښکاره کوونکی دی.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• ينبغي للعبد أن يتعاهد إيمانه ويُنمِّيه؛ لأن الإيمان يزيد وينقص، فيزيد بفعل الطاعة وينقص بضدها.
بنده لره پکار دي چې خپل ایمان ته پاملرنه وکړي او هغه زیات کړي؛ ځکه چې ایمان زیاتیږي او کمیږي، نو د نیکیو په کولو سره زیاتیږي او د هغې په ضد (ګناهونو) سره کمیږي.

• الجدال محله وفائدته عند اشتباه الحق والتباس الأمر، فأما إذا وضح وبان فليس إلا الانقياد والإذعان.
جنګ او جګړه د حق د ګډوډ کیدلو په وخت کې راپیداکیږي او هماغلته يې فایدې هم وي، نو کله چې خبره ښکاره او واضحه شي نو بیا غاړه کیښودل او تسلیمیدل لازمي دي.

• أَمْر قسمة الغنائم متروك للرّسول صلى الله عليه وسلم، والأحكام مرجعها إلى الله تعالى ورسوله لا إلى غيرهما.
د غنیمتونو د ویشلو حکم پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته پریښودل شوی دی، او د احکامو مرجع الله تعالی او د هغه پیغمبر ته ده، نه بل چاته.

• إرادة تحقيق النّصر الإلهي للمؤمنين؛ لإحقاق الحق وإبطال الباطل.
اراده د پلي کیدلو د حقیقي کامیابۍ مومنانو لره؛ لپاره د ښکاره کولو د حقانیت د حق او باطلوالي د باطل.

اِذْ تَسْتَغِیْثُوْنَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ اَنِّیْ مُمِدُّكُمْ بِاَلْفٍ مِّنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ مُرْدِفِیْنَ ۟
او یاده کړئ د بدر د غزا ورځ کله چې تاسو له الله تعالی څخه مرسته وغوښته په کامیابۍ سره ستاسو په دښمن باندې، نو الله تعالی ستاسو دعا قبوله کړه داسې چې ستاسو مدد به کوي -ای مومنانو- او مرسته به کوي ستاسو سره په زر پرښتو باندې، پرلپسي به یو بل پسې راتلونکې وي.
التفاسير العربية:
وَمَا جَعَلَهُ اللّٰهُ اِلَّا بُشْرٰی وَلِتَطْمَىِٕنَّ بِهٖ قُلُوْبُكُمْ ؕ— وَمَا النَّصْرُ اِلَّا مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟۠
او الله تعالی نه وه ګرځولې دا مرسته کول ستاسو سره په ملایکو باندې مګر زیری ستاسو لپاره -ای مومنانو- چې یقینا دا به ستاسو مدد کوونکي وي په مقابل د دښمن ستاسو کې، او د دې لپاره چې په ارام شي زړونه ستاسو داسې چې یقین کوونکي وي په کامیابۍ باندې، او نشته کامیابي په ډیروالي د عدد سره، او په پوره والي د سامان الاتو سره، بلکې کامیابي د الله تعالی له طرفه ده، بیشکه الله تعالی زورور دی په خپله بادشاهۍ کې، هیڅوک پرې نشي غالب کیدلی، د حکمت والا دی په خپله شرعه او تقدیر کې.
التفاسير العربية:
اِذْ یُغَشِّیْكُمُ النُّعَاسَ اَمَنَةً مِّنْهُ وَیُنَزِّلُ عَلَیْكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ مَآءً لِّیُطَهِّرَكُمْ بِهٖ وَیُذْهِبَ عَنْكُمْ رِجْزَ الشَّیْطٰنِ وَلِیَرْبِطَ عَلٰی قُلُوْبِكُمْ وَیُثَبِّتَ بِهِ الْاَقْدَامَ ۟ؕ
او یاد کړئ -ای مومنانو-! کله چې الله تعالی په تاسو باندې پرکالي اچوله لپاره د امن د هغې ویرې د وجې نه چې تاسو ته رسیدلی وه ستاسو د دښمن نه، او رالیږه یې په تاسو باران دبره نه؛ د دې لپاره چې تاسو پاک کړي د بې اودسۍ نه (پلیتۍ نه)، او د دې لپاره چې لرې کړي ستاسو نه وسوسې د شیطان، او د دې لپاره چې مضبوط کړي په دې سره زړونه ستاسو؛ عاقبت دادی چې ستاسو بدنونه به دښمن سره د مخامخ کیدو په وخت کې کلک شي، او د دې لپاره چې کلک شي په دې باران سره قدمونه په سختوالي د شګلوړې ځمکې سره تردې چې قدمونه (پښې) پکې خویه نشي.
التفاسير العربية:
اِذْ یُوْحِیْ رَبُّكَ اِلَی الْمَلٰٓىِٕكَةِ اَنِّیْ مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ؕ— سَاُلْقِیْ فِیْ قُلُوْبِ الَّذِیْنَ كَفَرُوا الرُّعْبَ فَاضْرِبُوْا فَوْقَ الْاَعْنَاقِ وَاضْرِبُوْا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ ۟ؕ
کله چې ستا رب وحې وکړه -ای پیغمبره- هغو ملایکو ته چې الله تعالی په هغوی سره په بدر کې د مومنانو مرسته کړې وه: بیشکه زه ستاسو سره یم -ای ملایکو- په مرسته او ملاتړ سره، نو تاسو د مومنانو ارادې کلکې کړئ په جنګ کولو د دښمن د هغوی سره، خامخا زر دی زه به د کافرانو په زړونو کې سخته ویره واچوم؛ نو تاسو ووهئ -ای مومنانو- څټونه د کافرانو د دې لپاره چې مړه شي، او د هغوی اندامونه او د بدن غړي ووهئ چې ستاسو سره د جنګ کولو نه کیني.
التفاسير العربية:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ شَآقُّوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ۚ— وَمَنْ یُّشَاقِقِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ فَاِنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟
دا سزا چې کافرانو ته رسیږي د وژلو او د اندامونو د وهلو نه د دې وجه دا ده چې دوی د الله تعالی او د هغه د پیغمبر خلاف کړی، نو عمل يې ندی کړی په هغه څه چې دوی ته پرې امر شوی دی، او ندي منع شوي له هغه څه نه چې دوی ترې منعه شوي وو، او څوک چې پدې کې د الله تعالی او د هغه د پیغمبر خلاف کوي نو بیشکه الله تعالی د سختې سزا ورکوونکی دی ده لره په دنیا کې په وژلو او بندي کولو سره، او په اخرت کې په اور سره.
التفاسير العربية:
ذٰلِكُمْ فَذُوْقُوْهُ وَاَنَّ لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابَ النَّارِ ۟
دا ذکر شوی عذاب خو ستاسو لپاره دی -ای خلاف کوونکو د الله تعالی او د هغه د پیغمبر- نو وڅکئ تاسو دې لره چې په تلوار سره درکړی شوی تاسو ته په دنیا کې، او په آخرت کې ستاسو لپاره د اور عذاب دی که چیرته تاسو ستاسو په کفر او ضد کې مړه شوئ.
التفاسير العربية:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا لَقِیْتُمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا زَحْفًا فَلَا تُوَلُّوْهُمُ الْاَدْبَارَ ۟ۚ
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، کله چې تاسو په جنګ کې د کافرانو سره مخامخ شئ او نږدې یاست یو بل ته نو د هغوی نه ماتې مه خورئ، او خپلې شاګانی هغوی ته د تېښتې په حال کې مه اړوئ، بلکې د هغوی په مخ کې کلک شئ، او د هغوی په مخامخ کیدلو باندې صبر وکړئ، بیشکه الله تعالی ستاسو سره دی په خپلې مرستې او ملاتړ سره.
التفاسير العربية:
وَمَنْ یُّوَلِّهِمْ یَوْمَىِٕذٍ دُبُرَهٗۤ اِلَّا مُتَحَرِّفًا لِّقِتَالٍ اَوْ مُتَحَیِّزًا اِلٰی فِئَةٍ فَقَدْ بَآءَ بِغَضَبٍ مِّنَ اللّٰهِ وَمَاْوٰىهُ جَهَنَّمُ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟
او چاچې وګرځوله دوی ته شا خپله د تېښتې په حال کې چې د دوی جنګ ته راګرځیدونکی نه و داسې چې دوی ته دا خپل تښتېدل وښايي خو په اصل کې دا یو چل وي، او دا په دوی باندې حمله کول غواړي، او نه وي یوځای کیدونکی په هغه ځای کې د موجوده مسلمانانو ډلې سره چې مرسته ورڅخه وغواړي؛ نو بیشکه دا راوګرځیده په غضب سره د الله تعالی له طرفه، او د دې مستحق شو، او په آخرت کې د ده ځای د جهنم اور دی، او ډیر بد ځای دی د ورتللو د ده، او ډیر بد دی ځای د ورګرځیدلو د ده.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• في الآيات اعتناء الله العظيم بحال عباده المؤمنين، وتيسير الأسباب التي بها ثبت إيمانهم، وثبتت أقدامهم، وزال عنهم المكروه والوساوس الشيطانية.
په دې آیتونو کې د الله تعالی لویه پاملرنه ده د خپلو مومنو بندګانو حال ته، او د هغو اسبابو اسانتیا ده چې په هغې سره د هغوی ایمان مضبوط شو، او د هغوی قدمونه ورسره کلک شول، او د دوی نه بدي او د شیطان وسوسې لرې کړی شوې.

• أن النصر بيد الله، ومن عنده سبحانه، وهو ليس بكثرة عَدَدٍ ولا عُدَدٍ مع أهمية هذا الإعداد.
بیشکه بریا د الله تعالی په لاس کې ده، او د هغه له طرفه ده، او دا بریا د نفرو او امکاناتو په ډیروالي سره نده، اګر چې دا شیان هم اړین دي.

• الفرار من الزحف من غير عذر من أكبر الكبائر.
د جنګ څخه تښتېدل پرته له عذر نه د لویو ګناهونو څخه دي.

• في الآيات تعليم المؤمنين قواعد القتال الحربية، ومنها: طاعة الله والرسول، والثبات أمام الأعداء، والصبر عند اللقاء، وذِكْر الله كثيرًا.
په آیتونو کې مومنانو ته د جنګ د قواعدو او ضوابطو ښودنه ده، چې ځینې له هغې دا دي: د الله تعالی او د پیغمبر تابعداري، او د دښمن مخې ته کلک ودریدل، او د مخامخ کیدو په وخت کې صبر کول، او د الله تعالی ډیر یادول.

فَلَمْ تَقْتُلُوْهُمْ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ قَتَلَهُمْ ۪— وَمَا رَمَیْتَ اِذْ رَمَیْتَ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ رَمٰی ۚ— وَلِیُبْلِیَ الْمُؤْمِنِیْنَ مِنْهُ بَلَآءً حَسَنًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
نو نه دي وژلي -ای مومنانو- د بدر د جنګ په ورځ تاسو مشرکینو لره ستاسو په طاقت او قوت سره، بلکې الله تعالی ستاسو سره په دې کې مرسته او مدد کړی دی، او تا مشرکان و نه وېشتل -ای پیغمبره- کله چې دې ویشتل هغوی، بلکې الله تعالی هغه ذات دی چې هغوی يې وویشتل کله چې ستا ګذار یې هغوی ته ورساوه، نو عاقبت دا دی چې امتحان به وکړي الله تعالی په مومنانو د هغو نعمتونو په وجه چې په دوی یې کړي لکه کامیابول د هغوی په خپل دښمن باندې سره لدې نه چې دوی پکې و د کموالي د عدد او د تیاریو نه د دې لپاره چې د الله تعالی شکر ادا کړي، بیشکه الله تعالی اوریدونکی دی ستاسو دعاوو او ویناګانو لره، پوهه دی ستاسو په عملونو، او په هغه څه چې ستاسو په هغه کې خیر وي.
التفاسير العربية:
ذٰلِكُمْ وَاَنَّ اللّٰهَ مُوْهِنُ كَیْدِ الْكٰفِرِیْنَ ۟
دا چې بیان شو د وژلو د مشرکینو نه، او ویشتل د هغوی تر دې چې ناکام شول او په شا وتختیدل، او ښېګڼه کول د مومنانو سره په کامیابولو د دوی په خپل دښمن باندې؛ دا ټول د الله تعالی له طرفه وو، او بیشکه الله تعالی کمزوری کوونکی دی چل ول د کافرانو لره؛ هغوی چې اسلام ته چلونه جوړوي.
التفاسير العربية:
اِنْ تَسْتَفْتِحُوْا فَقَدْ جَآءَكُمُ الْفَتْحُ ۚ— وَاِنْ تَنْتَهُوْا فَهُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ ۚ— وَاِنْ تَعُوْدُوْا نَعُدْ ۚ— وَلَنْ تُغْنِیَ عَنْكُمْ فِئَتُكُمْ شَیْـًٔا وَّلَوْ كَثُرَتْ ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ مَعَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟۠
که تاسو غواړئ -ای مشرکینو- دا چې الله تعالی خپل عذاب او سزا په ظالمانو او تیري کوونکو باندې راولي نو بیشکه په تاسو يې راوستلی هغه عذاب چې تاسو غوښتلی، نو په تاسو یې داسې قسم عذاب رالیږلی چې سزا وه ستاسو لپاره او عبرت و لپاره د پرهیزګارانو، او که چیرته تاسو بند شئ د دې د غوښتلو نه نو دا به ستاسو لپاره ډیره غوره وي، نو شاید چې هغه تاسو ته مهلت درکړی وي او په تلوار سره یې ستاسو نه غچ نه وي اخیستلی، او که چیرته تاسو راوګرځئ د دې غوښتلو ته او د مسلمانانو سره جنګ کولو ته نو مونږ به راوګرځو په عذاب راوستلو سره په تاسو باندې او کامیابئ د مومنانو ته، او څه فایده به درنه کړي تاسو ته ستاسو ډله او نه ستاسو ملګري او اګر که دا ډیر تعداد او ډیرو تیاریو والا وي سره د کم عدد د مومنانو نه، او بیشکه الله تعالی د مومنانو سره دی په مرسته او تایید سره، او د چا سره چې الله تعالی وي نو په هغه باندې هیڅوک هم نشي کامیابیدلی.
التفاسير العربية:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَلَا تَوَلَّوْا عَنْهُ وَاَنْتُمْ تَسْمَعُوْنَ ۟
ای هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر پیروي موکړی، تابعداري وکړئ د الله تعالی او د هغه د پیغمبر په عملي کولو د هغه د امر او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، او تاسو د هغه نه مخ مه اړوئ د هغه د امر په مخالفت سره او د هغه په منهیاتو عمل کولو سره، او حال دا چې تاسو د الله تعالی آیتونه اورئ چې په تاسو لوستل کیږي.
التفاسير العربية:
وَلَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ قَالُوْا سَمِعْنَا وَهُمْ لَا یَسْمَعُوْنَ ۟ۚ
او تاسو مه کیږئ -ای مومنانو- د هغو منافقانو او مشرکانو په څېر چې کله په دوی باندې د الله تعالی آیتونه ولوستل شي دوی وايې: مونږ اوریدلي په خپلو غوږونو سره هغه چې پر مونږ لوستل کیږي له قرآن کریم څخه، او دوی نه اوري اوریدل د سوچ او پند اخیستلو؛ چې دوی فایده واخلي په هغه څه چې دوی اوریدلي.
التفاسير العربية:
اِنَّ شَرَّ الدَّوَآبِّ عِنْدَ اللّٰهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِیْنَ لَا یَعْقِلُوْنَ ۟
بیشکه بدتر د هغه چا نه چې حرکت کوي په مخ د ځمکه باندې د مخلوقاتو نه د الله تعالی په نزد هغه څوک دي چې کاڼه دي هغوی حق نه اوري په اوریدلو د قبولیت سره، ګونګیان دي حق نه وايې، پس نو دوی هغه څوک دي چې د الله تعالی په حکمونو او منهیاتو نه پوهیږي.
التفاسير العربية:
وَلَوْ عَلِمَ اللّٰهُ فِیْهِمْ خَیْرًا لَّاَسْمَعَهُمْ ؕ— وَلَوْ اَسْمَعَهُمْ لَتَوَلَّوْا وَّهُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟
او که چیرته الله تعالی دا ګڼلې وای چې په دې دروغ ګڼونکو مشرکینو کې خیر شته نو خامخا به يې دوی ته اورول کړی وی داسې اورول چې دوی پرې فایده اخیستلې وی، او د دې په وجه دوی په دلیلونو او معجزو پوهه شوي وی، خو لیکن الله تعالی پوهیږي چې په دوی کې خیر نشته، او که چیرته الله پاک دوی ته دا اورولی وی -فرضا- نو خامخا دوی به د حسد له وجې نه د ایمان نه مخ اړولی و، او حال دا چې دوی مخ اړوونکي دي.
التفاسير العربية:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اسْتَجِیْبُوْا لِلّٰهِ وَلِلرَّسُوْلِ اِذَا دَعَاكُمْ لِمَا یُحْیِیْكُمْ ۚ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَحُوْلُ بَیْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهٖ وَاَنَّهٗۤ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟
ای هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، ومنئ حکم د الله تعالی او د هغه د پیغمبر په غاړه کېښودلو سره د هغوی امرونو ته او په ځان ساتلو سره د هغه څه نه چې هغوی ترې منعه کړې ده، کله چې راوبلي تاسو هغه څه ته چې په هغه کې ستاسو زندګي وي د حق نه، او یقین وکړئ چې بیشکه الله تعالی قدرت لرونکی دی په هر یو شي باندې، نو هغه په دې هم قادر دی چې پرده واچوي ستاسو او د حق د قبلولو تر منځ کله چې تاسو دا وغواړئ وروسته لدې نه چې تاسو دا رد کړی دی، نو تاسو بیړه وکړئ دې ته، او پوهه شئ چې بیشکه تاسو به یوازې الله تعالی ته ورجمع کیږئ د قیامت په ورځ، نو تاسو لره به سزا درکوي ستاسو په هغو عملونو چې تاسو په دنیا کې کړي دي.
التفاسير العربية:
وَاتَّقُوْا فِتْنَةً لَّا تُصِیْبَنَّ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْكُمْ خَآصَّةً ۚ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟
او ځان وساتئ -ای مومنانو- د هغه عذاب نه چې په تاسو کې یوازې ګناهګار ته نه رسیږي، بلکې ګناهګار او غیر ګناهګار ټولو ته رسیږي، او دا هغه وخت چې کله ظلم ډير شي نو څوک يې نه بدلوي (نه بندوي)، او یقین وکړئ چې بیشکه الله تعالی سخت عذاب والا دی هغه چا ته چې نافرماني يې کوي؛ نو د هغه د نافرمانۍ څخه ځان وساتئ.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• من كان الله معه فهو المنصور وإن كان ضعيفًا قليلًا عدده، وهذه المعية تكون بحسب ما قام به المؤمنون من أعمال الإيمان.
الله تعالی چې د چا سره وي نو هغه کامیاب دی او اګر که تعداد یې کم وي، او دا د الله شتوالی د هر مومن سره د هغه د عملونو مطابق وي.

• المؤمن مطالب بالأخذ بالأسباب المادية، والقيام بالتكليف الذي كلفه الله، ثم يتوكل على الله، ويفوض الأمر إليه، أما تحقيق النتائج والأهداف فهو متروك لله عز وجل.
مومن په دې مکلف دی چې مادي اسباب وکاروي، او هغه کار وکړي په کوم چې الله تعالی مکلف کړی، بیا به په الله تعالی توکل کوي، او هغه ته به خپل ټول کار سپاري، هر چې د هدف او د اخري نتیجي ښکاره کیدل دي نو هغه الله تعالی ته پریښودونکي دي.

• في الآيات دليل على أن الله تعالى لا يمنع الإيمان والخير إلا عمَّن لا خير فيه، وهو الذي لا يزكو لديه هذا الإيمان ولا يثمر عنده.
په آیتونو کې دلیل دی په دې خبره چې بیشکه الله تعالی ایمان او خیر نه منع کوي مګر د هغه چا نه چې په هغه کې خیر نه وي، او دا هغه کس دی چې د هغه سره دا ایمان نه زیاتیږي او نه ورسره څه فایده ورکوي.

• على العبد أن يكثر من الدعاء: يا مقلب القلوب ثبِّت قلبي على دينك، يا مُصرِّف القلوب اصرف قلبي إلى طاعتك.
بنده ته لازم دي چې دا دعا ډیره ووايې: ای د زړونو اړوونکیه زما زړه ستا په دین باندې مضبوط کړه، ای د زړونو اړوونکیه زما زړه ستا تابعدارۍ ته واړوه.

• أَمَرَ الله المؤمنين ألا يُقِرُّوا المنكر بين أظهرهم فيعُمَّهم العذاب.
الله تعالی مومنانو ته امر کړی چې د ګناه په کار باندې په خپلو کې چپ پاتې نشي کنه الله تعالی به ټولو ته عذاب ورکړي.

وَاذْكُرُوْۤا اِذْ اَنْتُمْ قَلِیْلٌ مُّسْتَضْعَفُوْنَ فِی الْاَرْضِ تَخَافُوْنَ اَنْ یَّتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَاٰوٰىكُمْ وَاَیَّدَكُمْ بِنَصْرِهٖ وَرَزَقَكُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
او یاد کړئ -ای مومنانو- کله چې تاسې په مکه کې د لږ تعداد والا وئ، کمزوري ګڼلئ تاسې د مکې والاو، او په تاسو به يې زرو زیاتی کاوه، تاسو ویریدلئ لدې نه چې ستاسو دښمنان به تاسو په تلوار سره راونیسي، نو الله تعالی تاسو جمع کړئ داسې یوځای ته چې تاسو هغه ته پناه وړله چې هغه مدینه وه، او ستاسو مرسته يې وکړه ستاسو په کامیابولو سره ستاسو په دښمنانو باندې د جنګ په ځایونو کې لکه د بدر مقام، او تاسې لره يې روزي درکړه، د بیلګي په توګه هغه غنیمتونه چې تاسو د بدر په جنګ د خپلو دښمنانو څخه واخیستل، د دې لپاره چې د الله تعالی شکر ادا کړئ د هغه په نعمتونو، نو هغه به يې تاسو لره زیات کړي، او تاسو د هغې ناشکري مه کوئ نو ستاسو څخه به يې واخلي، او عذاب به درله درکړي.
التفاسير العربية:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَخُوْنُوا اللّٰهَ وَالرَّسُوْلَ وَتَخُوْنُوْۤا اَمٰنٰتِكُمْ وَاَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
ای هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، خیانت مه کوئ د الله تعالی او د پیغمبر سره په پریښودلو د عملي کولو د اوامر د هغوی او په ځان نه ساتلو د هغو له منهیاتو څخه، او تاسو خیانت مه کوئ په هغه څه کې چې تاسو پرې امانت دار ټاکل شوي یاست د دین او نورو شیانو نه، او حال دا چې تاسو پوهیږئ چې بیشکه چې تاسو چې کوم کار کوئ دا خیانت دی؛ نو تاسو به د خیانت ګرو څخه شئ.
التفاسير العربية:
وَاعْلَمُوْۤا اَنَّمَاۤ اَمْوَالُكُمْ وَاَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ ۙ— وَّاَنَّ اللّٰهَ عِنْدَهٗۤ اَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟۠
او پوه شئ -ای مومنانو- چې بېشکه ستاسو مالونه او بچي یقینا دا د الله تعالی له طرفه ازمیښت او امتحان دی تاسو لره، نو کیدای شي دا تاسو لره د آخرت لپاره تیاری کولو څخه بند کړي، او تاسو په خیانت کولو مجبور کړي، او پوه شئ چې بیشکه خاص الله تعالی سره لوی ثوابونه دي، نو تاسو مه پاتې کوئ د خپلو مالونو او بچو په مراعت کولو سره د ځان څخه دا ثواب او د هغوی له وجې خیانت مه کوئ.
التفاسير العربية:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنْ تَتَّقُوا اللّٰهَ یَجْعَلْ لَّكُمْ فُرْقَانًا وَّیُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَیِّاٰتِكُمْ وَیَغْفِرْ لَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ ۟
ای هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، پوه شئ چې بیشکه که تاسو د الله تعالی څخه وویریږئ داسې چې د هغه حکمونه ومنئ او د هغه له نواهیو څخه ځان وژغورئ نو دربه کړي تاسو ته هغه څه چې تاسو پرې د حق او باطل ترمنځ فرق کولی شئ، نو په تاسو به دواړه نه ګډوډ کیږي، او لرې به کړي ستاسو نه هغه ګناهونه چې تاسو کړي، او ستاسو واړه ګناهونه به هم دروبخښي، او بیشکه الله تعالی د لوی فضل والا دی، او د هغه د لوی فضل څخه هغه جنتونه دي چې د خپلو پرهیزګارانو بندګانو لپاره يې تیار کړي دي.
التفاسير العربية:
وَاِذْ یَمْكُرُ بِكَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِیُثْبِتُوْكَ اَوْ یَقْتُلُوْكَ اَوْ یُخْرِجُوْكَ ؕ— وَیَمْكُرُوْنَ وَیَمْكُرُ اللّٰهُ ؕ— وَاللّٰهُ خَیْرُ الْمٰكِرِیْنَ ۟
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې جرګې کولې ستا په خلاف مشرکینو د دې لپاره چې تاته چل جوړ کړي ستاسو په بندي کولو او یا په وژلو او ستا په شړلو سره ستا له ښار نه بل ښار ته، او تا ته يې چلونه جوړول او الله تعالی د هغوی چلونه په هغوی باندې راګرځوي، او الله تعالی تدبیر جوړوي، او هغه غوره له تدبیر جوړوونکو څخه دی.
التفاسير العربية:
وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا قَالُوْا قَدْ سَمِعْنَا لَوْ نَشَآءُ لَقُلْنَا مِثْلَ هٰذَاۤ ۙ— اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
او کله چې ولوستل شي په دوی باندې آیتونه زمونږ دوی د حق سره د ضد له وجې نه او د تکبر له وجې نه وايې: بیشکه اوریدلی و مونږ د دې په شان مخکې لدې نه، که چیرته مونږ غوښتلی وی چې د دې قران په شان ووایو نو مونږ به ویلی وی، ندی دا قران چې مونږ اوریدلی مګر د پخوانیو خلکو دروغ دي؛ نو مونږ هیڅکله په دې باندې ایمان نه راوړو.
التفاسير العربية:
وَاِذْ قَالُوا اللّٰهُمَّ اِنْ كَانَ هٰذَا هُوَ الْحَقَّ مِنْ عِنْدِكَ فَاَمْطِرْ عَلَیْنَا حِجَارَةً مِّنَ السَّمَآءِ اَوِ ائْتِنَا بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مشرکینو وویل: ای الله که چیرته هغه دین چې محمد پرې راتګ کړی حق وي نو ته راووروه په مونږ باندې کاڼي له اسمانه چې مونږ هلاک کړي، او یا مونږ لره سخت عذاب راکړه، دوی دا خبرې د زیات انکار او مخ اړولو له وجې نه کړې وې.
التفاسير العربية:
وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیُعَذِّبَهُمْ وَاَنْتَ فِیْهِمْ ؕ— وَمَا كَانَ اللّٰهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ یَسْتَغْفِرُوْنَ ۟
او ندی الله تعالی چې عذاب ورکړي ستا امت ته -برابره خبره ده که چا ستا دعوت منلی او که نه يي دی منلی (مسلمانان دی که کافران)- په داسې یو عذاب سره چې د دوی جرړي وباسي او ته -ای محمده- ژوندی يې د دوی ترمنځ يې، نو ستا شتوالی د دوی تر منځ دوی لره له عذاب څخه ژغورونکي دي، او ندی الله تعالی چې دوی ته عذاب ورکړي او حال دا چې دوی د الله تعالی څخه د خپلو ګناهونو بخښنه غواړي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الشكر نعمة عظيمة يزيد بها فضل الله تعالى، وينقص عند إغفالها.
شکر یو لوی نعمت دی چې په دې سره د الله تعالی فضل او مهرباني نوره هم زیاتیږي، او د هغه نه د بې پروايۍ په وخت کې کمیږي.

• للأمانة شأن عظيم في استقامة أحوال المسلمين، ما ثبتوا عليها وتخلقوا بها، وهي دليل نزاهة النفس واعتدال أعمالها.
د مسلمانانو د حالاتو په برابروالي کې د امانت دارۍ ډیر لوی شان دی، ترڅو چې دوی پدې باندې عمل وکړي او هغه په اخلاقو کې راولي، او دا د نفس د پاکوالي او د هغه د کارونو د برابروالي دلیل دی.

• ما عند الله من الأجر على كَفِّ النفس عن المنهيات، خير من المنافع الحاصلة عن اقتحام المناهي لأجل الأموال والأولاد.
هغه اجر چې د الله تعالی سره دی د ګناه نه د ځان ساتلو په مقابل کې، دا ډیر غوره دی د هغو فایدو څخه کومې چې د مالونو او بچو له وجې د منهیاتو د کولو څخه حاصلیږي.

• في الآيات بيان سفه عقول المعرضين؛ لأنهم لم يقولوا: اللَّهُمَّ إن كان هذا هو الحق من عندك فاهدنا إليه.
په دې ایتونو کې بیان د کم عقلۍ د مخ اړوونکو دی؛ ځکه چې هغوی داسې نه وو ویلي: ای الله که چیرته دا ستا له طرفه حق وي نو مونږ ته پرې هدایت رانصیب کړه.

• في الآيات فضيلة الاستغفار وبركته، وأنه من موانع وقوع العذاب.
په دې آیتونو کې د استغفار فضیلت او برکت دی، او دا چې یقینا دا د عذاب نه د ژغورل کېدو سبب دی.

وَمَا لَهُمْ اَلَّا یُعَذِّبَهُمُ اللّٰهُ وَهُمْ یَصُدُّوْنَ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَمَا كَانُوْۤا اَوْلِیَآءَهٗ ؕ— اِنْ اَوْلِیَآؤُهٗۤ اِلَّا الْمُتَّقُوْنَ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
او څه شی د دوی له عذاب څخه منع کول کوي حال دا چې دوی کړي هغه څه چې دوی د عذاب مستحق شوي د بندولو د دوی خلکو لره د مسجد حرام نه د طواف کولو او د لمونځ کولو نه پدې کې؟ او ندي مشرکان د الله تعالی دوستان، نو ندي دوستان د الله تعالی مګر نیکان خلک هغوی چې ویریږي د هغه نه په عملي کولو د حکمونو د هغه او په ځان ساتلو سره د نواهیو د هغه څخه، خو لیکن ډیر مشرکان په دې نه پوهیږي کله چې دوی دعوه کوي چې ګویا کې دوی د دې دوستان دي، او حال دا چې دوی د الله تعالی دوستان نه دي.
التفاسير العربية:
وَمَا كَانَ صَلَاتُهُمْ عِنْدَ الْبَیْتِ اِلَّا مُكَآءً وَّتَصْدِیَةً ؕ— فَذُوْقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُوْنَ ۟
او نه وو لمونځ د مشرکینو د مسجد حرام په خوا کې مګر شپیلي وهل او چک چکي کول وو، نو وڅکئ -ای مشرکینو- عذاب په وژلو او بندي کیدلو سره د بدر په ورځ ستاسو د کفر له وجې نه په الله تعالی باندې، او ستاسو د دروغ ګڼلو نه د هغه پیغمبر لره.
التفاسير العربية:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ لِیَصُدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— فَسَیُنْفِقُوْنَهَا ثُمَّ تَكُوْنُ عَلَیْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ یُغْلَبُوْنَ ؕ۬— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِلٰی جَهَنَّمَ یُحْشَرُوْنَ ۟ۙ
بیشکه هغه کسان چې په الله تعالی يې کفر کړی؛ خرچ کوي مالونو خپلو لره لپاره د بندولو د خلکو د الله تعالی له دین څخه، نو زر دی چې دوی به خرچ کوي دې مالونو لره او حال دا دی چې نه به پوره کیږي دوی لره هغه څه چې دوی يې غواړي، بیا به عاقبت د دوی د مالونو د خرچ کولو افسوس وي؛ د وجې د تللو د مالونو د دوی او د وجې د نه حاصلیدلو د مقصود د دوی، بیا به دوی ناکام کړی شي په کامیابیدلو د مومنانو په دوی باندې، او بیشکه هغه کسان چې کفر يې کړی په الله تعالی باندې راجمع کیدلی به شي جهنم ته د قیامت په ورځ، نو ورننویستلی به شي جهنم ته؛ همیشه به وي په دې کې همیشه.
التفاسير العربية:
لِیَمِیْزَ اللّٰهُ الْخَبِیْثَ مِنَ الطَّیِّبِ وَیَجْعَلَ الْخَبِیْثَ بَعْضَهٗ عَلٰی بَعْضٍ فَیَرْكُمَهٗ جَمِیْعًا فَیَجْعَلَهٗ فِیْ جَهَنَّمَ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟۠
بوتللی به شي دا کافران- هغوی چې خرچ کول يې خپل مالونه د الله تعالی له لارې څخه د بندولو لپاره- اور د جهنم ته د دې لپاره چې الله تعالی جلا کړي د کافرانو خبیثه ډله د مومنانو له پاکي ډلې نه، او د دې لپاره چې خبیث خلک او کارونه او مالونه د یو بل دپاسه ډیری کړي، نو بیا به وګرځوي دې لره په اور د جهنم کې، بیشکه خاص هم دغه کسان تاوانیان دي؛ ځکه چې همدوی خپل ځانونه او خپل خاندانونه تاوانیان کړي د قیامت په ورځ.
التفاسير العربية:
قُلْ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ یَّنْتَهُوْا یُغْفَرْ لَهُمْ مَّا قَدْ سَلَفَ ۚ— وَاِنْ یَّعُوْدُوْا فَقَدْ مَضَتْ سُنَّتُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
ووایه -ای پیغمبره- هغو کسانو ته چې کفر یې کړي په الله تعالی او د هغه په پیغمبر ستا د قوم نه: که چیرته بند شي دوی دخپل کفر نه په الله تعالی او د هغه په پیغمبر، او د بندولو د دوی د لارې د الله تعالی نه هغه چا لره چې ایمان يې پرې راوړی؛ وبه بخښي دوی ته الله تعالی هغه ګناهونه چې دوی کړي، نو اسلام چې دی ختموي هغه ګناهونه چې مخکې چا کړي وي، او که چیرته دوی راوګرځي خپل کفر ته نو بیشکه تیره شوې طریقه د الله تعالی په پخوانیو خلکو کې هغه داسې وه چې کله دوی نسبت د دروغو کړی و او په دې یې همیشوالی کړی و په تلوار سره يې ورته سزا ورکړې.
التفاسير العربية:
وَقَاتِلُوْهُمْ حَتّٰی لَا تَكُوْنَ فِتْنَةٌ وَّیَكُوْنَ الدِّیْنُ كُلُّهٗ لِلّٰهِ ۚ— فَاِنِ انْتَهَوْا فَاِنَّ اللّٰهَ بِمَا یَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
او جنګ وکړئ -ای مومنانو- ستاسو د دښمنانو سره د کافرانو نه تر دې چې پاتي نشي شرک او نه بندول مسلمانانو لره د الله تعالی د دین نه، او شي دین او تابعداري خاص الله تعالی ته چې هیڅ شریک ورله پکې نه وي، نو که چیرته کافران بند شول د هغه شرک او بندولو د الله تعالی د لارې نه نو بیا دوی پریږدئ، نو بیشکه الله تعالی خبردار دی د دوی په عملونو، پټ نشي پاتې کیدلی په دې باندې هیڅ یو پټ شي.
التفاسير العربية:
وَاِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ مَوْلٰىكُمْ ؕ— نِعْمَ الْمَوْلٰی وَنِعْمَ النَّصِیْرُ ۟
او که چیرته دوی مخ واړاوه له هغه څه نه چې دوی ته پرې امر شوی د ځان ساتلو د کفر نه او د خلکو د منع کولو نه د الله تعالی د لارې نه، نو تاسو یقین وکړئ -ای مومنانو- چې بیشکه الله تعالی ستاسو مدد کوونکی دی په دوی باندې، ډیر ښه دوست دی د هغه چا چې دوستي ورسره وکړي، او ډیر ښه مددګار دی د هغه چا چې مدد ورسره وکړي، نو د چا سره چې دوستي وکړي نو دا کامیاب شو، او د چا سره چې مدد وکړي نو یقینا دا کامیاب شو.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الصد عن المسجد الحرام جريمة عظيمة يستحق فاعلوه عذاب الدنيا قبل عذاب الآخرة.
د مسجد حرام نه خلک بندول ډیره لویه ګناه ده چې د دې کار کوونکي په دنیا کې د عذاب مستحق دي مخکې د اخرت له عذاب نه.

• عمارة المسجد الحرام وولايته شرف لا يستحقه إلّا أولياء الله المتقون.
د مسجد حرام آبادول او د هغه خدمت کول ډیر لوی شرف دی چې حقدار د دې نه ګرځي مګر د الله تعالی پرهیزګاران دوستان.

• في الآيات إنذار للكافرين بأنهم لا يحصلون من إنفاقهم أموالهم في الباطل على طائل، وسوف تصيبهم الحسرة وشدة الندامة.
په ایتونو کې ویره ورکول دي کافرانو لره داسې چې دوی نشي حاصلولی د دوی د خرچ کولو نه خپلو مالونو لره په باطله لار کې څه فایده، او زر دی چې دوی ته به پښیمانتیا او سخت افسوس ورسیږي.

• دعوة الله تعالى للكافرين للتوبة والإيمان دعوة مفتوحة لهم على الرغم من استمرار عنادهم.
د الله تعالی له طرفه بلنه ده کافرانو ته د توبې او ایمان طرف ته خلاصه بلنه سره د دوی د همیشه ضد او عناد نه.

• من كان الله مولاه وناصره فلا خوف عليه، ومن كان الله عدوًّا له فلا عِزَّ له.
د چا چې الله تعالی دوست او مددګار وي نو په دې باندې هیڅ ویره نشته، او د چا چې الله تعالی دښمن وي نو د دې هیح عزت او قدر نشته.

وَاعْلَمُوْۤا اَنَّمَا غَنِمْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَاَنَّ لِلّٰهِ خُمُسَهٗ وَلِلرَّسُوْلِ وَلِذِی الْقُرْبٰی وَالْیَتٰمٰی وَالْمَسٰكِیْنِ وَابْنِ السَّبِیْلِ ۙ— اِنْ كُنْتُمْ اٰمَنْتُمْ بِاللّٰهِ وَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلٰی عَبْدِنَا یَوْمَ الْفُرْقَانِ یَوْمَ الْتَقَی الْجَمْعٰنِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
پوه شئ -ای مومنانو-بیشکه هغه څه چې تاسو د الله تعالی په لار کې په جهاد باندې د کافرانو څخه په زوره واخیست، نو دا به پنځه برخې کیږي؛ څلور برخې یې په مجاهدینو ویشل کېږي او پنځمه برخه چې پاتې شوه هغه به بیا پنځه برخې کیږې یوه برخه به یې د الله او د رسول لپاره وي هغه به د مسلمانانو په عمومي فايدو کې مصرفیږي، او یوه برخه به یې د نبي-صلی الله علیه وسلم-د خپلوانو لپاره وي چې هغه د هاشم او د مطلب اولاده ده او بله برخه به د یتیمانو لپاره وي او بله برخه به د فقیرانو او مسکینانو وي او بله برخه به د هغه مسافرو لپاره وي چې لارې پرې پرې شوي، که چېرې پر الله تعالی او پر هغه څه چې پر محمد صلی الله علیه وسلم یې د بدر په ورځ نازل کړي باور لرئ چې په دغه ورځ یې د حق او باطل تر منځ جدایې راوستې وه هغه وخت چې الله تاسو سره د دښمن په مقابل کې مرسته وکړه، دغه الله چې تاسو سره یې مرسته کړې وه پر هر څه قدرت لري.
التفاسير العربية:
اِذْ اَنْتُمْ بِالْعُدْوَةِ الدُّنْیَا وَهُمْ بِالْعُدْوَةِ الْقُصْوٰی وَالرَّكْبُ اَسْفَلَ مِنْكُمْ ؕ— وَلَوْ تَوَاعَدْتُّمْ لَاخْتَلَفْتُمْ فِی الْمِیْعٰدِ ۙ— وَلٰكِنْ لِّیَقْضِیَ اللّٰهُ اَمْرًا كَانَ مَفْعُوْلًا ۙ۬— لِّیَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَنْ بَیِّنَةٍ وَّیَحْیٰی مَنْ حَیَّ عَنْ بَیِّنَةٍ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَسَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟ۙ
رایاد کړئ-مومنانو-کله چې وئ تاسو په نزدې غاړه د کندې مدینې طرف ته او مشرکین په هغه لرې غاړه دکندې وو مدینې طرف ته او قافله تاسو څخه ښکته د بحر غاړې ته نزدې وه که تاسو او مشرکینو یو د بل سره وعده کړې وای چې په بدر کې به مخامخ کیږو ضروربه خلاف کړی وای ځینو ستاسو د ځینو سره لیکن الله تعالی یوځای کړئ تاسوپه بدرکې په غیر د وعدې نه ددې لپاره چې پوره کړي فیصله کړای شوی کار چې هغه د مومنانو مدد او د کافرانو شرمول او د خپل دین پیاوړي کول او د شرک ذلیله کول دي او د دې لپاره چې مړ شي هغه چې مري ددوي نه پس دقايمولو د حجت نه په هغه باندې په سبب د غلبې د مومنانو په کافرانو سره د کموالي د کسانو او د وسايلو او ژوندي به پاتې شي څوک چې ژوندي پاتي شو سره د واضحه دلیل نه چې الله تعالی ورته ښکاره کړ پس پاتې به نه شي د هیچا دپاره د الله تعالی په وړاندې څه دلیل[عذر]چې الله تعالی ته یې پیش کړي الله تعالی د هر چا خبرې اوري او د هر چا په کارونو پوه دی، هیڅ شی د دوی د خبرو او د کارونو نه د الله تعالی څخه نه شي پټیدای او الله تعالی به هغوي ته په هغې جزا ورکړي.
التفاسير العربية:
اِذْ یُرِیْكَهُمُ اللّٰهُ فِیْ مَنَامِكَ قَلِیْلًا ؕ— وَلَوْ اَرٰىكَهُمْ كَثِیْرًا لَّفَشِلْتُمْ وَلَتَنَازَعْتُمْ فِی الْاَمْرِ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ سَلَّمَ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
یاد کړه-ای پېغمبره- د الله تعالی د نعمتونو څخه په تا او په مومنانو کله چې الله تعالی مشرکین ښودلي وو تاته په خوب کې لږ او بیا دې مومنانو ته د دې خبر ورکړ، هغوي په دې ډیرخوشحاله شول او د هغوی سره یې د جنګ ارادې مضبوطې شوې که الله تعالی مشرکین په خوب کې ډیر درښودلی وای ضرور به ستا د ملګرو ارادې کمزورې شوې وې او د جنګ څخه به بیریدلې وای، لیکن الله تعالی د دې څخه روغ وساتل او د ناکامۍ څخه یې وژغورل پس هغوي یې د رسول-صلی الله علیه وسلم- په سترګو کې لږ وښودل بیشکه الله تعالی پوه دی په هغه څه چې زړونه یې ساتي او په هغه څه چې نفسونه یې پټوي.
التفاسير العربية:
وَاِذْ یُرِیْكُمُوْهُمْ اِذِ الْتَقَیْتُمْ فِیْۤ اَعْیُنِكُمْ قَلِیْلًا وَّیُقَلِّلُكُمْ فِیْۤ اَعْیُنِهِمْ لِیَقْضِیَ اللّٰهُ اَمْرًا كَانَ مَفْعُوْلًا ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ ۟۠
رایاد کړئ-ای مومنانو-هغه وخت کله چې تاسو له مشرکانو سره مخامخ شوئ نو لږ یې وښودل تاسو ته، او الله زړور کړئ تاسو په حمله کولو پر مشرکینو په وخت د جنګ کې اولږ یې وښودئ تاسو د هغوی په سترګو کې، پس راوړاندې شول هغوی هم ستاسو جنګ ته او پر شا ګرځېدل یې په فکرکې هم نه راتله د دې لپاره چې پوره کړي الله هغه کار چې فیصله یې کړای شوې وه، لپاره دبدلې اخیستلو د مشرکینو څخه په قتلولو او بندیانولو [د مومنانو په لاس] او د نعمت ور کولو لپاره مومنانوته په مدد او غلبې سره په دشمنانو او یو الله ته ورګرځي ټول کارونه، پس بد عمله ته به د هغه د بدۍ سزا ورکړي او نیک عمله ته به د هغه د نیک عمل اجرورکړي.
التفاسير العربية:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا لَقِیْتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُوْا وَاذْكُرُوا اللّٰهَ كَثِیْرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟ۚ
ای هغه کسانو چې په الله یې ایمان راوړی او د هغه د رسول تابعداري یې کړې کله چې مخامخ شوئ یوې ډلې د کافرانو سره کلک شئ په وخت د جنګ کې هغوي سره او مه بزدله کیږئ او الله ډیر یادوئ او دعاګانې ور څخه غواړئ هغه د هغوی پر ضد تاسو سره د مرستې ځواک لري په دې هیله چې تاسو ته هغه څه در ورسيږي چې غواړئ یې، او له هغه څه مو وژغوري چې تاسو ترې ډارېږئ.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الغنائم لله يجعلها حيث شاء بالكيفية التي يريد، فليس لأحد شأن في ذلك.
غنیمتونه خاص د الله دي، څنګه یې چې وغواړي هماغسې تصرف په کې کوي د هیچا کار په کې نشته.

• من أسباب النصر تدبير الله للمؤمنين بما يعينهم على النصر، والصبر والثبات والإكثار من ذكر الله.
د بریا له لاملونو څخه دا دی چې الله تعالی د مومنانو چارې داسې برابروي چې هغوی سره د هغوی په بریاليتوب صبر، ثابت قدمۍ او د الله تعالی په ډیر ډیر یادولو کې مرسته وکړي.

• قضاء الله نافذ وحكمته بالغة وهي الخير لعباد الله وللأمة كلها.
د الله پرېکړه نافذه ده اوحکمت یې کمال ته رسیدلی چې د الله بندګانو او ټول امت لپاره خیر دی.

وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَلَا تَنَازَعُوْا فَتَفْشَلُوْا وَتَذْهَبَ رِیْحُكُمْ وَاصْبِرُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ مَعَ الصّٰبِرِیْنَ ۟ۚ
په خپلو ویناوو او کړنو او ټولو حالاتو کې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پېروي وکړئ، او په خپلو نظریاتو کې اختلاف مه کوئ، ځکه چې اختلاف ستاسو د کمزورتیا او بې زړه توب لامل ګرځي، او ستاسي قوت او ځواک وړي، او دښمن سره د جنګ پر مهال صبر وکړئ بیشکه دالله تعالی مرسته او تایید د صبر کوونکو سره مل دي، او چا سره چې الله مل شو نو له شک پرته هماغه برلاسی او بریالی دی.
التفاسير العربية:
وَلَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ خَرَجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ بَطَرًا وَّرِئَآءَ النَّاسِ وَیَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا یَعْمَلُوْنَ مُحِیْطٌ ۟
اومه کیږئ په شان د هغه مشرکینو چې راوتي وو د مکې نه په تکبر او ځان ښودنه کې خلکوته او بندول یې خلک د الله د دین نه او منعه کول یې د داخلیدونه په هغې کې او الله به هغه څه چې دوی یې کوي راګیروونکی دی پټ نه پاتې کیږي په الله باندې هیڅ شی د دوی د عملونو نه اوضرور به بدله ورکړي په هغې باندې.
التفاسير العربية:
وَاِذْ زَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ وَقَالَ لَا غَالِبَ لَكُمُ الْیَوْمَ مِنَ النَّاسِ وَاِنِّیْ جَارٌ لَّكُمْ ۚ— فَلَمَّا تَرَآءَتِ الْفِئَتٰنِ نَكَصَ عَلٰی عَقِبَیْهِ وَقَالَ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّنْكُمْ اِنِّیْۤ اَرٰی مَا لَا تَرَوْنَ اِنِّیْۤ اَخَافُ اللّٰهَ ؕ— وَاللّٰهُ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟۠
رایاد کړئ -ای مومنانو-د الله تعالی د نعمتونو نه په تاسو کله چې ښايسته کړي وو شیطان کافرو ته بد عملونه د هغوی او رازړور کړي یې وو په جنګ د مسلمانانو او ویلي یې وو ورته چې نشته نن ورځ په تاسو باندې څوک زورور او زه هم ستاسو مرستندوی او پناه درکوونکی یم د دښمن څخه، کله چې مخامخ شوې هغه دوه ډلې، د مومنانو له ډلې سره ملايکو مرسته کوله او د مشرکینو ډلې سره هغه شیطان وو چې ضرور یې وشرمول، شیطان شا واړوله په تیښته او ویې ویل بیشکه زه بیزاره یم د ستاسو نه یقینا زه هغه ملايک ګورم، کوم چې د مؤمنانو د مدد لپاره راغلي، بیشکه زه ویریږم په هلاکت خپل، او الله تعالی سخت عذاب ورکولو والا ذات دی او د هغه د عذاب توان هېڅوک نلري.
التفاسير العربية:
اِذْ یَقُوْلُ الْمُنٰفِقُوْنَ وَالَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ غَرَّ هٰۤؤُلَآءِ دِیْنُهُمْ ؕ— وَمَنْ یَّتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ فَاِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
رایادکړئ کله چې ویلي وو منافقانو او ضعیفه مؤمنانو:دوکه کړي دې مسلمانانولره دین ددوی هغه چې وعده کوي د دوی سره په مدد په خلاف د دښمن د دوی سره د لږوالي د عدد او د کمزورو وسايلو او سره د ډیروالي د دښمن په تعداد کې او سره د مضبوطو مهماتو د هغوی او په دې نه دي پوه دا کافر بیشکه د چا چې بروسه وي په یو الله او کلک باور لري د الله تعالی په هغه وعده د مدد چې د ده سره یې کړېده چې یقینا الله دده مدد کوونکی دی او هیڅکله به ونه شرموي هغه لره هر څومره چې هغه کمزوری وي الله زورور دی هیڅوک ورباندې زورور نشته او حکمت والا ذات دی پخپله فیصله او شریعت کې.
التفاسير العربية:
وَلَوْ تَرٰۤی اِذْ یَتَوَفَّی الَّذِیْنَ كَفَرُوا الْمَلٰٓىِٕكَةُ یَضْرِبُوْنَ وُجُوْهَهُمْ وَاَدْبَارَهُمْ ۚ— وَذُوْقُوْا عَذَابَ الْحَرِیْقِ ۟
که لیدلای وای تا-ای پیغمبره-هغه کسان چې کفر یې کړی و په الله او د هغه په رسول کله چې اخلي ملائک روحونه د هغوي په داسې حال کې چې راکاږي ورڅخه روحونه او وهي یې په مخونو کله چې ورته مخامخ وي او په شاګانوکله چې شا ورواړوي اوتښتي او ورته وایې:وڅکئ-ای کافرو-سوزوونکی عذاب که دا حالت وګورې خاماخا یو لوی شان والا کار به وګورې.
التفاسير العربية:
ذٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْكُمْ وَاَنَّ اللّٰهَ لَیْسَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ ۟ۙ
دا دردوونکی عذاب په وخت د اخیستلو د روحونو ستاسو کې-ای کافرو-او دا سوزوونکی عذاب ستاسو لپاره په قبرونو او اخرت کې سبب د دې هغه څه دي چې کړي لاسونو ستاسو په دنیا کې پس الله تعالی په خلکو ظلم نه کوي بیشکه فیصله کوي په مینځ ددوی کې په عدل سره پس الله فیصله کوونکی دی په انصاف سره.
التفاسير العربية:
كَدَاْبِ اٰلِ فِرْعَوْنَ ۙ— وَالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ فَاَخَذَهُمُ اللّٰهُ بِذُنُوْبِهِمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ قَوِیٌّ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟
او دا عذاب یواځې ددې کافرو پورې ځانګړی نه و، بلکه دا د الله تعالی روانه طریقه ده د ټولو کافرو سره په هر وخت او هرځای کې، په تحقیق سره رسیدلای و دغسې عذاب فرعونیانو ته او هغه امتونو ته چې پخوا د هغوی څخه وو کله یې چې د الله تعالی په آیتونو کفر کړی وو رانیولي وو الله په سبب د ګناهونو د هغوی نیول د زورور او باقدرته ذات، الله ورباندې خپل عذاب نازل کړی و، بیشکه الله قوي دی څوک ورباندې زورورکیدای نه شي او څوک ورباندې قوي کیدای نه شي، سخت عذاب ورکولو والا ذات دی هغه چاته چې نافرماني کړیده.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• البَطَر مرض خطير ينْخَرُ في تكوين شخصية الإنسان، ويُعَجِّل في تدمير كيان صاحبه.
لویې کول یو خطرناک مرض دی چې دانسان شخصیت ورستوي او ډیر ژر یې ابادي ورنړوي.

• الصبر يعين على تحمل الشدائد والمصاعب، وللصبر منفعة إلهية، وهي إعانة الله لمن صبر امتثالًا لأمره، وهذا مشاهد في تصرفات الحياة.
صبر د سختیو او ستونزو په اوچتولو کې کومک کوي او د صبر یوه الاهي فايده شته هغه د الله تعالی توفیق ورکول دي هغه چاته چې صبر یې کړی وي په منلو د خپل حکم او دا په سترګو لیدلې شوې فایده ده د ژوند په ټولوچارو کې.

• التنازع والاختلاف من أسباب انقسام الأمة، وإنذار بالهزيمة والتراجع، وذهاب القوة والنصر والدولة.
شخړه او مخالفت د ملت د تقسیم لاملونه دي، او د ماتې خوړلو، وروسته پاتې کېدو ، د بریا او دولت له لاسه ورکول دي.

• الإيمان يوجب لصاحبه الإقدام على الأمور الهائلة التي لا يُقْدِم عليها الجيوش العظام.
ایمان خپل خاوند اړ باسي چې خورا لوی کارونه ترسره کړي، هغه کارونه چې لويې لښکرې یې نشي تر سره کولای.

ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ لَمْ یَكُ مُغَیِّرًا نِّعْمَةً اَنْعَمَهَا عَلٰی قَوْمٍ حَتّٰی یُغَیِّرُوْا مَا بِاَنْفُسِهِمْ ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟ۙ
د دې سخت عذاب سبب دا و چې بیشکه الله تعالی په یو قوم د یو نعمت پیرزو وکړي د خپل طرف نه، بیرته یې ورڅخه نه اخلي تر څو چې هغه قوم خپل ښه حالت په بد حالت نه وې بدل کړی، ایمان او د الله تعالی دحکمونو تابعداري او د نعمتونو شکر یې په کفر او د الله تعالی په نافرمانۍاو د هغه د نعمتونو په ناشکرۍ نه وي بدل کړی او بیشکه الله تعالی همیشه اوري خبرې دبنده ګانو او همیشه پوه دی د هغوی په کارونو او هیڅ شی د هغوی د خبرو او د کارونو څخه په الله تعالی پټ نه دی.
التفاسير العربية:
كَدَاْبِ اٰلِ فِرْعَوْنَ ۙ— وَالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ فَاَهْلَكْنٰهُمْ بِذُنُوْبِهِمْ وَاَغْرَقْنَاۤ اٰلَ فِرْعَوْنَ ۚ— وَكُلٌّ كَانُوْا ظٰلِمِیْنَ ۟
شان د دې کافروپه شان د نورو دی چاچې کفر کړی و په الله لکه-فرعونیان-او هغه امتونه چې نسبت د درواغو یې کړی و مخکې د هغوي نه، نسبت ددرواغویې کړی و ایتونو د رب خپل ته پس هلاک کړي وو الله تعالی په سبب د ګناهونو د هغوي او هلاک کړي وو الله تعالی فرعونیان په غرقولو په بحر کې اوټول فرعونیان او پخواني امتونه ظالمان وو په سبب د کفر کولو د هغوی په الله او په سبب د شرک د هغوی د الله تعالی سره نو طلب کړی یې و په دې وجه عذاب د الله پس الله تعالی هم ورباندې واقع کړ.
التفاسير العربية:
اِنَّ شَرَّ الدَّوَآبِّ عِنْدَ اللّٰهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۖۚ
بیشکه بدترین د هغه موجوداتو نه چې حرکت کوي په ځمکه هغه کسان دي چې کفر یې کړی په الله او د هغه په پیغمبرانو او ایمان نه راوړي اګر که هر قسم نښه [معجزه] ورته راشي د وجې د ادامې ورکولو خپل کفر ته بیشکه ټول وسايل د هدايت د دوی فلج شوي:عقل،اوریدل،او لیدل[دا دهدایت وسایل وو الله ورکړي وو خو په کار یې وانه اچول].
التفاسير العربية:
اَلَّذِیْنَ عٰهَدْتَّ مِنْهُمْ ثُمَّ یَنْقُضُوْنَ عَهْدَهُمْ فِیْ كُلِّ مَرَّةٍ وَّهُمْ لَا یَتَّقُوْنَ ۟
هغه کسان چې غوټه شوي وو د هغوی سره لوظونه اوکلکې وعدې لکه-بنو قریظه-بیا به یې ماتول خپل لوظونه بار بار او د الله تعالی څخه نه بیریدل نو پخپلو وعدو یې پوره والی هم نه کاوه اوضروري یې نه ګڼلې هغه کلکې وعدې چې ورڅخه اخیستل شوې وې.
التفاسير العربية:
فَاِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِی الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِمْ مَّنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ یَذَّكَّرُوْنَ ۟
که چیرته مخامخ شوې د دوی سره-ای پیغمبره-په جنګ کې د هغه کسانو سره چې دا وعدې ماتوي سخته عبرتناکه سزا ورکړه تر دې چې نور یې په حال خبر شي او عبرت ورڅخه واخلي نو هغوی به ستا د جنګ او د ستا په خلاف ستا د دښمنانو غالبه کولوڅخه په تا وبیریږي.
التفاسير العربية:
وَاِمَّا تَخَافَنَّ مِنْ قَوْمٍ خِیَانَةً فَانْۢبِذْ اِلَیْهِمْ عَلٰی سَوَآءٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْخَآىِٕنِیْنَ ۟۠
که چیرته وبیریدې-ای پیغمبره-د هغه قوم نه چې وعده یې درسره کړې وه؛ د دوکې اویا د وعدې د ماتولو نه په یوه علامه چې ښکاره شوه تاته نو خبر ورکړه هغوی ته په ماتولو د وعدې تر دې چې برابرشې هغوی ستا سره په خبرتیا کې په ماتولو د وعدې او ته مه مخکې کیږه په خیانت کې په هغوی باندې مخکې د هغوی د خبرولو نه، بیشکه د وعدې په ماتولوکې پټه غبته(سیالي)خیانت دی اوالله مینه نه کوي د خاینانوسره بلکه بغض ورسره کوي نو د خیانت څخه وبیریږه.
التفاسير العربية:
وَلَا یَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا سَبَقُوْا ؕ— اِنَّهُمْ لَا یُعْجِزُوْنَ ۟
ګمان دې نه کوي کافران چې بیشکه دوی خلاص شول د الله تعالی د عذاب نه او یا یې اړولی دی هغې لره، یقینا دوی نه ورڅخه خلاصیدای شي او نه یې د ځانه څخه اړولای شي، بلکه دوی ته رسیدلای او ورپورې نښتی.
التفاسير العربية:
وَاَعِدُّوْا لَهُمْ مَّا اسْتَطَعْتُمْ مِّنْ قُوَّةٍ وَّمِنْ رِّبَاطِ الْخَیْلِ تُرْهِبُوْنَ بِهٖ عَدُوَّ اللّٰهِ وَعَدُوَّكُمْ وَاٰخَرِیْنَ مِنْ دُوْنِهِمْ ۚ— لَا تَعْلَمُوْنَهُمْ ۚ— اَللّٰهُ یَعْلَمُهُمْ ؕ— وَمَا تُنْفِقُوْا مِنْ شَیْءٍ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ یُوَفَّ اِلَیْكُمْ وَاَنْتُمْ لَا تُظْلَمُوْنَ ۟
پوه شئ-ای مومنانو-څومره چې ستاسوتوان وي په تیارولو د کسانو او د اسلحو لکه نښه ویشتل، تیار کړئ دې کافرانوته هغه اسونه چې تاسو بند کړي د الله په لار کې نو بیروئ تاسو په دې سره د الله دښمنان او ستاسو دښمنان د هغه کافرانو څخه چې انتظار کوي په تاسو د بدو حوادثو او بیروئ په دې سره نورکافران چې هغوی تاسو ته نه دي معلوم او نده معلومه تاسو ته دهغوی هغه دښمني چې پټه کړې یې ده تاسو ته په زړونو کې بلکه یو الله پوه دی په هغوی او پوهه دی په هغه څه چې هغوی یې پټوي په خپلو زړونو کې او هغه څه چې تاسو یې خرچه کوئ د څه مال نه که هغه لږ وي او که ډیر وي، د هغې پر ځای الله تعالی تاسو ته نور پریږدي په دنیاکې او درکوي تاسو ته د هغې پوره ثواب په آخرت کې نه نیمګړی، پس تلوار وکړئ مال خرچه کولو ته دالله تعالی په لارکې.
التفاسير العربية:
وَاِنْ جَنَحُوْا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
که دوی مایل شول صلحې ته او تاسره یې جنګ کول پریښودل، نو ته هم مایل شه-ای پیغمبره-صلحې ته او معاهده ورسره وکړه او په الله تعالی ځان وسپاره او د الله تعالی په ساتنه کلک باور ولره هېڅکله الله تا نه شرموي بیشکه دا الله همیشه دبنده ګانو خبرې اوري او همیشه د هغوی په نیتونو او عملونو پوه دی.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• من فوائد العقوبات والحدود المرتبة على المعاصي أنها سبب لازدجار من لم يعمل المعاصي، كما أنها زجر لمن عملها ألا يعاودها.
هغه حدونه قایمول او سزاګانې ورکول چې په ګناهونو مرتب شوي د هغې د فایدو څخه یوه دا ده چې دا به سبب شي د منعه کولو د دې ګناه نه هغه چا لپاره چې دا ګناه یې نه ده کړې لکه څنګه چې سبب به شي د هغه چا لپاره چې کړې یې ده لیکن عادت به یې نه جوړوي.

• من أخلاق المؤمنين الوفاء بالعهد مع المعاهدين، إلا إن وُجِدت منهم الخيانة المحققة.
د مومنانو د اخلاقو څخه دا دي چې د چا سره یې چې کومه وعده کړې په هغې به وفادار وي مګر که د هغه جانب مقابل نه حقیقي خیانت وموندل شو.

• يجب على المسلمين الاستعداد بكل ما يحقق الإرهاب للعدو من أصناف الأسلحة والرأي والسياسة.
مسلمانانو باندې واجب دي چې د دښمن په وړاندې هر ډول چمتووالی ولري، له هر ډول اسلحې نظریاتو او سیاست درلودونکي وي چې دښمن پرې وویروي.

• جواز السلم مع العدو إذا كان فيه مصلحة للمسلمين.
د دښمن سره روغه جوړه کول جایز دي، کله چې په هغې کې د مسلمانانو لپاره ګټه وي.

وَاِنْ یُّرِیْدُوْۤا اَنْ یَّخْدَعُوْكَ فَاِنَّ حَسْبَكَ اللّٰهُ ؕ— هُوَ الَّذِیْۤ اَیَّدَكَ بِنَصْرِهٖ وَبِالْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۙ
که قصدکړی و هغوی په میلان کولو صلحې ته او په پریښولو د جنګ د دوکه کولوستا-ای پیغمبره-په دې صلحه ددې لپاره چې تیاری ونیسي ستا د جنګ بیشکه الله تعالی پوره دی ستا لپاره د هغوی د مکر او د دوکې په مقابل کې او الله هغه ذات دی چې ته یې مضبوط کړی یې پخپل مدد او مضبوط کړی یې ته په مرسته د مومنانو د مهاجرینو او انصارو نه.
التفاسير العربية:
وَاَلَّفَ بَیْنَ قُلُوْبِهِمْ ؕ— لَوْ اَنْفَقْتَ مَا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا مَّاۤ اَلَّفْتَ بَیْنَ قُلُوْبِهِمْ ۙ— وَلٰكِنَّ اللّٰهَ اَلَّفَ بَیْنَهُمْ ؕ— اِنَّهٗ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
اوالله تعالی یوځای کړي وو زړونه د هغه مومنانوچې ستا مدد یې ورباندې کړی وو پس له هغې چې هغه جدا وو که خرچه کړای وای تا هغه مال چې په ځمکه کې دی د دې لپاره چې ته ددوی دا ټوټه ټوټه زړونه رایوځای کړې تابه نه و را یو ځای کړي، لیکن یو الله تعالی رایوځای کړل، بیشکه الله تعالی پخپله پاچاهۍ کې زورور دی هېڅوک پرې زورور کیدای نه شي او حکمت والا ذات دی پخپله فیصله، تدبیر او شریعت کې.
التفاسير العربية:
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ حَسْبُكَ اللّٰهُ وَمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟۠
ای نبي بیشکه الله تعالی پوره دی د دښمنانو د شر په مقابل کې او ستا په ملګرتوب کې د مومنانو هم کافي دی، پس پر الله بروسه او اعتماد وکړه.
التفاسير العربية:
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِیْنَ عَلَی الْقِتَالِ ؕ— اِنْ یَّكُنْ مِّنْكُمْ عِشْرُوْنَ صٰبِرُوْنَ یَغْلِبُوْا مِائَتَیْنِ ۚ— وَاِنْ یَّكُنْ مِّنْكُمْ مِّائَةٌ یَّغْلِبُوْۤا اَلْفًا مِّنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَفْقَهُوْنَ ۟
ای نبي مؤمنان جګړې ته وهڅوه او تیز یې کړه په هغه څه چې مضبوط کړي مورال د دوی او په حرکت راولي د هغوي همتونه؛ که چیرته شي ستاسو نه-ای مومنانو-شل جنګیالي صبر کوونکي په خلاف د کافرانو غالبه به شي په دوه سوه کافرو اوکه شي ستاسو نه سل جنګیالي غالب به شي په زرو کافرو دا په دې وجه چې یقیناکافران داسې قوم دی چې نه پوهیږي په دې چې د الله طریقه دا ده چې د خپلو دوستانو مدد کوي او دښمنان ذلیله کوي او کافران د جنګ هدف نه پیژني هغوی یوازې د دنیایې پرمختګ لپاره جنګیږي.
التفاسير العربية:
اَلْـٰٔنَ خَفَّفَ اللّٰهُ عَنْكُمْ وَعَلِمَ اَنَّ فِیْكُمْ ضَعْفًا ؕ— فَاِنْ یَّكُنْ مِّنْكُمْ مِّائَةٌ صَابِرَةٌ یَّغْلِبُوْا مِائَتَیْنِ ۚ— وَاِنْ یَّكُنْ مِّنْكُمْ اَلْفٌ یَّغْلِبُوْۤا اَلْفَیْنِ بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ مَعَ الصّٰبِرِیْنَ ۟
اوس الله درڅخه پیټی سپک کړ -ای مومنانو- د هغې کمزورۍ له امله چې په تاسې کې ده، نو پر تاسو یې د مهربانۍ له مخې درڅخه پیټی سپک کړ، نو ویې منله چې ستاسو څخه یو تن دې د لسو پر ځای د دوو کافرو په وړاندې وجنګیږي، که چېرته ستاسو څخه سل تنه صبرکوونکي جنګیالي وي دوی به پر دوه سوو برلاسي شي او که چیرته ستاسو څخه زر صابره وي نو د الله جل جلاله په امر به په دوه زرو برلاسي شي، او الله جل جلاله په ملاتړ او مرستې کې د خپلو صابره مؤمنو بندګانو ملګری دی.
التفاسير العربية:
مَا كَانَ لِنَبِیٍّ اَنْ یَّكُوْنَ لَهٗۤ اَسْرٰی حَتّٰی یُثْخِنَ فِی الْاَرْضِ ؕ— تُرِیْدُوْنَ عَرَضَ الدُّنْیَا ۖۗ— وَاللّٰهُ یُرِیْدُ الْاٰخِرَةَ ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
نه دي مناسب پیغمبر لره چې وي دې د هغه لپاره بندیان د هغه کافرو نه چې جنګیدل د هغه سره، تردې چې په هغوی کې قتل ډیر کړي ددې لپاره چې په زړونو کې یې ویره راشي، چې بیا د پیغمبر جنګ ته زړه ښه نه کړي تاسواراده لرئ-ای مومنانو-په نیولو د بندیانو د بدر چې فدیه ترې واخلئ، او الله د آخرت اراده لري چې هغه د دین سره په مرستې کولو او پیاوړي کولو سره لاس ته راځي او الله زورور دی په ذات اوصفاتو او غلبه کې، هیڅوک ورباندې برلاسی کیدای نه شي او حکمت والا دی پخپله اندازه او پخپل شریعت کې.
التفاسير العربية:
لَوْلَا كِتٰبٌ مِّنَ اللّٰهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِیْمَاۤ اَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟
که نه وای لیکل د الله چې مخکې په هغې فیصله شوې او اندازه شوې چې بیشکه الله حلال کړي ستاسو لپاره غنیمتونه او روا کړې یې ده ستاسو لپاره فدیه د بندیانو نو خامخا رسیدلی به و تاسو ته سخت عذاب د الله له طرفه په سبب د هغه غنیمت او هغه فدیې د بندیانو چې اخیستې وه تاسو مخکې د نازلیدلو د وحې نه د الله له طرفه په رواوالي دهغې.
التفاسير العربية:
فَكُلُوْا مِمَّا غَنِمْتُمْ حَلٰلًا طَیِّبًا ۖؗ— وَّاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠
پس خورئ-ای مومنانو-د هغه مال نه چې نیولی مو دی له کافرو څخه په غنیمت کې؛ هغه حلال دی ستاسو لپاره او د الله نه وویریږئ په منلو د اوامرو او ځان ساتلو د نواهیو نه بیشکه الله بخښوونکی دی خپلو مؤمنو بنده ګانو ته، همیشه رحم کوونکی دی په هغوی.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• في الآيات وَعْدٌ من الله لعباده المؤمنين بالكفاية والنصرة على الأعداء.
په آیتونو کې دالله جل جلاله ژمنه ده د خپلو مؤمنو بندګانو سره چې هغه به تاسې لره کافي وي او په غلیم به مو برلاسي کوي.

• الثبات أمام العدو فرض على المسلمين لا اختيار لهم فيه، ما لم يحدث ما يُرَخِّص لهم بخلافه.
پر مسلمانانو فرض دي چې د دښمن پر وړاندې ثابت قدمه پاتې شي او پدې چاره کې دوی ته واک نشته، تر دې چې هغه څه راپېښ نه شي چې دوی ته د دې عکس اجازه ورکړي.

• الله يحب لعباده معالي الأمور، ويكره منهم سَفْسَافَها، ولذلك حثهم على طلب ثواب الآخرة الباقي والدائم.
الله تعالی د خپلو مومنو بنده ګانو لپاره د اوچتو مرتبو والاکارونه خوښوي او دهغه ناوړه مرتبو والاکارونه ورته بدګڼي لدې امله یې هڅولي دي په لټولو د ثواب د اخرت چې هغه همیشه اوبې پایانه دی.

• مفاداة الأسرى أو المنّ عليهم بإطلاق سراحهم لا يكون إلا بعد توافر الغلبة والسلطان على الأعداء، وإظهار هيبة الدولة في وجه الآخرين.
د بندیانو څخه فدیه اخیستل او یا پرې د منت کولو له مخې خوشي کول روا ندي تر دې چې پوره برلاسیتوب او حاکمیت پر دښمن نه وي تر سره شوی، او تر دې چې د دولت هیبت په نورو باندې نه وې پریوتی، یعنې کله چې دا کارونه وشول بیا نو له بندیانو څخه د فدیې اخستل او یا یې احسانا خوشي خوشي کول روا دي.

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ قُلْ لِّمَنْ فِیْۤ اَیْدِیْكُمْ مِّنَ الْاَسْرٰۤی ۙ— اِنْ یَّعْلَمِ اللّٰهُ فِیْ قُلُوْبِكُمْ خَیْرًا یُّؤْتِكُمْ خَیْرًا مِّمَّاۤ اُخِذَ مِنْكُمْ وَیَغْفِرْ لَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
ای نبي ووایه د مشرکانو هغه بندیانو ته چې تاسو د بدر په ورځ نیولي او ستاسو په لاسونو کې پریوتي دي:که ستاسو په زړونو کې او یا ستاسو په نیتونو کې څه خیر او صلاح د الله تعالی په علم کې وي د هغه مال په باره کې چې ستاسو نه په فدیه کې واخیستلی شو. نو مه خفه کیږئ هغه مال پسې چې ستاسو څخه په فدیه کې اخیستل شوی دی، الله تعالی به درته ستاسو ګناهونه او الله بخښوونکی دی چې څوک ورته توبه وباسي له خپلو بنده ګانونه او تل ورباندې رحم کوونکی دی، او په تحقیق سره ریښتینې شوه دا وعده د الله د عباس-رضی الله عنه-دنبي-صلی الله علیه وسلم-د کاکا سره او غیر له هغه نه نوروکسانو سره هم چې ایمان یې راوړی و.
التفاسير العربية:
وَاِنْ یُّرِیْدُوْا خِیَانَتَكَ فَقَدْ خَانُوا اللّٰهَ مِنْ قَبْلُ فَاَمْكَنَ مِنْهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
که چیرته دوی ارداه لري -ای محمده -د خیانت کولو تاسره په هغه وینا چې تاته یې ښکاره کوي په تحقیق سره خیانت کړی و دوی د الله سره مخکې لدې نه او په تحقیق سره مرسته کړې وه تاسره الله ددوی پر خلاف، نو قتل شوي وو ددوی نه هغه چې قتل شوي وو او بندیان شوي وو هغه چې بندیان شوي وو پس انتظار دې کوي د دغې سختې سزا که بیادې ناوړه عمل ته راوګرځیدل او الله پوه دی پخپل مخلوق او په هغه څه چې په هغې دوی اصلاح کیږي او حکمت والا ذات دی پخپل تدبیر کې.
التفاسير العربية:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَهَاجَرُوْا وَجٰهَدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَالَّذِیْنَ اٰوَوْا وَّنَصَرُوْۤا اُولٰٓىِٕكَ بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍ ؕ— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَلَمْ یُهَاجِرُوْا مَا لَكُمْ مِّنْ وَّلَایَتِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ حَتّٰی یُهَاجِرُوْا ۚ— وَاِنِ اسْتَنْصَرُوْكُمْ فِی الدِّیْنِ فَعَلَیْكُمُ النَّصْرُ اِلَّا عَلٰی قَوْمٍ بَیْنَكُمْ وَبَیْنَهُمْ مِّیْثَاقٌ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
بیشکه هغه کسانو چې ایمان یې راوړی په الله او ریښتونی یې ګڼلی د هغه رسول اوعمل یې کړی د هغه په شریعت او هجرت یې کړی د کفري ملک نه اسلامي ملک ته او یا هغه ځای ته چې د الله تعالی عبادت هغه ځای کې کولای شي په امن او امان او جهاد یې کړی په مالونو او ځانونو د پاره د اوچتولو د الله د کلمې[توحید]او هغه کسانو چې دې مهاجرینوته یې ځای ورکړی پخپلو کورونو کې او د هغوی مرسته یې کړې - دا مهاجرین او هغه کسان چې د هغوی مرسته یې کړې د دې کورونو والا ځینې د دوی دوستان دي د ځینو نورو په مرسته کولو کې او هغه کسانو چې ایمان یې راوړی په الله او هجرت یې ندی کړی د دار الکفر نه دار الاسلام ته؛ نشته په تاسو-ای مومنانو-چې د هغوی مرسته وکړئ او حمایه یې کړئ ترڅو چې هجرت وکړي د الله په لیار کې او که کافرانو ورباندې ظلم کړی وو او ستاسو څخه یې مرسته وغوښته بیا یې مرسته وکړئ د دښمن پر خلاف، مګر که وه ستاسو او د دښمن په منځ کې وعده او نه یې وه ماته کړې او الله په هغه څه چې تاسو یې کوئ لیدونکی دی هیڅ شی ورباندې پټ نه دی ستاسو د عملونو څخه او ژر دی سزا به درکړي په هغې.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍ ؕ— اِلَّا تَفْعَلُوْهُ تَكُنْ فِتْنَةٌ فِی الْاَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِیْرٌ ۟ؕ
او هغه کسانو چې کفر یې کړی په الله را یوځای کړي هغوی لره کفر پخپل مینځ کې یو د بل سره مرسته کوي، دوستي دې نه کوي د هغوی سره مومن او کافرانو ته دې نه وراوړي(که دا کار وکړي) د مومنانو لپاره به غټه فتنه شي ځکه نه به مومي څوک کومک کوونکی له خپلو دیني ورونو څخه او په زمکه کې به لوی فساد جوړ شي په سبب د بندولو د الله د دین نه.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَهَاجَرُوْا وَجٰهَدُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَالَّذِیْنَ اٰوَوْا وَّنَصَرُوْۤا اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُؤْمِنُوْنَ حَقًّا ؕ— لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّرِزْقٌ كَرِیْمٌ ۟
او هغه کسان چې ایمان یې راوړی په الله او هجرت یې کړی د الله په لار کې او هغه کسانو چې ځای ورکړی هغه خلکو ته چې د الله په لار کې یې هجرت کړی او د هغوی مرسته یې کړې دا کسان په ریښتیا د ایمان په صفت موصوف دي او بدله د دوی د الله له طرفه بخښنه دګناهونو ده او رزق عزتمند او هغه جنت دی.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْ بَعْدُ وَهَاجَرُوْا وَجٰهَدُوْا مَعَكُمْ فَاُولٰٓىِٕكَ مِنْكُمْ ؕ— وَاُولُوا الْاَرْحَامِ بَعْضُهُمْ اَوْلٰی بِبَعْضٍ فِیْ كِتٰبِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟۠
اوهغه کسان چې ایمان یې راوړی وروسته له هغه مومنانو څخه چې هغوی وړاندیوالی کړی اسلام ته د مهاجرینو او انصارونه او هجرت یې کړی د دار الکفر څخه دارالاسلام ته او جهاد یې کړی د الله په لارکې ددې لپاره چې د الله کلمه لوړه شي او کلمه د هغه کسانو چې کفر یې کړی دی ښکته شي دا ستاسو څخه دي-ای مومنانو-لازم دي په دوی هغه حقوق کوم چې په تاسو لازم دي او واجب دي په دوی هغه څه چې په تاسو واجب دي او خاوندان د خپلولۍ د الله په حکم کې ځینې د هغوی ډیرلایق دي په ځینو نورو په میراث وړلو کې د میراث اخیستلو نه په ایمان او هجرت کې، هغه حکم چې مخکې و بیشکه الله په هر شي تل پوه دی، هیڅ شی ورباندې پټ نه دی او الله پوهیږي په هغه څه چې په هغې کې د بنده ګانو اصلاح ده نو همغسې قانون ورته بیاجوړوي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• يجب على المؤمنين ترغيب الأسرى في الإيمان.
په مؤمنانو د بندیانو ایمان راوړلو ته هڅول واجب دي.

• تضمنت الآيات بشارة للمؤمنين باستمرار النصر على المشركين ما داموا آخذين بأسباب النصر المادية والمعنوية.
د آیتونو په ترڅ کې د مؤمنانو لپاره دا زیری نغښتی دی چې دوی به تل په مشرکانو بریالي وي، تر هغه پورې چې دوی مادي او معنوي اسباب په کار واچوي.

• إن المسلمين إذا لم يكونوا يدًا واحدة على أهل الكفر لم تظهر شوكتهم، وحدث بذلك فساد كبير.
بیشکه مسلمانان چې کله یولاس (په اتفاق) نه وي د کافرو په مقابل کې هیڅکله به د دوی دبدبه ښکاره نه شي او لدې امله به ډیرغټ فساد پیداکیږي.

• فضيلة الوفاء بالعهود والمواثيق في شرعة الإسلام، وإن عارض ذلك مصلحة بعض المسلمين.
په اسلامي شریعت کې په وعدې د وفا کولو فضیلت؛ اګر که په وعده باندې وفا کول د ځینې مسلمانانو د ګټو سره په ټکر کې هم راشي.

 
ترجمة معاني سورة: الأنفال
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق