Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আন-নিছা   আয়াত:
لَا یُحِبُّ اللّٰهُ الْجَهْرَ بِالسُّوْٓءِ مِنَ الْقَوْلِ اِلَّا مَنْ ظُلِمَ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ سَمِیْعًا عَلِیْمًا ۟
الله بده وینا نه خوښوي، پرته له هغه چا چې زياتى ورسره شوى وي، او الله پوه اورېدونكى دى.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِنْ تُبْدُوْا خَیْرًا اَوْ تُخْفُوْهُ اَوْ تَعْفُوْا عَنْ سُوْٓءٍ فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَفُوًّا قَدِیْرًا ۟
كه ښېګڼه څرګندوئ، يا يې پټوئ او يا له څه بدو تېرېږئ نو بې شكه الله هم سره له وسې تېرېدونكى دى.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِنَّ الَّذِیْنَ یَكْفُرُوْنَ بِاللّٰهِ وَرُسُلِهٖ وَیُرِیْدُوْنَ اَنْ یُّفَرِّقُوْا بَیْنَ اللّٰهِ وَرُسُلِهٖ وَیَقُوْلُوْنَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَّنَكْفُرُ بِبَعْضٍ ۙ— وَّیُرِیْدُوْنَ اَنْ یَّتَّخِذُوْا بَیْنَ ذٰلِكَ سَبِیْلًا ۙ۟
بې شكه هغوى چې له الله او رسولانو يې منكريږي او غواړي چې د الله او د رسولانو ترمنځ يې بېلتون وكړي (داسې چې) وايي په ځېنو ايمان راوړو او ځينې نه منو او غواړي چې د دې (كفر او اسلام) ترمنځ بله لار ونيسي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْكٰفِرُوْنَ حَقًّا ۚ— وَاَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابًا مُّهِیْنًا ۟
دا خلك نو پاخه كافران دي او دغسې كافرانو ته مو سپكوونكى عذاب تيار كړى.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَرُسُلِهٖ وَلَمْ یُفَرِّقُوْا بَیْنَ اَحَدٍ مِّنْهُمْ اُولٰٓىِٕكَ سَوْفَ یُؤْتِیْهِمْ اُجُوْرَهُمْ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟۠
او چا چې په الله او رسولانو يې ايمان راوړ او د هغو يوه كې يې هم څه توپير ونه كړ نو دوى ته به يې ډېر زر خپلې بدلې وركړي او الله مهربان بخښونكى دى.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
یَسْـَٔلُكَ اَهْلُ الْكِتٰبِ اَنْ تُنَزِّلَ عَلَیْهِمْ كِتٰبًا مِّنَ السَّمَآءِ فَقَدْ سَاَلُوْا مُوْسٰۤی اَكْبَرَ مِنْ ذٰلِكَ فَقَالُوْۤا اَرِنَا اللّٰهَ جَهْرَةً فَاَخَذَتْهُمُ الصّٰعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ ۚ— ثُمَّ اتَّخَذُوا الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ الْبَیِّنٰتُ فَعَفَوْنَا عَنْ ذٰلِكَ ۚ— وَاٰتَیْنَا مُوْسٰی سُلْطٰنًا مُّبِیْنًا ۟
اهل كتاب در څخه غواړي چې له اسمانه يوه کتاب پرې نازل كړې، نو دوى خو له موسى نه تر دې ډېره لويه غوښتنه كړې وه، ورته ويلي يې وو چې الله په څرګنده راوښايه! چې د همدغې ناړامۍ له امله بيا تندر پرې راولوېد، بيا يې خوسى (ځان ته) په خدايۍ ونيوه (دا هم) وروسته له هغه چې ښكاره نښې ورته راغلې، خو له هغه هم موږ ورتېر شو، او موسى ته مو څرګند فرمان وركړ.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَرَفَعْنَا فَوْقَهُمُ الطُّوْرَ بِمِیْثَاقِهِمْ وَقُلْنَا لَهُمُ ادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا وَّقُلْنَا لَهُمْ لَا تَعْدُوْا فِی السَّبْتِ وَاَخَذْنَا مِنْهُمْ مِّیْثَاقًا غَلِیْظًا ۟
او د دوى پخې ژمنې لپاره مو طور(غر) پرې اوچت كړ او ورته و مو ويل په دې وره به سجده كونكي ننوځئ، او (دا مو هم) ورته وويل چې د خالي په ورځ به تېرى نه كوئ او پوخ لوز مو ترې واخيست.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আন-নিছা
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

অনুবাদ কৰিছে جمعية الدعوة بالربوة আৰু جمعية خدمة المحتوى الإسلامي باللغاتৰ সহযোগত মৰ্কজ ৰুৱাদুত তাৰ্জামাৰ অনুবাদক গোষ্ঠীয়ে।

বন্ধ