Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আন-নিছা   আয়াত:
وَاِنْ اَرَدْتُّمُ اسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَّكَانَ زَوْجٍ ۙ— وَّاٰتَیْتُمْ اِحْدٰىهُنَّ قِنْطَارًا فَلَا تَاْخُذُوْا مِنْهُ شَیْـًٔا ؕ— اَتَاْخُذُوْنَهٗ بُهْتَانًا وَّاِثْمًا مُّبِیْنًا ۟
او كه مو يوه ښځه په بلې بدلول غوښتل او د هغوى كومې يوې ته مو ډېر مال هم وركړى وي نو بېرته به هېڅ شى نه ترې اخلئ، نو آيا په تور تپلو او ښكاره ګناه به يې اخلئ؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَكَیْفَ تَاْخُذُوْنَهٗ وَقَدْ اَفْضٰی بَعْضُكُمْ اِلٰی بَعْضٍ وَّاَخَذْنَ مِنْكُمْ مِّیْثَاقًا غَلِیْظًا ۟
او څنګه به يې اخلئ حال دا چې تاسي يو بل ته (ډېر نږدې) رسېدلي ياست او هغوى له تاسي پوخ لوز هم اخيستى؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَلَا تَنْكِحُوْا مَا نَكَحَ اٰبَآؤُكُمْ مِّنَ النِّسَآءِ اِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ فَاحِشَةً وَّمَقْتًا ؕ— وَسَآءَ سَبِیْلًا ۟۠
او له هغو ښځو نه څوك مه په نكاح كوئ چې پلرونو مو نكاح كړې وي، مګر څه چې مخكې تېرشوي، بې شكه دا يو ناوړه، د غضب وړ كار او بد چلند دى.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
حُرِّمَتْ عَلَیْكُمْ اُمَّهٰتُكُمْ وَبَنٰتُكُمْ وَاَخَوٰتُكُمْ وَعَمّٰتُكُمْ وَخٰلٰتُكُمْ وَبَنٰتُ الْاَخِ وَبَنٰتُ الْاُخْتِ وَاُمَّهٰتُكُمُ الّٰتِیْۤ اَرْضَعْنَكُمْ وَاَخَوٰتُكُمْ مِّنَ الرَّضَاعَةِ وَاُمَّهٰتُ نِسَآىِٕكُمْ وَرَبَآىِٕبُكُمُ الّٰتِیْ فِیْ حُجُوْرِكُمْ مِّنْ نِّسَآىِٕكُمُ الّٰتِیْ دَخَلْتُمْ بِهِنَّ ؗ— فَاِنْ لَّمْ تَكُوْنُوْا دَخَلْتُمْ بِهِنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ ؗ— وَحَلَآىِٕلُ اَبْنَآىِٕكُمُ الَّذِیْنَ مِنْ اَصْلَابِكُمْ ۙ— وَاَنْ تَجْمَعُوْا بَیْنَ الْاُخْتَیْنِ اِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟ۙ
حرامې شوې دي پر تاسو مېندې مو، لوڼې مو، خويندې مو، ترورانې مو، توړۍ ګانې مو، ورېرې مو، خورزې مو، هغه ميندې مو چې تى يې دركړى، رضاعي خويندې مو، خواښې ګانې مو، او په خپل كوركې ستاسي د هغو مېرمنو پركټۍ چې ورسره نږدې شوي ياست خو كه ورنږدې شوى نه وئ نو بيا څه ګناه درباندې نشته او د خپلو اصلي زامنو مېرمنې مو او دا چې دوه خويندې يو ځاى سره په نكاح كړئ مګر څه چې مخكې تېرشوي، بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আন-নিছা
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

অনুবাদ কৰিছে جمعية الدعوة بالربوة আৰু جمعية خدمة المحتوى الإسلامي باللغاتৰ সহযোগত মৰ্কজ ৰুৱাদুত তাৰ্জামাৰ অনুবাদক গোষ্ঠীয়ে।

বন্ধ