Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আন-নিছা   আয়াত:
فَبِمَا نَقْضِهِمْ مِّیْثَاقَهُمْ وَكُفْرِهِمْ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَقَتْلِهِمُ الْاَنْۢبِیَآءَ بِغَیْرِ حَقٍّ وَّقَوْلِهِمْ قُلُوْبُنَا غُلْفٌ ؕ— بَلْ طَبَعَ اللّٰهُ عَلَیْهَا بِكُفْرِهِمْ فَلَا یُؤْمِنُوْنَ اِلَّا قَلِیْلًا ۪۟
نو د دوی د لوز ماتولو، د الله له آيتونو منكرېدلو او د (يو شمېر) رسولانو په نا حقه وژلو او د هغى وينا له امله يې چې ويل به يې زموږ زړونه په پردو كې دي چې په حقيقت كې د هغوى د كفر په وجه الله مهر پرې لګولى و (نو دا دى اوس) ډېر لږ ايمان راوړي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلٰی مَرْیَمَ بُهْتَانًا عَظِیْمًا ۟ۙ
او د كفر له امله يې او پر مريمې د لوى بهتان ويلو له امله يې.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّقَوْلِهِمْ اِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِیْحَ عِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ رَسُوْلَ اللّٰهِ ۚ— وَمَا قَتَلُوْهُ وَمَا صَلَبُوْهُ وَلٰكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ ؕ— وَاِنَّ الَّذِیْنَ اخْتَلَفُوْا فِیْهِ لَفِیْ شَكٍّ مِّنْهُ ؕ— مَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ اِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ ۚ— وَمَا قَتَلُوْهُ یَقِیْنًا ۟ۙ
او دا خبره يې چې موږ د الله رسول مسيح عيسى د مريمې زوى وژلى دى حال دا چې نه يې وژلى او نه يې په سولۍ كړى و، بلكې ورته مشابه كړى شو (بل كس د عيسى په رنګ کې) او بې شكه هغوى چې د ده په هكله شخړه كوي، خامخا په دې اړه په شك كې دي، له ګومانه پرته د دوى څه علم پرې نشته او يقيني خو يې نه دى وژلى.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
بَلْ رَّفَعَهُ اللّٰهُ اِلَیْهِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَزِیْزًا حَكِیْمًا ۟
بلكې الله هغه خپل لوري ته اوچت كړ، او الله ډېر زورور او د حكمت څښتن دى.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَاِنْ مِّنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ اِلَّا لَیُؤْمِنَنَّ بِهٖ قَبْلَ مَوْتِهٖ ۚ— وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ یَكُوْنُ عَلَیْهِمْ شَهِیْدًا ۟ۚ
او له اهل كتابو نه به هېڅوك داسې نه وي چې له مرګه مخكې يې پر هغه ايمان رانه وړي او د قيامت په ورځ به هغه ورباندې شاهد وي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
فَبِظُلْمٍ مِّنَ الَّذِیْنَ هَادُوْا حَرَّمْنَا عَلَیْهِمْ طَیِّبٰتٍ اُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ كَثِیْرًا ۟ۙ
نو د يهودو د همدې ظلم (او زياتي) په اساس او په دې چې د الله له لارې ډېر ايسارول كوي، زياتره هغه پاكيزه شيان مو پرې حرام كړل چې ورته حلال وو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّاَخْذِهِمُ الرِّبٰوا وَقَدْ نُهُوْا عَنْهُ وَاَكْلِهِمْ اَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ ؕ— وَاَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ مِنْهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟
او همدارنګه د سود اخيستل يې چې ترې منع شوي هم وو او په نا حقه يې د خلكو مالونو خوړلو په وجه او دوى نه چې څوك كافران وو هغو ته مو دردناك عذاب تيار كړى دى.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
لٰكِنِ الرّٰسِخُوْنَ فِی الْعِلْمِ مِنْهُمْ وَالْمُؤْمِنُوْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ وَمَاۤ اُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَالْمُقِیْمِیْنَ الصَّلٰوةَ وَالْمُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَالْمُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ سَنُؤْتِیْهِمْ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟۠
خو له دوى نه د پاخه علم خاوندان او هغه مومنان چې هم پر تا رانازل شوى (دين) مني او هم له تا مخكې نازل شوي (كتابونه) او د لمانځه او زكات ادا كوونكي او په الله او وروستۍ ورځ ايمان راوړونكي دوي (ټولو) ته به لوى اجر وركړو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আন-নিছা
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

অনুবাদ কৰিছে جمعية الدعوة بالربوة আৰু جمعية خدمة المحتوى الإسلامي باللغاتৰ সহযোগত মৰ্কজ ৰুৱাদুত তাৰ্জামাৰ অনুবাদক গোষ্ঠীয়ে।

বন্ধ