Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - অনুবাদ কৰিছে মৌলুলৱী জানবাজ চৰফৰাজ চাহাবে। * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ


অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-ক্বিয়ামাহ   আয়াত:

قیامه

لَاۤ اُقْسِمُ بِیَوْمِ الْقِیٰمَةِ ۟ۙ
لوړه په قیامت.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَلَاۤ اُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ ۟
او لوړه په ملامتوونکي نفس.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَیَحْسَبُ الْاِنْسَانُ اَلَّنْ نَّجْمَعَ عِظَامَهٗ ۟ؕ
ایا انسان ګمان کوي چې مونږ به یي هډوکي راټول نه کړو؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
بَلٰى قٰدِرِیْنَ عَلٰۤی اَنْ نُّسَوِّیَ بَنَانَهٗ ۟
نه:بلکې مونږ پیاوړي یو چې ان د ګوتو بندونه يي هم برابر کړو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
بَلْ یُرِیْدُ الْاِنْسَانُ لِیَفْجُرَ اَمَامَهٗ ۟ۚ
بلکې(کافر)انسان غواړي چې په راتلونکې زمانه کې بد کار وکړي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
یَسْـَٔلُ اَیَّانَ یَوْمُ الْقِیٰمَةِ ۟ؕ
پوښتنه کوی چې د قیامت ورځ به کله وي؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
فَاِذَا بَرِقَ الْبَصَرُ ۟ۙ
نو کله چې لیدنه خړه او تته شي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَخَسَفَ الْقَمَرُ ۟ۙ
سپوږمۍ توره شي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَجُمِعَ الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ ۟ۙ
او یو ځای کړای شي[۲] لمر او سپوږمۍ.
[۲] ـ د رڼا په نشتوالي،له لویدیځ څخه په راختلو، دځمکې له مدار څخه د سپوږمۍ په وتلو او د لمر په ورداخلیدلو،یا نور څخه والله اعلم.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
یَقُوْلُ الْاِنْسَانُ یَوْمَىِٕذٍ اَیْنَ الْمَفَرُّ ۟ۚ
په همدې ورځ به انسان وايي د تیښتي ځای چیرې دی؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
كَلَّا لَا وَزَرَ ۟ؕ
نه.هیڅکله نشته د پناه ځای.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِلٰى رَبِّكَ یَوْمَىِٕذِ ١لْمُسْتَقَرُّ ۟ؕ
یوازې ستا له رب سره تم ځای دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
یُنَبَّؤُا الْاِنْسَانُ یَوْمَىِٕذٍ بِمَا قَدَّمَ وَاَخَّرَ ۟ؕ
پدې ورځ به انسان له هغو ټولو څخه خبر کړای شي چې مخکې یې لیږلي او یا یې وروسته پریښي دي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
بَلِ الْاِنْسَانُ عَلٰی نَفْسِهٖ بَصِیْرَةٌ ۟ۙ
انسان د خپل ځان لیدونکی دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّلَوْ اَلْقٰى مَعَاذِیْرَهٗ ۟ؕ
(خامخا جزا ورکول کیږي)که څه هم خپلې انې بانې وړاندې کړي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
لَا تُحَرِّكْ بِهٖ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهٖ ۟ؕ
ای محمده!په قران ژبه مه خوزه وه چې بیړه پرې وکړې.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِنَّ عَلَیْنَا جَمْعَهٗ وَقُرْاٰنَهٗ ۟ۚۖ
د هغه راټولول او پر تايي تلاوت کول پر مونږ دي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
فَاِذَا قَرَاْنٰهُ فَاتَّبِعْ قُرْاٰنَهٗ ۟ۚ
نو کله چې مونږ(د ملایکو په واسطه)پر تا تلاوت کړنو د لوستلو ئې پیروي وکړه[۳]
[۳] ـ په غور يي واوره او بیا يي وروسته تلاوت کړه.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
ثُمَّ اِنَّ عَلَیْنَا بَیَانَهٗ ۟ؕ
پر مونږ ده چې بیانوو به يي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
كَلَّا بَلْ تُحِبُّوْنَ الْعَاجِلَةَ ۟ۙ
نه:بلکې تاسې ژر په لاس درتلونکی شی خوښوئ.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَتَذَرُوْنَ الْاٰخِرَةَ ۟ؕ
او اخرت پریږدئ.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ نَّاضِرَةٌ ۟ۙ
پرې ورځ به ځیني مخونه تازه او ځلیدونکي وي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِلٰى رَبِّهَا نَاظِرَةٌ ۟ۚ
خپل رب ته به ګوري.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَوُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ بَاسِرَةٌ ۟ۙ
او ځیني مخونه به خورا بدرنګه وي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
تَظُنُّ اَنْ یُّفْعَلَ بِهَا فَاقِرَةٌ ۟ؕ
(د بد مخ څښتن به)باور لري چې ملاماتوونکی چلن به ورسره وشي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
كَلَّاۤ اِذَا بَلَغَتِ التَّرَاقِیَ ۟ۙ
نه،نه کله چې ساه ترستوني ورسیږي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَقِیْلَ مَنْ ٚ— رَاقٍ ۟ۙ
او وویل شي چې دم او چوف اچوونکی شته؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّظَنَّ اَنَّهُ الْفِرَاقُ ۟ۙ
د ناروغ باور راشي چې همدا بیلتون دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَالْتَفَّتِ السَّاقُ بِالسَّاقِ ۟ۙ
او یوه پونډۍ له بلې پونډۍ تاو شي[۴]
[۴] ـ دوړاړه ناتوانه او یوه پر بل پریوځي.(کابلی تفسیر
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِلٰى رَبِّكَ یَوْمَىِٕذِ ١لْمَسَاقُ ۟ؕ۠
پدې ورځ ستا د رب له لور ورتګ دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
فَلَا صَدَّقَ وَلَا صَلّٰى ۟ۙ
کافر انسان پیغمبر رښتینی ونه ګاڼه او نه یي لمونځ وکړ.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَلٰكِنْ كَذَّبَ وَتَوَلّٰى ۟ۙ
او خو درواغ ئې وګاڼه او له حق څخه يي مخ وګرځولو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
ثُمَّ ذَهَبَ اِلٰۤی اَهْلِهٖ یَتَمَطّٰى ۟ؕ
او بیا دخپلې کورنۍ په لور په غرور ولاړ.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَوْلٰى لَكَ فَاَوْلٰى ۟ۙ
ای کافره!همدا درته غوره ده.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
ثُمَّ اَوْلٰى لَكَ فَاَوْلٰى ۟ؕ
بیا وایم چې همدا درته غوره ده.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَیَحْسَبُ الْاِنْسَانُ اَنْ یُّتْرَكَ سُدًی ۟ؕ
ایا انسان ګمان کوي چې مهمل او بابیزه به پرې ښوول شي؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَلَمْ یَكُ نُطْفَةً مِّنْ مَّنِیٍّ یُّمْنٰى ۟ۙ
ایا دهغې مني چې(په رحم کي)توی شوې یو څاڅکی نه وو؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
ثُمَّ كَانَ عَلَقَةً فَخَلَقَ فَسَوّٰى ۟ۙ
بیا د وینې یوه ټوټه وه.الله پیدا او ښه برابر يي کړ.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
فَجَعَلَ مِنْهُ الزَّوْجَیْنِ الذَّكَرَ وَالْاُ ۟ؕ
او له همده څخه یې د نر او ښځې جوړه وړاندې کړه.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَلَیْسَ ذٰلِكَ بِقٰدِرٍ عَلٰۤی اَنْ یُّحْیِ الْمَوْتٰى ۟۠
ایا همدغه ذات توانانه دی چې مړي راژوندي کړي؟(هو!توان ورسره شته).
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-ক্বিয়ামাহ
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - অনুবাদ কৰিছে মৌলুলৱী জানবাজ চৰফৰাজ চাহাবে। - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

পুস্তু ভাষাত আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ। অনুবাদ কৰিছে মোল্লা জাঞ্জাবাজ ছৰফৰাজ চাহাবে।

বন্ধ