Check out the new design

কুরআনুল কারীমের অর্থসমূহের অনুবাদ - পশতু ভাষায় অনুবাদ- সারফরাজ * - অনুবাদসমূহের সূচী


অর্থসমূহের অনুবাদ সূরা: আল-মুযযাম্মিল   আয়াত:

مزمل

یٰۤاَیُّهَا الْمُزَّمِّلُ ۟ۙ
ای ځای نغښتونکیه
আরবি তাফসীরসমূহ:
قُمِ الَّیْلَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟ۙ
ګرده شپه پرته له لږ یې په عبادت تیره کړه.
আরবি তাফসীরসমূহ:
نِّصْفَهٗۤ اَوِ انْقُصْ مِنْهُ قَلِیْلًا ۟ۙ
نیمایې شپه عبادت وکړه یا له نیمايي څخه لږ کم.
আরবি তাফসীরসমূহ:
اَوْ زِدْ عَلَیْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْاٰنَ تَرْتِیْلًا ۟ؕ
یا له نیماني شپې څخه ډیر عبادت وکړه او قران خورا ښه واضح او کره لوله.
আরবি তাফসীরসমূহ:
اِنَّا سَنُلْقِیْ عَلَیْكَ قَوْلًا ثَقِیْلًا ۟
مونږ به ډير ژر ستا پراوږو درنه خبره در واچوو.
আরবি তাফসীরসমূহ:
اِنَّ نَاشِئَةَ الَّیْلِ هِیَ اَشَدُّ وَطْاً وَّاَقْوَمُ قِیْلًا ۟ؕ
بې شکه د شپې پورته کیدل د نفس په واک کولو کې ډیر پیاوړی او د خبرې ښه سموونکی دی.
আরবি তাফসীরসমূহ:
اِنَّ لَكَ فِی النَّهَارِ سَبْحًا طَوِیْلًا ۟ؕ
بې شکه چې د ورځې ستا مصروفیتونه ډیر اوږده وي.
আরবি তাফসীরসমূহ:
وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ وَتَبَتَّلْ اِلَیْهِ تَبْتِیْلًا ۟ؕ
د خپل رب نوم یاد کړه او له هر څه ورته ګوښه شه.
আরবি তাফসীরসমূহ:
رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَكِیْلًا ۟
د ختیځ او لویدیځ رب دی پرته له هغه بل معبود نشته.نو کار جوړوونکی یوازې هغه ونیسه.
আরবি তাফসীরসমূহ:
وَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْرًا جَمِیْلًا ۟
د کافرانو خبرې وزغمه او په غوره ډول ترې لرې والی خپل کړه.
আরবি তাফসীরসমূহ:
وَذَرْنِیْ وَالْمُكَذِّبِیْنَ اُولِی النَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِیْلًا ۟
ما او په نعمتونو کې ډوب درواغ ګڼونکي سره پریږده او لږ مهلت ورکړه.
আরবি তাফসীরসমূহ:
اِنَّ لَدَیْنَاۤ اَنْكَالًا وَّجَحِیْمًا ۟ۙ
بې شکه له مونږ سره ځنځیرونه او لمبه وهونکی اور دی.
আরবি তাফসীরসমূহ:
وَّطَعَامًا ذَا غُصَّةٍ وَّعَذَابًا اَلِیْمًا ۟۫
په ستوني کې نښتونکی خوراک او دردناک عذاب دی.
আরবি তাফসীরসমূহ:
یَوْمَ تَرْجُفُ الْاَرْضُ وَالْجِبَالُ وَكَانَتِ الْجِبَالُ كَثِیْبًا مَّهِیْلًا ۟
په هغه ورځ چې ځمکه او غرونه ولړزیږي او غرونه او خوزیدونکو ډیرو پشان وي.
আরবি তাফসীরসমূহ:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ رَسُوْلًا ۙ۬— شَاهِدًا عَلَیْكُمْ كَمَاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ رَسُوْلًا ۟ؕ
بیشکه مونږ تاسې ته رسول درلیږلی دی چې پر تاسې شاهد دی او همدا وړ مو فرعون ته رسول لیږلی ؤ.
আরবি তাফসীরসমূহ:
فَعَصٰی فِرْعَوْنُ الرَّسُوْلَ فَاَخَذْنٰهُ اَخْذًا وَّبِیْلًا ۟
فرعون له رسول څخه سرغړونه وکړه نو کلک او سخت مو ونیولو.
আরবি তাফসীরসমূহ:
فَكَیْفَ تَتَّقُوْنَ اِنْ كَفَرْتُمْ یَوْمًا یَّجْعَلُ الْوِلْدَانَ شِیْبَا ۟
که تاسې کافران شوئ نو په هغه ورځ به څرنګه ځانونه ساتئ چې:ډار ئې کوچنیان بوډاګان کوي.
আরবি তাফসীরসমূহ:
١لسَّمَآءُ مُنْفَطِرٌ بِهٖ ؕ— كَانَ وَعْدُهٗ مَفْعُوْلًا ۟
اسمان به وچوي د هغه وعده هرو مرو کیدونکې ده.
আরবি তাফসীরসমূহ:
اِنَّ هٰذِهٖ تَذْكِرَةٌ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟۠
دا ایتونه پند دي نو چې د چا خوښه وي د خپل رب په لور دې لار ونیسي.
আরবি তাফসীরসমূহ:
اِنَّ رَبَّكَ یَعْلَمُ اَنَّكَ تَقُوْمُ اَدْنٰی مِنْ  الَّیْلِ وَنِصْفَهٗ وَثُلُثَهٗ وَطَآىِٕفَةٌ مِّنَ الَّذِیْنَ مَعَكَ ؕ— وَاللّٰهُ یُقَدِّرُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ ؕ— عَلِمَ اَنْ لَّنْ تُحْصُوْهُ فَتَابَ عَلَیْكُمْ فَاقْرَءُوْا مَا تَیَسَّرَ مِنَ الْقُرْاٰنِ ؕ— عَلِمَ اَنْ سَیَكُوْنُ مِنْكُمْ مَّرْضٰی ۙ— وَاٰخَرُوْنَ یَضْرِبُوْنَ فِی الْاَرْضِ یَبْتَغُوْنَ مِنْ فَضْلِ اللّٰهِ ۙ— وَاٰخَرُوْنَ یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۖؗ— فَاقْرَءُوْا مَا تَیَسَّرَ مِنْهُ ۙ— وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ وَاَقْرِضُوا اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا ؕ— وَمَا تُقَدِّمُوْا لِاَنْفُسِكُمْ مِّنْ خَیْرٍ تَجِدُوْهُ عِنْدَ اللّٰهِ هُوَ خَیْرًا وَّاَعْظَمَ اَجْرًا ؕ— وَاسْتَغْفِرُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠
بیشکه ستا رب پوه دی چې ته د شپې له دوه برخو څخه کم وخت ودریږي او نیمايي شپه ـ او دریمه برخه یي هم ودریږي.او ستا د ملګرو یوه ډله هم ستا په شان عبادت کوي.الله شپه او ورځ ښه اندازه کوي ـ الله پوه دی چې تاسې ګرده شپه نشئ ګڼلی(چې په عبادت یي تیره کړئ)نو په تاسې یې مهرباني وکړه نو د قران څومره چې درته اسان وي وئې لولئ.الله پوه دی چې تاسې کې به ناروغان وي او ځینې نور به مو سفر ته ووي.چې د الله فضل ولټوي.او ځیني نور به مو د الله په لار کې جنګ کوي.نو د قران هغه برخه چې درته اسانه وي ولولئ.لمونځونه ودروئ(زکاتونه ورکړئ.او الله پاک ته قرض حسنه ورکړئ او هغه څه چې د ځان لپاره يي وړاندې ولیږئ له الله سره به يي مینده کړئ دا ډیر غوره کار دی او اجر يي ډیر لوی دی.له الله نه بښنه وغواړئ.بیشکه چې الله بښونکی او مهربان دی.
আরবি তাফসীরসমূহ:
 
অর্থসমূহের অনুবাদ সূরা: আল-মুযযাম্মিল
সূরাসমূহের সূচী পৃষ্ঠার নাম্বার
 
কুরআনুল কারীমের অর্থসমূহের অনুবাদ - পশতু ভাষায় অনুবাদ- সারফরাজ - অনুবাদসমূহের সূচী

পশতু ভাষায় কুরআনুল কারীমের অর্থসমূহের অনুবাদ। অনুবাদক: মাওলানা জানবাজ সারফরাজ।

বন্ধ