Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Qāf   Ayah:
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهٖ نَفْسُهٗ ۖۚ— وَنَحْنُ اَقْرَبُ اِلَیْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِیْدِ ۟
او مونږ انسان پیدا کړی او هغه څه راته ټول معلوم دي چې په زړه کې يي د وسوسې په توګه تیریږي. او مونږ ورته د هغه له شا رګ نه هم ډیر نژدې یو.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِذْ یَتَلَقَّی الْمُتَلَقِّیٰنِ عَنِ الْیَمِیْنِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِیْدٌ ۟
په یاد لره چې د هغه په ښي او کیڼ اړخ کې دوه ناستې ملایکې د هغه هر څه را اخلي.
Arabic explanations of the Qur’an:
مَا یَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ اِلَّا لَدَیْهِ رَقِیْبٌ عَتِیْدٌ ۟
هیڅ خبره يې له خولي وتلې نه وي مګر څارکوونکی حاضر او تیار وي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَجَآءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ؕ— ذٰلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِیْدُ ۟
او د مرګ بې هوشي په حقه راغله. دا هغه څه دي چې ته به ترې په تیښته وي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَنُفِخَ فِی الصُّوْرِ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْوَعِیْدِ ۟
په شپیلۍ کې به پوه وکړی شي. دا همغه ورځ ده چې ته به ترې ډارولی شوې.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَجَآءَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَآىِٕقٌ وَّشَهِیْدٌ ۟
هر څوک به په داسې حال کې را روان وي چې یو شړونکی او یو شاهد به ورسره وي.
Arabic explanations of the Qur’an:
لَقَدْ كُنْتَ فِیْ غَفْلَةٍ مِّنْ هٰذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَآءَكَ فَبَصَرُكَ الْیَوْمَ حَدِیْدٌ ۟
او ورته به وویل شي چې: ته خو له دې هر څه نه غافله وې نو مونږ درنه پرده لرې او سترګې دې نن ډیرې تیزې دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَقَالَ قَرِیْنُهٗ هٰذَا مَا لَدَیَّ عَتِیْدٌ ۟ؕ
او ملګری[۱۳] به يي ووایې: کوم کار چې ماته سپارل شوی وو هغه دغه دی حاضر دی.
[۱۳] هغه ملایکه چې ورسره ملګرې ده( فتح القدیر).
Arabic explanations of the Qur’an:
اَلْقِیَا فِیْ جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِیْدٍ ۟ۙ
حکم به وشي چې: تاسې دواړه ملایکې هر عناد لرونکی کافر دوزخ ته واچوئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
مَّنَّاعٍ لِّلْخَیْرِ مُعْتَدٍ مُّرِیْبِ ۟ۙ
هغه چې د خیر منع کوونکی له پولو اووښتونکی او په هر څه کې شکمن وو.
Arabic explanations of the Qur’an:
١لَّذِیْ جَعَلَ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَاَلْقِیٰهُ فِی الْعَذَابِ الشَّدِیْدِ ۟
او هغه چې له الله سره يي نور خدایان نیولي وو. نو اوس دواړه په سخت عذاب کې ور وغورځوئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالَ قَرِیْنُهٗ رَبَّنَا مَاۤ اَطْغَیْتُهٗ وَلٰكِنْ كَانَ فِیْ ضَلٰلٍۢ بَعِیْدٍ ۟
ملګري[۱۴] به يې ووايې: اې ربه! ما په زوره بې لارې کړی نه و بلکې په خپله تر ډیره لرې لار ورکی وو.
[۱۴] دا يې د شیطان ملګري خبره ده ( فتح القدیر)
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالَ لَا تَخْتَصِمُوْا لَدَیَّ وَقَدْ قَدَّمْتُ اِلَیْكُمْ بِالْوَعِیْدِ ۟
الله به وفرمايې: زما په وړاندې جګړه مه کوئ. ما تاسې پخوا ډارولي واست.
Arabic explanations of the Qur’an:
مَا یُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَیَّ وَمَاۤ اَنَا بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ ۟۠
زما خبره نه بدلیږي او نه زه پر خپلو بنده ګانو ظلم کوم.
Arabic explanations of the Qur’an:
یَوْمَ نَقُوْلُ لِجَهَنَّمَ هَلِ امْتَلَاْتِ وَتَقُوْلُ هَلْ مِنْ مَّزِیْدٍ ۟
هغه ورځ یاده کړه چې: مونږ به جهنم ته ووایو: ډک شوې؟ هغه به ووایې نور شته؟
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِیْنَ غَیْرَ بَعِیْدٍ ۟
او جنت به پرهیزګارانو ته رانژدې کړای شي اولرې به ترې نه وي.
Arabic explanations of the Qur’an:
هٰذَا مَا تُوْعَدُوْنَ لِكُلِّ اَوَّابٍ حَفِیْظٍ ۟ۚ
او ورته به وویل شي چې دا هغه څه دي چې ستاسې د هر رجوع کوونکی او د پولو او د حدودو ساتونکي سره يي وعده کیدله.
Arabic explanations of the Qur’an:
مَنْ خَشِیَ الرَّحْمٰنَ بِالْغَیْبِ وَجَآءَ بِقَلْبٍ مُّنِیْبِ ۟ۙ
له هغه چا سره چې به نالیدلو له رحمن څخه ډاریدلو او د الله په لور له ګرځیدونکي زړه سره راغلی دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
١دْخُلُوْهَا بِسَلٰمٍ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْخُلُوْدِ ۟
ښه په ډاډ جنت ته ننه ووځئ نن د تل پاتې کیدلو ورځ ده.
Arabic explanations of the Qur’an:
لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ فِیْهَا وَلَدَیْنَا مَزِیْدٌ ۟
هلته به ټول هغه څه ورته تیاروي چې هغوی يې وغواړي او زمونږ په وړاندې هغوی ته نور هم ډیر شیان [۱۵] شته.
[۱۵] دا د الله ملاقات دی( فتح القدیر) الهل دې مونږ ته را وښايي) امین.
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: Qāf
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

close