Check out the new design

Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran * - Lexique des traductions


Traduction des sens Verset: (103) Sourate: An Nahl
وَلَقَدْ نَعْلَمُ اَنَّهُمْ یَقُوْلُوْنَ اِنَّمَا یُعَلِّمُهٗ بَشَرٌ ؕ— لِسَانُ الَّذِیْ یُلْحِدُوْنَ اِلَیْهِ اَعْجَمِیٌّ وَّهٰذَا لِسَانٌ عَرَبِیٌّ مُّبِیْنٌ ۟
او مونږ پوهیږو چې یقینا مشرکین وائې چې: یقینا محمد صلی الله علیه وسلم چې دی هغه ته قرآن کریم یو انسان ورښائي، او دوی په دې دعوه کې دروغجن دي، ځکه د هغه چا ژبه چې دوی ګومان کوي چې هغه ورته ښودنه کوي عجمي ده، او دا قرآن کریم خو نازل شوی په عربي واضحې ژبې باندې چې اوچت بلاغت لري، نو څرنګه دوی دا ګومان کوي چې یقینا دې دا قرآن کریم د یو عجمي نه اخیستلی؟!
Les exégèses en arabe:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• الترخيص للمُكرَه بالنطق بالكفر ظاهرًا مع اطمئنان القلب بالإيمان.
د هغه چا په زړه کې چې ایمان موجود وي او په زبردستۍ(اکراه) ورڅخه وغوښتل شي چې د کفر کلمه ووایې، نو ورته جایز دي چې دا کار وکړي.

• المرتدون استوجبوا غضب الله وعذابه؛ لأنهم استحبوا الحياة الدنيا على الآخرة، وحرموا من هداية الله، وطبع الله على قلوبهم وسمعهم وأبصارهم، وجعلوا من الغافلين عما يراد بهم من العذاب الشديد يوم القيامة.
د دین نه اوختونکي خلک د الله تعالی د غضب او عذاب مستحق شوي دي؛ ځکه چې دوی غوره کړی ژوند د نیا په اخرت باندې، او د الله تعالی د هدایت نه محروم شوي، او الله تعالی د دوی په زړونو او غوږونو او سترګو باندې مهر لګولی، او دوی د بې پروا خلکو څخه ګرځیدلی د قیامت د ورځې د هغه سخت عذاب نه چې په دوی به راځي.

• كَتَبَ الله المغفرة والرحمة للذين آمنوا، وهاجروا من بعد ما فتنوا، وصبروا على الجهاد.
الله تعالی بخښنه او رحمت هغه چا لره لیکلی چې ایمان یې راوړی، او هجرت یې کړی وروسته د هغو تکلیفونو نه چې دوی ته رسیدلي، او په جهاد باندې يې صبر کړی.

 
Traduction des sens Verset: (103) Sourate: An Nahl
Lexique des sourates Numéro de la page
 
Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran - Lexique des traductions

Émanant du Centre d'Exégèse pour les Études Coraniques.

Fermeture