Check out the new design

Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou - Centre de traduction Rawwâd * - Lexique des traductions

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Traduction des sens Sourate: Al Mâ'idah   Verset:
اِنَّمَا یُرِیْدُ الشَّیْطٰنُ اَنْ یُّوْقِعَ بَیْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَآءَ فِی الْخَمْرِ وَالْمَیْسِرِ وَیَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللّٰهِ وَعَنِ الصَّلٰوةِ ۚ— فَهَلْ اَنْتُمْ مُّنْتَهُوْنَ ۟
خبره دا ده چې شيطان غواړي په شرابو او جوارۍ سره مو ترمنځ دښمني او بغض واچوي او د الله له يادولو او لمانځه نه مو ايسار كړي، نو آيا تاسو ترى ايسارېدونكي ياست؟
Les exégèses en arabe:
وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ وَاحْذَرُوْا ۚ— فَاِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَاعْلَمُوْۤا اَنَّمَا عَلٰی رَسُوْلِنَا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟
او د الله او رسول خبره ومنئ او ځان وساتئ (له مخالفته) او كه مو شا ورواړوله نو بيا وپوهېږئ چې زموږ پر رسول (يوازې) همدا څرګند تبليغ دى.
Les exégèses en arabe:
لَیْسَ عَلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جُنَاحٌ فِیْمَا طَعِمُوْۤا اِذَا مَا اتَّقَوْا وَّاٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ثُمَّ اتَّقَوْا وَّاٰمَنُوْا ثُمَّ اتَّقَوْا وَّاَحْسَنُوْا ؕ— وَاللّٰهُ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ ۟۠
پر هغو كسانو چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي څه ګناه نشته، په هغو شيانو كې چې (مخكى يى) خوړلي خو چى بيا ځان وساتي، ايمان راوړي او سم كارونه وكړي بيا هم ځان وساتي، ايمان ټينګ كړي او بيا ځان ساتنه او ښېګڼه كوي او الله نيكي كوونكي خوښيوې.
Les exégèses en arabe:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَیَبْلُوَنَّكُمُ اللّٰهُ بِشَیْءٍ مِّنَ الصَّیْدِ تَنَالُهٗۤ اَیْدِیْكُمْ وَرِمَاحُكُمْ لِیَعْلَمَ اللّٰهُ مَنْ یَّخَافُهٗ بِالْغَیْبِ ۚ— فَمَنِ اعْتَدٰی بَعْدَ ذٰلِكَ فَلَهٗ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
اى مومنانو! الله به مو خامخا د ښكار نه په يو څه شي ازمايي چې ستاسو لاسونه او نيزې به ور رسيږي، د دې لپاره چې معلومه كړي څوك دى چې په غيبو ترى وېرېږي، خو كه له دې وروسته هم چا څه تېرى وكړ نو د هغه لپاره دردناك عذاب دى.
Les exégèses en arabe:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَقْتُلُوا الصَّیْدَ وَاَنْتُمْ حُرُمٌ ؕ— وَمَنْ قَتَلَهٗ مِنْكُمْ مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآءٌ مِّثْلُ مَا قَتَلَ مِنَ النَّعَمِ یَحْكُمُ بِهٖ ذَوَا عَدْلٍ مِّنْكُمْ هَدْیًا بٰلِغَ الْكَعْبَةِ اَوْ كَفَّارَةٌ طَعَامُ مَسٰكِیْنَ اَوْ عَدْلُ ذٰلِكَ صِیَامًا لِّیَذُوْقَ وَبَالَ اَمْرِهٖ ؕ— عَفَا اللّٰهُ عَمَّا سَلَفَ ؕ— وَمَنْ عَادَ فَیَنْتَقِمُ اللّٰهُ مِنْهُ ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ ذُو انْتِقَامٍ ۟
اى مومنانو! د احرام په حالت ښكار مه وژنئ او كه له تاسي نه چا قصداً داسې وكړل نو د وژل شوي برابر يو څاروى دى چې له تاسو نه دوه كسه عادلان به پرې فيصله كوي او دا به د هدی په توګه كعبې ته رسيږي، يا يې كفاره څو مسكينانو ته خواړه وركول او يا په همدې برابر روژه نيول دي، د دې لپاره چې د خپلو كړو سزا وڅكي، له تېرشوو (ګناهونو) الله عفو كړې خو كه څوك (دې كار ته) بېرته راوګرځېد نو الله به ترې بدل واخلي او الله برلاسى بدل اخيستونکی دى.
Les exégèses en arabe:
 
Traduction des sens Sourate: Al Mâ'idah
Lexique des sourates Numéro de la page
 
Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou - Centre de traduction Rawwâd - Lexique des traductions

L'équipe du Centre Rawwâd At-Tarjamah (Les Pionniers de la Traduction) l'a traduite.

Fermeture