Check out the new design

Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou - Centre de traduction Rawwâd * - Lexique des traductions

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Traduction des sens Sourate: Al Mâ'idah   Verset:
وَمِنَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّا نَصٰرٰۤی اَخَذْنَا مِیْثَاقَهُمْ فَنَسُوْا حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُوْا بِهٖ ۪— فَاَغْرَیْنَا بَیْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَآءَ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَسَوْفَ یُنَبِّئُهُمُ اللّٰهُ بِمَا كَانُوْا یَصْنَعُوْنَ ۟
او همداسې مو له هغو هم پوخ لوز اخيستى و چې ويل يې موږ نصارى يو، خو دوى هم د هغه څه لويه برخه هېره كړه چې درس يې وركړ شوى و، نو بيا مو د قيامت تر ورځې د هغوى ترمنځ دښمني او تاوتريخوالى واچاو او الله به يې ډېر زر په هغو كارونو خبر كړي چې دوى به كول.
Les exégèses en arabe:
یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ قَدْ جَآءَكُمْ رَسُوْلُنَا یُبَیِّنُ لَكُمْ كَثِیْرًا مِّمَّا كُنْتُمْ تُخْفُوْنَ مِنَ الْكِتٰبِ وَیَعْفُوْا عَنْ كَثِیْرٍ ؕ۬— قَدْ جَآءَكُمْ مِّنَ اللّٰهِ نُوْرٌ وَّكِتٰبٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ
ای اهل كتابو! یقینا زموږ رسول درغلى دى چې تاسو ته د کتاب زياتره هغه خبرې بيانوي كومې چې تاسو پټولې او له ډېرو (بديو) در تېريږي هم، په حقيقت كى د الله له خوا يوه رڼايي او حق بيانوونكى كتاب درغلى دى.
Les exégèses en arabe:
یَّهْدِیْ بِهِ اللّٰهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهٗ سُبُلَ السَّلٰمِ وَیُخْرِجُهُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ بِاِذْنِهٖ وَیَهْدِیْهِمْ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
(چې) د هغه په وسيله الله تعالى هغو خلكو ته چې د هغه د رضا غوښتونكي دي د سلامتيا لارې ښايي، او په خپل امر سره هغوى له ترږميو څخه راباسي د رڼا لوري ته يې راولي او د سمې لارې په لوري د هغو رهبري كوي.
Les exégèses en arabe:
لَقَدْ كَفَرَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْمَسِیْحُ ابْنُ مَرْیَمَ ؕ— قُلْ فَمَنْ یَّمْلِكُ مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا اِنْ اَرَادَ اَنْ یُّهْلِكَ الْمَسِیْحَ ابْنَ مَرْیَمَ وَاُمَّهٗ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا ؕ— وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ؕ— یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
هغه كسان حتماً كافر شوي چې وايي: الله خو همدا د مريمى زوى مسيح دى! ورته وايه: ښه نو څوك د الله يو څه ايسارولاى شي كه هغه وغواړى چې د مريمى زوى مسيح، مور يې او په ځمكه كې چې هر څوك دي ټول هلاك كړي؟ او (خاص) الله لره ده پاچايي د اسمانونو، ځمكې او څه يې چې ترمنځه دي، څه چې غواړي پيدا كوي يې او الله په هر څه قادر دى.
Les exégèses en arabe:
 
Traduction des sens Sourate: Al Mâ'idah
Lexique des sourates Numéro de la page
 
Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou - Centre de traduction Rawwâd - Lexique des traductions

L'équipe du Centre Rouwwâd At-Tarjamah (Les Pionniers de la Traduction) l'a traduite.

Fermeture