કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ વાકિઆ   આયત:

الواقعة

સૂરતના હેતુઓ માંથી:
بيان أحوال العباد يوم المعاد.
د آخرت په ورځ د بنده ګانو د حالاتو بيان.

اِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ۟ۙ
او کله چې هرومرو قيامت را منځته شي.
અરબી તફસીરો:
لَیْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌ ۟ۘ
هيڅوک به ونه موندل شي چې هغه درواغ وګڼي لکه څنګه يې چې په دنيا کې درواغ ګڼل کېدی.
અરબી તફસીરો:
خَافِضَةٌ رَّافِعَةٌ ۟ۙ
بې لارې کافرانو لره اور ته په ننه اېستلو سره ښکته کوونکی دی، هغه مؤمنانو لره چې ځان ساتونکي دي د هغوی جنت ته په ننه اېستلو سره پورته کوونکی دی.
અરબી તફસીરો:
اِذَا رُجَّتِ الْاَرْضُ رَجًّا ۟ۙ
کله چې ځمکه په لويه لړزه ولړزول شي.
અરબી તફસીરો:
وَّبُسَّتِ الْجِبَالُ بَسًّا ۟ۙ
او غرونه ميده ميده ورژول شي.
અરબી તફસીરો:
فَكَانَتْ هَبَآءً مُّنْۢبَثًّا ۟ۙ
نو هغه غرونه له رژولو څخه خور ګرد شي چې هيڅ قرار ورلره نه وي.
અરબી તફસીરો:
وَّكُنْتُمْ اَزْوَاجًا ثَلٰثَةً ۟ؕ
او په دغه ورځ کې به تاسې درې ډوله وئ.
અરબી તફસીરો:
فَاَصْحٰبُ الْمَیْمَنَةِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الْمَیْمَنَةِ ۟ؕ
نو هغه د ښي لاس خلک چې خپلې عملنامې يې په ښي اخلي، څومره د لوړې او لويې مرتبې والا دي!
અરબી તફસીરો:
وَاَصْحٰبُ الْمَشْـَٔمَةِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الْمَشْـَٔمَةِ ۟ؕ
او د کيڼ لاس خلک چې خپلې عملنامې په کيڼ لاس اخلي، څومره سپک او بدې مرتبې والا دي!
અરબી તફસીરો:
وَالسّٰبِقُوْنَ السّٰبِقُوْنَ ۟ۙ
او هغه کسان چې په دنيا کې د ښېګڼو په کولو مخکې کېدونکي دي همغوی په آخرت کې جنت ته په ننوتلو مخکې کېدونکي دي.
અરબી તફસીરો:
اُولٰٓىِٕكَ الْمُقَرَّبُوْنَ ۟ۚ
همدوی د الله په وړاندې نېږدې کړل شوي دي.
અરબી તફસીરો:
فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟
د نعمتونو والا په جنتو کې به وي، چې په ډول ډول نعمتونو به خوندونه اخلي.
અરબી તફસીરો:
ثُلَّةٌ مِّنَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ
يوه ډله به له دغه امته او له پخوانيو امتونو وي.
અરબી તફસીરો:
وَقَلِیْلٌ مِّنَ الْاٰخِرِیْنَ ۟ؕ
او په آخره زمانه کې به لږ خلک وي چې هغوی به له مخکېنيو نېږدې کړل شوو څخه وي.
અરબી તફસીરો:
عَلٰی سُرُرٍ مَّوْضُوْنَةٍ ۟ۙ
پر داسې تختونو به وي چې له سرو زرو اوبدل شوي وي.
અરબી તફસીરો:
مُّتَّكِـِٕیْنَ عَلَیْهَا مُتَقٰبِلِیْنَ ۟
پر دغو تکيو به يوبل ته مخامخ ډډه وهونکي ناست وي، يو به د بل څټ نه ويني.
અરબી તફસીરો:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• دوام تذكر نعم الله وآياته سبحانه موجب لتعظيم الله وحسن طاعته.
د الله د نعمتونو او د هغه پاک ذات د نښانو د يادونې دوام د الله د درناوي او د هغه د ښې پېروۍ لامل کيږي.

• انقطاع تكذيب الكفار بمعاينة مشاهد القيامة.
د قيامت په مخامخ ليدو سره د کافرانو د درواغ ګڼلو پای ته رسېدل.

• تفاوت درجات أهل الجنة بتفاوت أعمالهم.
د جنتيانو د مرتبو توپير به د هغوی د کړنو د توپير پر بنسټ وي.

یَطُوْفُ عَلَیْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُوْنَ ۟ۙ
پر هغوی به د خدمت لپاره يې داسې هلکان تاويږي چې زوړوالی او پای ته رسېدل به نه ورته رسيږي.
અરબી તફસીરો:
بِاَكْوَابٍ وَّاَبَارِیْقَ ۙ۬— وَكَاْسٍ مِّنْ مَّعِیْنٍ ۟ۙ
پر هغوی به له داسې ګيلاسونو سره تاويږي چې لاستي نه لري او له داسې کوزو سره چې لاستي به لري، او د داسې روانو شرابو له پیالو سره چې هيڅ به نه ختميږي.
અરબી તફસીરો:
لَّا یُصَدَّعُوْنَ عَنْهَا وَلَا یُنْزِفُوْنَ ۟ۙ
د دنيا د شرابو غوندې به نه وي، چې څښونکي ته به يې سرخوږی نه رسيږي، او نه به يې عقل له منځه ځي.
અરબી તફસીરો:
وَفَاكِهَةٍ مِّمَّا یَتَخَیَّرُوْنَ ۟ۙ
او پر هغوی به دغه هلکان له داسې مېوو سره تاويږي چې هغوی يې خوښوي.
અરબી તફસીરો:
وَلَحْمِ طَیْرٍ مِّمَّا یَشْتَهُوْنَ ۟ؕ
او د مارعانو له غوښو سره تاويږي چې زړونه يې غواړي.
અરબી તફસીરો:
وَحُوْرٌ عِیْنٌ ۟ۙ
او هغوی لره به په جنت کې په ښايست کې پراخه سترګو والا مېرمنې وي.
અરબી તફસીરો:
كَاَمْثَالِ اللُّؤْلُو الْمَكْنُوْنِ ۟ۚ
د ملغرو غوندې په پوښ کې ساتل شوې
અરબી તફસીરો:
جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
دا د هغوی لپاره د هغه څه بدله ده چې په دنيا کې يې کوم نېک عملونه کول.
અરબી તફસીરો:
لَا یَسْمَعُوْنَ فِیْهَا لَغْوًا وَّلَا تَاْثِیْمًا ۟ۙ
په جنت کې به ناوړه خبره نه اوري، او نه داسې څه چې څښتن لره يې کومه ګناه وي.
અરબી તફસીરો:
اِلَّا قِیْلًا سَلٰمًا سَلٰمًا ۟
هغوی به نه اوري مګر يوازې پرهغوی د پرېښتو سلام، او د ځينو سلام پر ځينو باندې.
અરબી તફસીરો:
وَاَصْحٰبُ الْیَمِیْنِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الْیَمِیْنِ ۟ؕ
او د ښي اړخ خلک به هغه کسان وي چې عملنامې يې په ښي لاسونو ورکړل شي، د هغوی به د الله په وړاندې ډېره لويه مرتبه او شان وي.
અરબી તફસીરો:
فِیْ سِدْرٍ مَّخْضُوْدٍ ۟ۙ
په داسې بېرو کې به وي چې اغزي يې ترې پرې کړل شوي وي او هيڅ ستنوزه پکې نه وي
અરબી તફસીરો:
وَّطَلْحٍ مَّنْضُوْدٍ ۟ۙ
او په داسې يو پر بل پاسه له پاسه زياتو کيلو کې به وي.
અરબી તફસીરો:
وَّظِلٍّ مَّمْدُوْدٍ ۟ۙ
او په داسې اوږده غځېدلي سيوري کې به وي چې نه ختميږي.
અરબી તફસીરો:
وَّمَآءٍ مَّسْكُوْبٍ ۟ۙ
او په داسې روانو اوبو کې به وي چې نه دريږي.
અરબી તફસીરો:
وَّفَاكِهَةٍ كَثِیْرَةٍ ۟ۙ
او په داسې ډېرو مېوو کې چې نه منحصريږي.
અરબી તફસીરો:
لَّا مَقْطُوْعَةٍ وَّلَا مَمْنُوْعَةٍ ۟ۙ
له هغوی به هيڅکله نه ختميږي، هغو لره به موسم نه وي، او نه به په هيڅ وخت کې د هغوی په مخکې خنډ راځي چې هغوی دغ مېوې غواړي.
અરબી તફસીરો:
وَّفُرُشٍ مَّرْفُوْعَةٍ ۟ؕ
او په اوچتو لوړو داسې فرشو کې به وي چې پر تکيو اېښودل شوي وي.
અરબી તફસીરો:
اِنَّاۤ اَنْشَاْنٰهُنَّ اِنْشَآءً ۟ۙ
پرته له شکه موږ دغه يادې حورې په يو غير عادي پيداکولو سره پيداکړې دي.
અરબી તફસીરો:
فَجَعَلْنٰهُنَّ اَبْكَارًا ۟ۙ
هغوی مو داسې پېغلې ګرځولې دي چې له دې مخکې هيڅ لمس شوې هم نه دي.
અરબી તફસીરો:
عُرُبًا اَتْرَابًا ۟ۙ
خپلو مېړونو ته به يې ګرانې وي، په عمر کې به ورسره برابرې وي.
અરબી તફસીરો:
لِّاَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ ۟ؕ۠
هغوی مو د هغو ښي لاس خلکو لپاره پيداکړې دي چې د ښي لاس خلک به يې اخلي د هغوی د نېکمرغۍ د نښې په توګه.
અરબી તફસીરો:
ثُلَّةٌ مِّنَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ
هغوی د پخوانيو نبيانو له ډلې څخه دي.
અરબી તફસીરો:
وَثُلَّةٌ مِّنَ الْاٰخِرِیْنَ ۟ؕ
او بله ډله د محمد صلی الله عليه وسلم له امت څخه چې هغه تر ټولو وروستی امت دی.
અરબી તફસીરો:
وَاَصْحٰبُ الشِّمَالِ ۙ۬— مَاۤ اَصْحٰبُ الشِّمَالِ ۟ؕ
او د ګيڼ اړخ خلک به هغه کسان وي چې عملنامې يې په چپو لاسونو ورکړل شي، د هغوی به ډېر بد حال او د ورګرځېدو ځای وي.
અરબી તફસીરો:
فِیْ سَمُوْمٍ وَّحَمِیْمٍ ۟ۙ
په سختو ګرمو بادونو، او په سختو ګرمو اوبو کې به وي.
અરબી તફસીરો:
وَّظِلٍّ مِّنْ یَّحْمُوْمٍ ۟ۙ
او د تک تور دود په سيوري کې به وي.
અરબી તફસીરો:
لَّا بَارِدٍ وَّلَا كَرِیْمٍ ۟
نه به خوندور چلېدونکی وي او نه ښه منظر والا.
અરબી તફસીરો:
اِنَّهُمْ كَانُوْا قَبْلَ ذٰلِكَ مُتْرَفِیْنَ ۟ۚۖ
پرته له شکه دې عذاب ته له ور ګرځېدو مخکې هغوی په دنيا کې په نعمتونو کې وو، يوازې د خپلو نفسي غوښتنو په غم کې يې وو.
અરબી તફસીરો:
وَكَانُوْا یُصِرُّوْنَ عَلَی الْحِنْثِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ
او هغوی پر الله د کفر کولو او له هغه پرته د بوتانو لمانځلو ټينګ هوډ لرلو.
અરબી તફસીરો:
وَكَانُوْا یَقُوْلُوْنَ ۙ۬— اَىِٕذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟ۙ
او هغوی له بېرته را ژوندي کېدو څخه نټه کوله، د ملنډو او لېرې ګڼلو په توګه به يې ورته ويل: کله چې موږ مړه شو، خاورې وراسته هډوکي وګرځو؛ نو له دغه وروسته به بيا را پاڅېږو؟!
અરબી તફસીરો:
اَوَاٰبَآؤُنَا الْاَوَّلُوْنَ ۟
او آيا زموږ لومړني پلرونه چې له موږ مخکې مړه شوي دي هغوی به هم بيا را څول کيږي؟!
અરબી તફસીરો:
قُلْ اِنَّ الْاَوَّلِیْنَ وَالْاٰخِرِیْنَ ۟ۙ
ای رسوله! دغو له بېرته را پاڅېدو څخه نټه کوونکو ته ووايه: پرته له شکه لومړني خلک او له هغوی وروستني (ټول به).
અરબી તફસીરો:
لَمَجْمُوْعُوْنَ ۙ۬— اِلٰی مِیْقَاتِ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ ۟
هرومرو به هغوی د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره را غونډ کړل شي.
અરબી તફસીરો:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• العمل الصالح سبب لنيل النعيم في الآخرة.
نېک عمل په آخرت کې د نعمتونو ترلاسه کولو لامل دی.

• الترف والتنعم من أسباب الوقوع في المعاصي.
عيش او عشرت په ګناهونو کې د اخته کېدو له لاملونو څخه دي.

• خطر الإصرار على الذنب.
پر ګناه د ټينګار کولو خطر.

ثُمَّ اِنَّكُمْ اَیُّهَا الضَّآلُّوْنَ الْمُكَذِّبُوْنَ ۟ۙ
بيا اې د بېرته را پورته کېدو نټه کوونکو چې له نېغې لارې لار ورکي ياست د قيامت په ورځ به د زقوم له ونې د مېوې خوړونکي ياست په داسې حال کې چې هغه تر ټولو بده او خبيثه مېوه ده.
અરબી તફસીરો:
لَاٰكِلُوْنَ مِنْ شَجَرٍ مِّنْ زَقُّوْمٍ ۟ۙ
بيا ای د بېرته را پورته کېدو نټه کوونکو چې له نېغې لارې لار ورکي ياست د قيامت په ورځ به د زقوم له ونې د مېوې خوړونکي ياست په داسې حال چې هغه تر ټولو بده او خبيثه مېوه ده.
અરબી તફસીરો:
فَمَالِـُٔوْنَ مِنْهَا الْبُطُوْنَ ۟ۚ
او له دغې ترخې ونې به خپلې وږې ګېډې ډکوونکي ياست.
અરબી તફસીરો:
فَشٰرِبُوْنَ عَلَیْهِ مِنَ الْحَمِیْمِ ۟ۚ
بيا به له سختو ګرمو اوبو څښونکي وي.
અરબી તફસીરો:
فَشٰرِبُوْنَ شُرْبَ الْهِیْمِ ۟ؕ
او له هغه به زيات څښونکي وي لکه اوښان چې د سختې تندې له امله زيات څښاک کوي.
અરબી તફસીરો:
هٰذَا نُزُلُهُمْ یَوْمَ الدِّیْنِ ۟ؕ
دغه ياد شوي ترخه خواړه او ګرم څښاک د هغوی هغه مېلمستيا ده چې د بدلې په ورځ به يې هرکلی پرې کيږي.
અરબી તફસીરો:
نَحْنُ خَلَقْنٰكُمْ فَلَوْلَا تُصَدِّقُوْنَ ۟
ای درواغ ګنونکو! موږ تاسې پيداکړئ وروسته تردې چې تاسو نشته وئ، نو ولې باور نه کوئ چې موږ تاسو له مرګ وروسته مو بېرته ژوندي را پورته کوو؟!
અરબી તફસીરો:
اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تُمْنُوْنَ ۟ؕ
ای خلکو! هغه مني مو ليدلي چې د خپلو مېرمنو په رحمونو کې يې څڅوئ؟!
અરબી તફસીરો:
ءَاَنْتُمْ تَخْلُقُوْنَهٗۤ اَمْ نَحْنُ الْخٰلِقُوْنَ ۟
آيا تاسې دغه مني پيداکوئ، او که موږ يې پيداکوونکي يو؟
અરબી તફસીરો:
نَحْنُ قَدَّرْنَا بَیْنَكُمُ الْمَوْتَ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوْقِیْنَ ۟ۙ
موږ ستاسو ترمنځ مرګ ټاکلی، ستاسو هر يوه لپاره ټاکلې نېټه ده چې له هغې نه مخکې کيږي او نه وروسته کيږي، او موږ عاجزه کېدونکي نه يو.
અરબી તફસીરો:
عَلٰۤی اَنْ نُّبَدِّلَ اَمْثَالَكُمْ وَنُنْشِئَكُمْ فِیْ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
چې ستاسې هغه حالت به بدل کړو پر کوم پيدايښت او تصوير چې ياست چې پرې پوه ياست او له نوي سره به مو داسې پيداکړو چې پر هغه پيدايښت او صورت تاسې نه پوهېږئ.
અરબી તફસીરો:
وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ النَّشْاَةَ الْاُوْلٰی فَلَوْلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟
او پرته له شکه تاسې پوه ياست چې ستاسې لومړنی پيدايښت مو څنګه کړی دی، نو آيا پند نه اخلئ او نه پوهېږئ چې چا لومړی ځل پيداکړي ياست هغه ستاسو له مرګ وروسته په بېرته را پاڅولو ځواکم دی؟!
અરબી તફસીરો:
اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تَحْرُثُوْنَ ۟ؕ
نو آيا د هغه تخم خبر به راکړئ چې په ځمکه کې يې اچوئ؟!
અરબી તફસીરો:
ءَاَنْتُمْ تَزْرَعُوْنَهٗۤ اَمْ نَحْنُ الزّٰرِعُوْنَ ۟
آيا تاسې هغه څوک ياست چې دغه تخم را شين کوئ، او که موږ يې شين کوو؟!
અરબી તફસીરો:
لَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنٰهُ حُطَامًا فَظَلْتُمْ تَفَكَّهُوْنَ ۟
که موږ د دغه کښت ټوټه ټوټه کول وغواړو هرومرو به يې وروسته تردې ټوټه ټوټه کړو چې پخېدو او رسېدو ته نېږدې شوی وي، نو وروسته تردې له هغه څه تعجب کوئ چې ورته ورسېدل.
અરબી તફસીરો:
اِنَّا لَمُغْرَمُوْنَ ۟ۙ
وايئ به: پرته له شکه موږ په عذابېدونکي يو د هغه څه په له لاسه ورکولو سره چې لګولي مو دي.
અરબી તફસીરો:
بَلْ نَحْنُ مَحْرُوْمُوْنَ ۟
بلکې موږ بيخي له روزي بې برخې يو.
અરબી તફસીરો:
اَفَرَءَیْتُمُ الْمَآءَ الَّذِیْ تَشْرَبُوْنَ ۟ؕ
آيا هغه اوبه مو ليدلې دي چې څښئ يې کله چې تږي شئ؟!
અરબી તફસીરો:
ءَاَنْتُمْ اَنْزَلْتُمُوْهُ مِنَ الْمُزْنِ اَمْ نَحْنُ الْمُنْزِلُوْنَ ۟
آيا تاسې په آسمان کې ورېځې نازلې کړې دي، او که موږ هغه څوک يو چې نازلې کړې مو دي؟!
અરબી તફસીરો:
لَوْ نَشَآءُ جَعَلْنٰهُ اُجَاجًا فَلَوْلَا تَشْكُرُوْنَ ۟
که موږ د دغو اوبو سخت ترېووالی غوښتی چې د څښلو او بل ته د ورکولو ګټه نه ترې پورته کېدلای هرومرو به مو سخته تروې ګرځولې وای، نو ولې د هغو پر خوږو اورولو د الله شکر نه باسئ چې پر تاسو يوه لورېينه ده.
અરબી તફસીરો:
اَفَرَءَیْتُمُ النَّارَ الَّتِیْ تُوْرُوْنَ ۟ؕ
آيا هغه اور مو ليدلئ چې تاسو يې د خپلو ګټو لپاره بلوئ؟!
અરબી તફસીરો:
ءَاَنْتُمْ اَنْشَاْتُمْ شَجَرَتَهَاۤ اَمْ نَحْنُ الْمُنْشِـُٔوْنَ ۟
آيا تاسو د هغې ونه پيداکړې چې بلول کيږي، او که موږ يې پيداکوونکي يو پر تاسو د مهربانۍ له مخې؟!
અરબી તફસીરો:
نَحْنُ جَعَلْنٰهَا تَذْكِرَةً وَّمَتَاعًا لِّلْمُقْوِیْنَ ۟ۚ
موږ دغه اور ستاسو لپاره پند ګرځولی چې تاسو ته د آخرت اور در په يادوي، او له تاسو څخه مو مسافرو ته ګتور ګرځولی دی.
અરબી તફસીરો:
فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟
نو ای رسوله! د خپل لوی پالونکي پاکي بيانوه له هغه څه څخه چې وړ يې نه دی.
અરબી તફસીરો:
فَلَاۤ اُقْسِمُ بِمَوٰقِعِ النُّجُوْمِ ۟ۙ
الله د ستورو په ځايونو او موقعيتونو لوړه کوي.
અરબી તફસીરો:
وَاِنَّهٗ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُوْنَ عَظِیْمٌ ۟ۙ
او پرته له شکه پر دغو ځايونو لوړه کول که چېرې تاسو د هغه پر لوی والي پوهېږئ ډېر لوی قسم دی، ځکه په هغو کې داسې نښانې او پندونه دي چې نه منحصره کيږي.
અરબી તફસીરો:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• دلالة الخلق الأول على سهولة البعث ظاهرة.
د لومړي پيدايښت دلالت د بېرته را پورته کولو په آسانتيا څرګند دی.

• إنزال الماء وإنبات الأرض والنار التي ينتفع بها الناس نعم تقتضي من الناس شكرها لله، فالله قادر على سلبها متى شاء.
د اوبو اورول، د ځمکې را شنه کول او د داسې اور بلول چې خلک ګټه ترې پورته کوي داسې نعمتونه دي چې له خلکو د الله د شکر اېستلو غوښتنه کوي، چې الله يې په بېرته اخېستلوځواکمن دی کله چې وغواړي.

• الاعتقاد بأن للكواكب أثرًا في نزول المطر كُفْرٌ، وهو من عادات الجاهلية.
دا عقيده لرل چې د باران په اورولو کې ستوري اغېز لري کفر دی، او دا د جاهليت له عادتونو څخه دی.

اِنَّهٗ لَقُرْاٰنٌ كَرِیْمٌ ۟ۙ
پرته له شکه ای خلکو! پر تاسو لوستل شوی قران يو عزتمن قرآن دی، ځکه په هغو کې لويې ګټې دي.
અરબી તફસીરો:
فِیْ كِتٰبٍ مَّكْنُوْنٍ ۟ۙ
د خلکو له سترګو په ساتل شوي کتاب کې دی، چې هغه لوح محفوظ دی.
અરબી તફસીરો:
لَّا یَمَسُّهٗۤ اِلَّا الْمُطَهَّرُوْنَ ۟ؕ
هغه ته له ګناهونو او عيبونو پاکو پرېښتو پرته بل څوک لاس نه ور وړي.
અરબી તફસીરો:
تَنْزِیْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
د مخلوقاتو د پالونکي له لوري پر نبي محمد صلی الله عليه وسلم نازل شوی دی.
અરબી તફસીરો:
اَفَبِهٰذَا الْحَدِیْثِ اَنْتُمْ مُّدْهِنُوْنَ ۟ۙ
نو آيا اې مشرکانو! تاسو د دغې خبرې درواغ ګڼونکي ياست رېښتيني ګڼونکي يې نه ياست؟!
અરબી તફસીરો:
وَتَجْعَلُوْنَ رِزْقَكُمْ اَنَّكُمْ تُكَذِّبُوْنَ ۟
او له الله سره په هغه څه کې شرک کول چې هغه تاسو ته کوم نعمتونه دررکړي پرته له شکه تاسې هغه درواغجن ګڼئ، چې باران د نوء په نوم ستوري ته يې منسوبو، نو وايي: پر موږ د فلاني ستوري له امله واورېدل او يا فلاني ستوري له امله.
અરબી તફસીરો:
فَلَوْلَاۤ اِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُوْمَ ۟ۙ
نو ولې هغه وخت چې روح مرۍ ته ورسيږي.
અરબી તફસીરો:
وَاَنْتُمْ حِیْنَىِٕذٍ تَنْظُرُوْنَ ۟ۙ
او په دغه وخت کې تاسو په خپلو مخونو کې حاضر کړل شوی وينئ.
અરબી તફસીરો:
وَنَحْنُ اَقْرَبُ اِلَیْهِ مِنْكُمْ وَلٰكِنْ لَّا تُبْصِرُوْنَ ۟
او موږ د خپلې پوهې، خپل ځواک او خپلو پرېښتو له اړخه ستاسو مړي ته له تاسو زيات ور نېږدې يو، خو تاسو دغه پرېښتې نه وينئ.
અરબી તફસીરો:
فَلَوْلَاۤ اِنْ كُنْتُمْ غَیْرَ مَدِیْنِیْنَ ۟ۙ
نو که تاسو ګومان کوئ چې د خپلو کړنو د بدلې لپاره به نه را پاڅول کېږئ.
અરબી તફસીરો:
تَرْجِعُوْنَهَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
دغه روح چې ستاسو له مړي څخه وزي ولې نه راستنوئ که تاسې رېښتيني ياست؟! او تاسې دا نه شئ کولای.
અરબી તફસીરો:
فَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ ۟ۙ
نو که هغه مړی ښېګڼو ته له مخکې کېدونکو څخه وي.
અરબી તફસીરો:
فَرَوْحٌ وَّرَیْحَانٌ ۙ۬— وَّجَنَّتُ نَعِیْمٍ ۟
نو هغه لره به داسې هوسايي چې له هغه وروسته به ستړيا نه وي، ښه روزي، لورېينه، او هغه لره داسې جنت وي چې په هغه څه به خوندونه اخلي چې زړه يې غواړي.
અરબી તફસીરો:
وَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنْ اَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ ۟ۙ
او که هغه مړی د ښي لاس خلکو څخه وي؛ نو پر حالت يې مه خپه کېږه، هغوی لره سلامتي او امن دی.
અરબી તફસીરો:
فَسَلٰمٌ لَّكَ مِنْ اَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ ۟
او که هغه مړی د ښي لاس خلکو څخه وي؛ نو پر حالت يې مه خپه کېږه، هغوی لره سلامتي او امن دی.
અરબી તફસીરો:
وَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الْمُكَذِّبِیْنَ الضَّآلِّیْنَ ۟ۙ
او که هغه مړی د هغه څه له درواغ ګڼونکو څخه وي چې رسول صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی له نېغې لارې څخه لار ورکی وي.
અરબી તફસીરો:
فَنُزُلٌ مِّنْ حَمِیْمٍ ۟ۙ
نو د هغه مېلمستيا چې هرکلی به يې پرې کيږي سختې ګرمې اوبه به وي.
અરબી તફસીરો:
وَّتَصْلِیَةُ جَحِیْمٍ ۟
او هغه لره به د دوزخ په اور سوزول وي.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ هٰذَا لَهُوَ حَقُّ الْیَقِیْنِ ۟ۚ
ای رسوله! دغه څه چې موږ يې کيسه درته بيان کړه، هرومرو داسې باوري حق دی چې هيڅ شک پکې نشته.
અરબી તફસીરો:
فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟۠
نو د خپل لوی پالونکي په نوم دې پاکي بيانوه، او له عيبونو يې پاکي بيانوه.
અરબી તફસીરો:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• شدة سكرات الموت وعجز الإنسان عن دفعها.
د مرګ د سلګيو سختوالی او د انسان د هغو له مخنيوي څخه بې وسي.

• الأصل أن البشر لا يرون الملائكة إلا إن أراد الله لحكمة.
اصل دادی چې انسان پرېښتې نه شي ليدلای مګر دا چې الله د کوم حکمت له مخې وغواړي.

• أسماء الله (الأول، الآخر، الظاهر، الباطن) تقتضي تعظيم الله ومراقبته في الأعمال الظاهرة والباطنة.
د الله نومونه (الاول، الآخر، الظاهر، الباطن) د الله د درناوي او په ښکاره او پټو کړنو کې د هغه د څارنې غوښتنه کوي.

 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ વાકિઆ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

બંધ કરો