Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Fassarar Ma'anoni Sura: Al'safat   Aya:

صافات

وَالصّٰٓفّٰتِ صَفًّا ۟ۙ
قسم دى په هغه پرېښتو چې صفونه جوړوي، صفونه.
Tafsiran larabci:
فَالزّٰجِرٰتِ زَجْرًا ۟ۙ
بيا په سختۍ سره شړونكو (ملايكو) قسم.
Tafsiran larabci:
فَالتّٰلِیٰتِ ذِكْرًا ۟ۙ
بیا په ذکر (قرآن) لوستونکو (پرېښتو) قسم.
Tafsiran larabci:
اِنَّ اِلٰهَكُمْ لَوَاحِدٌ ۟ؕ
چې بېشكه ستاسو معبود يو دى.
Tafsiran larabci:
رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا وَرَبُّ الْمَشَارِقِ ۟ؕ
د اسمانو، ځمكې او د هغو تر منځه شيانو رب او د ختيځونو رب.
Tafsiran larabci:
اِنَّا زَیَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْیَا بِزِیْنَةِ ١لْكَوَاكِبِ ۟ۙ
يقيناً موږ د دنيا اسمان ښكلى كړى د ستورو په ښايست.
Tafsiran larabci:
وَحِفْظًا مِّنْ كُلِّ شَیْطٰنٍ مَّارِدٍ ۟ۚ
او له هر سرکښ شيطانه مو په ساتنه خوندي كړى دى.
Tafsiran larabci:
لَا یَسَّمَّعُوْنَ اِلَی الْمَلَاِ الْاَعْلٰی وَیُقْذَفُوْنَ مِنْ كُلِّ جَانِبٍ ۟
پاسني مخلوق ته غوږ نه شي اېښودلاى او له هرې خوا ويشتل كيږي.
Tafsiran larabci:
دُحُوْرًا وَّلَهُمْ عَذَابٌ وَّاصِبٌ ۟ۙ
رټلی کیدی شي په رټني سره او دوی لره عذاب پيوست کېدونکی دی.
Tafsiran larabci:
اِلَّا مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَاَتْبَعَهٗ شِهَابٌ ثَاقِبٌ ۟
پرته له دې چې كه څوك تښتوونكى كومه خبره وتښتوي نو يوه سوځونكې لمبه ورپسې شي.
Tafsiran larabci:
فَاسْتَفْتِهِمْ اَهُمْ اَشَدُّ خَلْقًا اَمْ مَّنْ خَلَقْنَا ؕ— اِنَّا خَلَقْنٰهُمْ مِّنْ طِیْنٍ لَّازِبٍ ۟
نو ويې پوښته چې اّيا د دوى پيدا كېدل به ګران وي كه هغه (نور مخلوق) چې موږ پيدا كړي؟ موږ خو هغوى له سرېښناكې خټې پيدا كړي.
Tafsiran larabci:
بَلْ عَجِبْتَ وَیَسْخَرُوْنَ ۪۟
بلكې ته تعجب كوې او دوى ملنډې وهي.
Tafsiran larabci:
وَاِذَا ذُكِّرُوْا لَا یَذْكُرُوْنَ ۪۟
او كله چې نصيحت ورته وشي نه يې مني.
Tafsiran larabci:
وَاِذَا رَاَوْا اٰیَةً یَّسْتَسْخِرُوْنَ ۪۟
او كله چې كومه نښانه وويني ملنډې وهي.
Tafsiran larabci:
وَقَالُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚۖ
او دوى وويل: دا خو له ښكاره كوډو پرته بل څه نه دي.
Tafsiran larabci:
ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟ۙ
اّيا كله چې موږ ومرو، خاورې او هډوكې شو نو بيا به ژوندي راپاڅول كيږو؟
Tafsiran larabci:
اَوَاٰبَآؤُنَا الْاَوَّلُوْنَ ۟ؕ
او اّيا پلرونه زموږ لومړني؟
Tafsiran larabci:
قُلْ نَعَمْ وَاَنْتُمْ دَاخِرُوْنَ ۟ۚ
ورته ووايه هو او تاسي به ذلیله هم ياست.
Tafsiran larabci:
فَاِنَّمَا هِیَ زَجْرَةٌ وَّاحِدَةٌ فَاِذَا هُمْ یَنْظُرُوْنَ ۟
یقینا (قيامت) يوه چيغه [پوکی دی شپیلۍ کې] بيا به دوى ګوري (چې څه ورسره كيږي).
Tafsiran larabci:
وَقَالُوْا یٰوَیْلَنَا هٰذَا یَوْمُ الدِّیْنِ ۟
او وايي به هاى زموږ تباهۍ دا خو د جزا ورځ ده.
Tafsiran larabci:
هٰذَا یَوْمُ الْفَصْلِ الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ ۟۠
(ورته وبه ويل شي) دا هماغه د فيصلې ورځ ده چې تاسي به دروغ ګڼله.
Tafsiran larabci:
اُحْشُرُوا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا وَاَزْوَاجَهُمْ وَمَا كَانُوْا یَعْبُدُوْنَ ۟ۙ
راغونډ كړئ هغه کسان چې ظلم یې كړى او ملګري يې او (ټول) هغه چې دوى به یې عبادت کولو.
Tafsiran larabci:
مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَاهْدُوْهُمْ اِلٰی صِرَاطِ الْجَحِیْمِ ۟
له الله نه پرته، بيا يې د جهنم لارې ته ور سم كړئ.
Tafsiran larabci:
وَقِفُوْهُمْ اِنَّهُمْ مَّسْـُٔوْلُوْنَ ۟ۙ
او ويې دروئ، یقینا له دوی پوښتنه کېدونکې ده.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'safat
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wani gungu na cibiyar fassara ta Ruwad ne suka fassarasu tare da haɗin gwiwar Ƙungiyar Da'awa ta Rabwah da Kungiyar hidimtawa abinda Musulunci ya kunsa da yaruka

Rufewa