Check out the new design

क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पवित्र क़ुरआन की संक्षिप्त व्याख्या का पश्तो अनुवाद * - अनुवादों की सूची


अर्थों का अनुवाद सूरा: अल्-ब-क़-रा   आयत:
وَاتَّبَعُوْا مَا تَتْلُوا الشَّیٰطِیْنُ عَلٰی مُلْكِ سُلَیْمٰنَ ۚ— وَمَا كَفَرَ سُلَیْمٰنُ وَلٰكِنَّ الشَّیٰطِیْنَ كَفَرُوْا یُعَلِّمُوْنَ النَّاسَ السِّحْرَ ۗ— وَمَاۤ اُنْزِلَ عَلَی الْمَلَكَیْنِ بِبَابِلَ هَارُوْتَ وَمَارُوْتَ ؕ— وَمَا یُعَلِّمٰنِ مِنْ اَحَدٍ حَتّٰی یَقُوْلَاۤ اِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ ؕ— فَیَتَعَلَّمُوْنَ مِنْهُمَا مَا یُفَرِّقُوْنَ بِهٖ بَیْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهٖ ؕ— وَمَا هُمْ بِضَآرِّیْنَ بِهٖ مِنْ اَحَدٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَیَتَعَلَّمُوْنَ مَا یَضُرُّهُمْ وَلَا یَنْفَعُهُمْ ؕ— وَلَقَدْ عَلِمُوْا لَمَنِ اشْتَرٰىهُ مَا لَهٗ فِی الْاٰخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ ۫ؕ— وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا بِهٖۤ اَنْفُسَهُمْ ؕ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟
او کله چې دوی د الله تعالی دین پرېښود نو د هغې پر ځای يې د شیطانانو د ځانه جوړو شوو خبرو چې د سلیمان علیه السلام پاچاهۍ پسې یې جوړې کړې وې پیروي وکړه، چې دعوه یې کوله چې دده پاچاهي په جادو ولاړه ده، لیکن سلیمان علیه السلام جادو او کفر نه دی کړی -لکه څرنګه چې یهودیانو دعوه کوله- لیکن شیطانان کافران شوي وو چې خلکو ته به یې د جادو ښوونه کوله، او خلکو ته به یې هغه جادو ښووله کومه چې بابل ښار عراق کې د خلکو د ازمیښت لپاره په دوو ملائکو هاروت او ماروت نازل شوې وه، او دې دواړو ملائکو به تر هغه پورې هیچا ته جادو نه ښووله څو به یې چې ور څخه خلک ونه ویرول او داسې به یې ورته ویل: بیشکه مونږ د خلکو لپاره ازمیښت او فتنه یو، نو ته د جادو د زده کړې له امله مه کافر کېږه، نو چا به چې د هغوی سپارښتنه ونه منله نو جادو به یې ترې زده کړه، چې له دې جادو څخه یو ډول د ښځې او خاوند تر منځ د کینې او بغض پر مټ جلاتوب راوستل وو، او دا جادوګران هیچاته هم د الله تعالی له اجازې پرته زیان نشي رسولی، او دوی به هغه څه زده کول چې ورته یې زیان رسولو او هیڅ ګټه یې ورته نه رسوله، او دا یهودیان هرومرو په دې پوهېدل چې څوک جادو کول د الله تعالی په کتاب سره بدل کړي داسې خلک د آخرت د هر ډول نعمتونو څخه بې برخې کېږي، نو ډېر بد دي هغه څه چې دوی یې په بدل کې خپل ځانونه خرڅ کړل او جادو یې د الله تعالی د وحي او شریعت په بدل کې واخیسته، که چېرې دوی په خپله ګټه پوهېدلی نو داسې بد کار او ښکاره ګمراهۍ ته به نه ور وړاندې کېدل.
अरबी तफ़सीरें:
وَلَوْ اَنَّهُمْ اٰمَنُوْا وَاتَّقَوْا لَمَثُوْبَةٌ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ خَیْرٌ ؕ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
که چېرې یهودیان پر الله تعالی په حقه ایمان راوړي او په نیکي کولو او ګناهونو پرېښودلو سره له هغه وورېږي؛ نو د الله تعالی ثواب (بدله) به دوی لپاره د هغه څه څخه ښه وي په کوم حالت کې چې دوی اوس دي، که چېرته دوی په خپله ګټه پوهېدلای.
अरबी तफ़सीरें:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَقُوْلُوْا رَاعِنَا وَقُوْلُوا انْظُرْنَا وَاسْمَعُوْا ؕ— وَلِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
الله تعالی مومنانو ته د ښایسته تورو (ښو خبرو) د غوره کولو سپارښتنه کوي او وایي: ای مومنانو! تاسو د (راعنا) کلمه چې (زمونږ خیال وساته) مه وایئ؛ ځکه یهودیان دا کلمه بدلوي او نبي علیه السلام پرې مخاطب کوي او د فاسدې او بدې معنا موخه لري چې رعونت (کم عقلي) دی، نو الله تعالی د دې کلیمي د استعمالولو څخه مسلمانان منع کړل، څو د دوی د فساد دروازه بنده کړي، او خپلو بندګانو ته یې امر وکړ چې د هغې پر ځای ووایي: (انظرنا) چې مونږ ته صبر وکړه چې ستا په خبره پوره ځان پوهه کړو، او دا کلمه د بدې معنا له ډار څخه پرته هماغه معنا ورکوي او د کافرانو لپاره دردونکی عذاب دی.
अरबी तफ़सीरें:
مَا یَوَدُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ وَلَا الْمُشْرِكِیْنَ اَنْ یُّنَزَّلَ عَلَیْكُمْ مِّنْ خَیْرٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ یَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ ۟
نه خوښوي کافران - هره ډله چې وي: کتابیان وي او که مشرکان- دا چې تاسو ته دې د خپل رب له خوا ښېګڼه راواستول شي، که هغه لږه وي او که ډېره او الله تعالی ځانګړی کوي له خپلو بندګانو څخه د نبوت، وحی او ایمان په لورینې سره چا ته یې چې خوښه شي، او الله تعالی د لوی فضل څښتن دی، پس هېڅ یو مخلوق ته ښېګڼه نه رسي مګر د الله تعالی لخوا وي، او د هغه د فضل څخه دادی چې پیغمبران یې رالېږلي او کتابونه یې نازل کړي دي.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• سوء أدب اليهود مع أنبياء الله حيث نسبوا إلى سليمان عليه السلام تعاطي السحر، فبرّأه الله منه، وأَكْذَبَهم في زعمهم.
د پېغمبرانو پر وړاندې د یهودیانو بې ادبي کول چې پر سلیمان علیه السلام یې د جادو تور ولګاؤ، نو الله تعالی ترې پاک کړ او دوی یې په خپله دعوه کې دروغجن وبلل.

• أن السحر له حقيقة وتأثير في العقول والأبدان، والساحر كافر، وحكمه القتل.
بېشکه جادو حقیقت لري او پر عقل او بدن اغېز هم کوي او جادوګر کافر دی، چې حکم یې قتل دی.

• لا يقع في ملك الله تعالى شيء من الخير والشر إلا بإذنه وعلمه تعالى.
د الله تعالی په پاچاهۍ کې د خیر او شر هېڅ کار د هغه له اجازې او علم څخه پرته نه کېږي.

• سد الذرائع من مقاصد الشريعة، فكل قول أو فعل يوهم أمورًا فاسدة يجب تجنبه والبعد عنه.
د شر او فساد دروازه بندول د شریعت له موخو څخه دي، نو هر هغه وینا یا کار چې د فساد بوی ترې راځي، ځان ژغورل ترې واجب دي.

• أن الفضل بيد الله تعالى وهو الذي يختص به من يشاء برحمته وحكمته.
بېشکه فضل د الله تعالی په لاس کې دی او یوازې هغه چاته چې وغواړي په خپلې لورینې او حکمت یې ورته ځانګړی کوي.

 
अर्थों का अनुवाद सूरा: अल्-ब-क़-रा
सूरों की सूची पृष्ठ संख्या
 
क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पवित्र क़ुरआन की संक्षिप्त व्याख्या का पश्तो अनुवाद - अनुवादों की सूची

कुरआन अध्ययन एवं व्याख्या केंद्र द्वारा निर्गत।

बंद करें