Check out the new design

क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पवित्र क़ुरआन की संक्षिप्त व्याख्या का पश्तो अनुवाद * - अनुवादों की सूची


अर्थों का अनुवाद सूरा: अल्-ब-क़-रा   आयत:
وَاقْتُلُوْهُمْ حَیْثُ ثَقِفْتُمُوْهُمْ وَاَخْرِجُوْهُمْ مِّنْ حَیْثُ اَخْرَجُوْكُمْ وَالْفِتْنَةُ اَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ ۚ— وَلَا تُقٰتِلُوْهُمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتّٰی یُقٰتِلُوْكُمْ فِیْهِ ۚ— فَاِنْ قٰتَلُوْكُمْ فَاقْتُلُوْهُمْ ؕ— كَذٰلِكَ جَزَآءُ الْكٰفِرِیْنَ ۟
دوی و وژنئ چېرته مو چې پیدا کړل او دوی له هغه ځایه وباسئ چې تاسو یې ترې اېستلي یئ، چې هغه مکه مکرمه ده، او فتنه داده چې مومن له خپل دین نه منعه شي او بېرته کفر ته وګرځول شي چې دا له وژلو څخه هم لویه ده. نو تاسو له دوی سره د مسجد الحرام تر څنګ د هغه د تعظیم په خاطر جګړه مه پیلوئ، تر هغو چې دوی نه وي پیل کړي، نو که چېرې هغوی په مسجد الحرام کې درسره جګړه پیل کړه، نو تاسې هم ورسره جګړه وکړئ او دا رنګه جزا -په مسجد الحرام کې د هغوی وژل کله چې تېری وکړي- د کافرانو جزا وي.
अरबी तफ़सीरें:
فَاِنِ انْتَهَوْا فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
نو که چېرې هغوی تاسو سره له جګړې او له خپل کفر څخه بند شول، نو تاسې هم له هغوی سره جګړه مه کوئ، نو بېشکه الله تعالی هغه چاته بښنه کوي چې توبه وباسي، پر پخوانیو ګناهونو یې نه رانیسي، پر هغوی مهربانه دی او په بېړه (عجله) جزا هم نه ورکوي.
अरबी तफ़सीरें:
وَقٰتِلُوْهُمْ حَتّٰی لَا تَكُوْنَ فِتْنَةٌ وَّیَكُوْنَ الدِّیْنُ لِلّٰهِ ؕ— فَاِنِ انْتَهَوْا فَلَا عُدْوَانَ اِلَّا عَلَی الظّٰلِمِیْنَ ۟
او تاسو له کافرانو سره جنګ وکړئ تر دې پورې چې په دوی کې شرک پاتې نه شي او نه د خلکو بندول د الله له لاری څخه او نه کفر (پاتې شي) او یوازې د الله تعالی دین ښکاره (غالب) شي، نو که چېرې دوی له خپل کفر او له دین څخه د خلکو له منع کولو لاس واخلي، نو بیا له دوی سره جګړه پرېږدئ، ځکه چې پرته له ظالمانو، چې کفر کوي او خلک د الله تعالی له لارې بندوي، پر بل چا تېری نه شته.
अरबी तफ़सीरें:
اَلشَّهْرُ الْحَرَامُ بِالشَّهْرِ الْحَرَامِ وَالْحُرُمٰتُ قِصَاصٌ ؕ— فَمَنِ اعْتَدٰی عَلَیْكُمْ فَاعْتَدُوْا عَلَیْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدٰی عَلَیْكُمْ ۪— وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ مَعَ الْمُتَّقِیْنَ ۟
هغه عزتمنده میاشت چې الله تعالی پکې تاسو ته په اوم کال د هجرت د حرم د داخلیدو او دعمرې کولو توفیق درکړ، دا د هغې عزتمندې میاشتې بدل ؤ چې تاسو پکې مشرکانو په شپږم کال له حرم څخه منع کړي وئ او هغه د عزت والا شیان -لکه حرمت د مکې مکرمې او حرمت د عزتمندو میاشتو او حرمت د احرام- په دې کې به هم د زیاتی کوونکو څخه قصاص او بدله اخیستل کېږي، نو چا چې پر تاسو په دغو عزتمندو وختونو او ځایونو کې تېری وکړ نو تاسو ورسره هماغه څېر کړنه وکړئ او له هغه نه ورسره زیاتی مه کوئ، بېشکه الله تعالی له خپلو پولو څخه تېري کوونکي نه خوښوي او له الله تعالی څخه و وېرېږئ، کله چې تاسو د الله تعالی له پولو څخه تېری کوئ او پوهه شئ چې الله تعالی متقیانو ته توفیق ورکوئ او د هغوئ مرسته کوي.
अरबी तफ़सीरें:
وَاَنْفِقُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَلَا تُلْقُوْا بِاَیْدِیْكُمْ اِلَی التَّهْلُكَةِ ۛۚ— وَاَحْسِنُوْا ۛۚ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
او تاسو خپل مال د الله تعالی په اطاعت کې لکه جهاد او نورو ځایونو کې مصرف کړئ او تاسو خپل ځانونه پخپله هلاکت ته مه غورځوئ، داسې چې تاسې جهاد او د الله تعالی په لاره کې خرچه کول پرېږدئ، یا دا چې تاسو خپل ځانونه هغه څه ته وغورځوئ چې هغه ستاسو د هلاکت سبب وي او په غوره توګه خپل عبادتونه تر سره کوئ او په معاملاتو او اخلاقو کې هم ښه رویه کوئ، ېیشکه الله تعالی په هر شي کې ښه رویه کوونکی خوښوي، نو ډیر ثوابونه هم ورکوي او د سمې لارې توفیق هم ورکوي.
अरबी तफ़सीरें:
وَاَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلّٰهِ ؕ— فَاِنْ اُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَیْسَرَ مِنَ الْهَدْیِ ۚ— وَلَا تَحْلِقُوْا رُءُوْسَكُمْ حَتّٰی یَبْلُغَ الْهَدْیُ مَحِلَّهٗ ؕ— فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَّرِیْضًا اَوْ بِهٖۤ اَذًی مِّنْ رَّاْسِهٖ فَفِدْیَةٌ مِّنْ صِیَامٍ اَوْ صَدَقَةٍ اَوْ نُسُكٍ ۚ— فَاِذَاۤ اَمِنْتُمْ ۥ— فَمَنْ تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ اِلَی الْحَجِّ فَمَا اسْتَیْسَرَ مِنَ الْهَدْیِ ۚ— فَمَنْ لَّمْ یَجِدْ فَصِیَامُ ثَلٰثَةِ اَیَّامٍ فِی الْحَجِّ وَسَبْعَةٍ اِذَا رَجَعْتُمْ ؕ— تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ؕ— ذٰلِكَ لِمَنْ لَّمْ یَكُنْ اَهْلُهٗ حَاضِرِی الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟۠
او د الله تعالی د خوښۍ په موخه بشپړ حج او عمره وکړئ، که د ناروغۍ، دښمن يا دېته ورته د څه له امله د هغو دواړو له بشپړولو څخه راوګرځول شوئ؛ نو پر تاسو له احرامه د حلالېدو لپاره له اوښ، غوا او پسه څخه چې هرڅه درسره وي د هغو ذبح کول دي، تر هغو مو سرونه مه خرېیئ او يا يې مه کموئ، تر څو هدي خپل هغه ځای ته نه وي رسېدلې چې هلته يې ذبح کېدل روا وي، که له حرم څخه منع کړل شوې وه، بيا دې هغه ځای کې ذبحه کړي چېرې چې منع کړل شوې ده، او که منع کړل شوې نه وه؛ نو د اختر په ورځ او له هغې وروسته د تشريق په ورځو کې دې په حرم کې ذبحه کړي، که له تاسو څوک ناروغ و، يا يې د سر په وېښتانو کې کومه ستونزه وه لکه سپږې او داسې نور چې له امله يې سر وخرېيلو؛ نو پر هغه کومه ګناه نشته او يوازې له هغه کاره دې يا په دريو ورځو روژه نيولو او يا شپږو بېوزلو ته په ډوډۍ ورکولو او يا د پسه په ذبحه کولو او د حرم پر بېوزلو يې په وېشلو سره فديه ورکړي، که تاسې په وېره کې نه واست؛ نو څوک چې له تاسې د حج په مياشتو کې د عمرې په اداکولو سره ګټه پورته کوي او د احرام له منع کړل شوو شيانو يې په همدغه کال کې د حج د احرام تر تړلو پورې ګټه پورته کړه؛ نو هغه دې يا پسه حلال کړي او يا دې په اوښ يا غوا په اوومه ورشريک شي، که د هدي توان يې نه لرلو، نو بيا درې ورځې د حج په ورځو کې او اووه ورځې خپل کور ته تر راګرځېدلو وروسته د هغې په بدل کې روژه ونيسي، تر څو بشپړې لس ورځې شي، دغه ګټه پورته کول د هدي له وجوب سره يا روژه نيول له هدي څخه د عاجز لپاره د غير اهل حرم لپاره دي، څوک چې له حرم سره نېږدې اوسيږي؛ نو هغه دې له الله څخه د اصلي روا کړل شوي حکم په پلي کولو سره او د هغه د پولو په درناوي سره ووېريږي، او پوه شئ چې الله سخت سزا ورکوونکی دی هغه چا لره چې له امره يې سرغړونه کوي.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• مقصود الجهاد وغايته جَعْل الحكم لله تعالى وإزالة ما يمنع الناس من سماع الحق والدخول فيه.
د جهاد مقصد او موخه داده چې ټول واک او پرېکړې یوازې د الله تعالی له پاره شي او هغه خنډونه له منځه یوړل شي چې خلک د حق له اوریدو او د حق له تابعدارئ څخه بندوي.

• ترك الجهاد والقعود عنه من أسباب هلاك الأمة؛ لأنه يؤدي إلى ضعفها وطمع العدو فيها.
د جهاد پرېښودل او له جهاد څخه کېناستل د امت د هلاکت سبب دی؛ ځکه چې جهاد پرېښودلو سره امت کمزوری کېږي او د دښمن طمع پکې هم پېداکیږي.

• وجوب إتمام الحج والعمرة لمن شرع فيهما، وجواز التحلل منهما بذبح هدي لمن مُنِع عن الحرم.
چاچې د حج او عمرې اراده وکړه، پر هغه یې پوره کول واجب دي، او له دې څخه حلال کېدل د هدي په ذبح کولو کېږی د هغه چا لپاره چې له حرم څخه بند شي.

 
अर्थों का अनुवाद सूरा: अल्-ब-क़-रा
सूरों की सूची पृष्ठ संख्या
 
क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पवित्र क़ुरआन की संक्षिप्त व्याख्या का पश्तो अनुवाद - अनुवादों की सूची

कुरआन अध्ययन एवं व्याख्या केंद्र द्वारा निर्गत।

बंद करें