Check out the new design

क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पवित्र क़ुरआन की संक्षिप्त व्याख्या का पश्तो अनुवाद * - अनुवादों की सूची


अर्थों का अनुवाद सूरा: अल्-लैल   आयत:

لیل

सूरा के उद्देश्य:
بيان أحوال الخلق في الإيمان والإنفاق وحال كل فريق.
په ايمان او منافقت کې د خلکو د حالتونو بيان او د هرې ډلې حالت.

وَالَّیْلِ اِذَا یَغْشٰی ۟ۙ
الله پر شپه لوړه وکړه کله چې هغه په خپله تياره هغه څه پټوي چې د اسمان او ځمکې ترمنځ دي.
अरबी तफ़सीरें:
وَالنَّهَارِ اِذَا تَجَلّٰی ۟ۙ
او په ورځ يې لوړه وکړه کله چې هغه ښکاره او څرګنده شي.
अरबी तफ़सीरें:
وَمَا خَلَقَ الذَّكَرَ وَالْاُ ۟ۙ
او د دوو ډولونو: نارينه او ښځينه وو په پيدايښت يې لوړه وکړه.
अरबी तफ़सीरें:
اِنَّ سَعْیَكُمْ لَشَتّٰی ۟ؕ
اې خلکو! پرته له شکه ستاسو عمل مختلف دی، ځينې نېکۍ دي چې جنت ته د ننوتلو لامل دي او ځينې بدۍ دي چې اور ته د ننوتلو لامل دي.
अरबी तफ़सीरें:
فَاَمَّا مَنْ اَعْطٰی وَاتَّقٰی ۟ۙ
او چا چې هغه څه ورکړل چې لګول يې لازم دي؛ لکه زکات، خيرات او کفاره، او له هغه څه يې ځان وساتلو چې الله ترې منع کړی دی.
अरबी तफ़सीरें:
وَصَدَّقَ بِالْحُسْنٰی ۟ۙ
او د الله کړې ژمنه یې رېښتيا وبلله( چې الله به هغه څه ورکوي چې ژمنه یې ورسره کړې ده).
अरबी तफ़सीरें:
فَسَنُیَسِّرُهٗ لِلْیُسْرٰی ۟ؕ
نو نېک عمل او د الله په لار کې لګښت به ورته اسانه کړو.
अरबी तफ़सीरें:
وَاَمَّا مَنْ بَخِلَ وَاسْتَغْنٰی ۟ۙ
او چاچې پر خپل مال بخيلي وکړه چې په کوم څه کې يې لګول واجب و په هغو کې يې ونه لګاوه، او پر خپل مال له الله څخه بې پروا شو او د الله له پېرزوينې يې څه ونه غوښتل.
अरबी तफ़सीरें:
وَكَذَّبَ بِالْحُسْنٰی ۟ۙ
او الله چې د ښه ځای ناستي او د الله په لار کې پر مال لګولو کومه ژمنه کړې ده هغه يې درواغ وګڼله.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• أهمية تزكية النفس وتطهيرها.
د نفس د پاکوالي او سپېڅلتيا اهميت.

• المتعاونون على المعصية شركاء في الإثم.
په ګناه کې له يو بل سره مرستندويان د هغې ګناه په سزا کې سره شريکان دي.

• الذنوب سبب للعقوبات الدنيوية.
ګناهونه د دنيوي سزاوو لامل دي.

• كلٌّ ميسر لما خلق له فمنهم مطيع ومنهم عاصٍ.
د هر چا لپاره هغه څه اسانه کړل شوي دي چې ورته پيداکړل شوی دی، نو ځينې پيروي کوونکي وي او ځينې ګناهکاره وي.

 
अर्थों का अनुवाद सूरा: अल्-लैल
सूरों की सूची पृष्ठ संख्या
 
क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पवित्र क़ुरआन की संक्षिप्त व्याख्या का पश्तो अनुवाद - अनुवादों की सूची

कुरआनिक अध्ययन के लिए कार्यरत व्याख्या केंद्र द्वारा निर्गत।

बंद करें