Check out the new design

クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ * - 対訳の目次


対訳 章: フード章   節:

هود

الٓرٰ ۫— كِتٰبٌ اُحْكِمَتْ اٰیٰتُهٗ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِنْ لَّدُنْ حَكِیْمٍ خَبِیْرٍ ۟ۙ
الر. دا یو کتاب دی چې د حکیم او خبیر ذات له لورې يې ټول ایتونه له نیمګړتیاوو نه پاک په پوره تفصیل سره بیان شوي دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّا اللّٰهَ ؕ— اِنَّنِیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ وَّبَشِیْرٌ ۟ۙ
تاسې پرته له الله نه د بل هیڅ شي عبادت مه کوئ په یقیني توګه زه تاسې ته د هغه له لورې ډاروونکی او زیری در کوونکی یم.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَّاَنِ اسْتَغْفِرُوْا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوْبُوْۤا اِلَیْهِ یُمَتِّعْكُمْ مَّتَاعًا حَسَنًا اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی وَّیُؤْتِ كُلَّ ذِیْ فَضْلٍ فَضْلَهٗ ؕ— وَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ كَبِیْرٍ ۟
د خپل رب نه مو بښنه وغواړئ او په پوره اخلاص سره د هغه په لور وګرځئ. هغه به هم تاسې ته تر ټاکلې نیټې پورې ښه ژوند در په برخه او د نیکیو والا ته به د هغه د نیکیو بدله ورکړي. او که مخ مو واړولو، نو زه پر تاسې د یوې لويې ورځې له عذاب نه ډاریږم.
アラビア語 クルアーン注釈:
اِلَی اللّٰهِ مَرْجِعُكُمْ ۚ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
ستاسې ټولو ورتګ د یو الله په لور دی. او هغه په هر شي توانا دی.
アラビア語 クルアーン注釈:
اَلَاۤ اِنَّهُمْ یَثْنُوْنَ صُدُوْرَهُمْ لِیَسْتَخْفُوْا مِنْهُ ؕ— اَلَا حِیْنَ یَسْتَغْشُوْنَ ثِیَابَهُمْ ۙ— یَعْلَمُ مَا یُسِرُّوْنَ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۚ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
وګورئ چې کافران خپلې سینې تاوه وي تر څو له الله نه ځانونه پټ کړي خو باید پوه وي چې الله هغه وخت هم د هغوی په پټو او ښکاره وو پوه دی چې هغوی ځانونه په کالیو کې رانغاړي. ځکه چې هغه لا ان د سینو په پټو رازونو هم پوه دی.
アラビア語 クルアーン注釈:
 
対訳 章: フード章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ - 対訳の目次

クルアーン・パシュトー語対訳 - Mawlawi Janbaz Sarfaraz

閉じる