Check out the new design

クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ * - 対訳の目次


対訳 章: フード章   節:
اُولٰٓىِٕكَ لَمْ یَكُوْنُوْا مُعْجِزِیْنَ فِی الْاَرْضِ وَمَا كَانَ لَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ اَوْلِیَآءَ ۘ— یُضٰعَفُ لَهُمُ الْعَذَابُ ؕ— مَا كَانُوْا یَسْتَطِیْعُوْنَ السَّمْعَ وَمَا كَانُوْا یُبْصِرُوْنَ ۟
دې خلکو په ځمکه کې الله نه شو بې وسه کولای او نه يې له الله نه بل څوک ملاتړي وو. اوس به يې عذاب دوه برابره شي. ځکه چې نه يې حق خبره اوریده او نه يې حق لیده.
アラビア語 クルアーン注釈:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟
همدغو خلکو په خپله ځانونه زیانمن کړل او هغه څه ترې ټول ورک شول چې په درواغو به يې جوړول.
アラビア語 クルアーン注釈:
لَا جَرَمَ اَنَّهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ هُمُ الْاَخْسَرُوْنَ ۟
له شک[۳] نه وتلې خبره ده چې د اخرت زیانمن خلک همدوی دي.
[۳] ځینو علماوو ویلي دي چې (لا) یعنې نه یعنې دوی په حقه نه دي( جرم) یعنې کړي يې دي بد کارونه او ځینې وايي چې دواړه یعنې( لاجرم) مرکب په یو معنې دی چې ( حقا) او ځینې وايې ( لا) زائد دی معنې نه لري( فتح القدیر د امام الشوکاني).
アラビア語 クルアーン注釈:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَاَخْبَتُوْۤا اِلٰی رَبِّهِمْ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
او له شک نه وتلې ده چې کومو کسانو ایمان راوړی او نیک کارونه يې کړي او خپل رب يې زارۍ کړي نو همغوی جنتیان دي. او تل تر تله به پکې وي.
アラビア語 クルアーン注釈:
مَثَلُ الْفَرِیْقَیْنِ كَالْاَعْمٰی وَالْاَصَمِّ وَالْبَصِیْرِ وَالسَّمِیْعِ ؕ— هَلْ یَسْتَوِیٰنِ مَثَلًا ؕ— اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟۠
ددې دواړو ډلو مثال داسې دی لکه چې یو انسان زړوند کوڼ وي او بل لیدونکی او اوریدونکی ایا دواړه سره برابر دي؟ نو ایا اوس هم تاسې پند نه اخلئ.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖۤ ؗ— اِنِّیْ لَكُمْ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ
او مونږ نوح د هغه قوم ته لیږلی و چې زه تاسې ته ډانګ پیلی ډاروونکی یم.
アラビア語 クルアーン注釈:
اَنْ لَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّا اللّٰهَ ؕ— اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ اَلِیْمٍ ۟
پرته له الله نه د بل هیچا عبادت او بندګي مکوئ بې شکه زه پر تاسې د یوې دردناکې ورځې له عذاب نه ډاریږم.
アラビア語 クルアーン注釈:
فَقَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ مَا نَرٰىكَ اِلَّا بَشَرًا مِّثْلَنَا وَمَا نَرٰىكَ اتَّبَعَكَ اِلَّا الَّذِیْنَ هُمْ اَرَاذِلُنَا بَادِیَ الرَّاْیِ ۚ— وَمَا نَرٰی لَكُمْ عَلَیْنَا مِنْ فَضْلٍۢ بَلْ نَظُنُّكُمْ كٰذِبِیْنَ ۟
د قوم کافرو مشرانو يې وویل ته مونږ ته زمونږ په څير یو سړی ښکارې او مونږ وینو چې زمونږ له پریوتو او سر، سري خلکو نه پرته بل هیچا ستا مننه نه ده کړې. او بالاخره مونږ په تا کې داسې څه ونه لیدل چې پر مونږ ستا غوره والی او لوړوالی وښايي نو زمونږ غالب ګومان همدا دی چې ته درواغجن يې.
アラビア語 クルアーン注釈:
قَالَ یٰقَوْمِ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كُنْتُ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّیْ وَاٰتٰىنِیْ رَحْمَةً مِّنْ عِنْدِهٖ فَعُمِّیَتْ عَلَیْكُمْ ؕ— اَنُلْزِمُكُمُوْهَا وَاَنْتُمْ لَهَا كٰرِهُوْنَ ۟
نوح وویل ای زما قومه په دې مې پوه کړئ چې سره له دې چې زه د خپل رب له لورې په سپینه لار روان او له خپلې لورې يې د هغه رحمت پیرزوینه راباندې کړې وي چې تاسې يې لیدلای نه شئ. نو زما څه په وس ده چې ستاسې له ناخوښئ سره سره تاسې په زوره همدې لارې ته راولم.
アラビア語 クルアーン注釈:
 
対訳 章: フード章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ - 対訳の目次

クルアーン・パシュトー語対訳 - Mawlawi Janbaz Sarfaraz

閉じる