Check out the new design

クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ * - 対訳の目次


対訳 章: タ―・ハー章   節:
كَذٰلِكَ نَقُصُّ عَلَیْكَ مِنْ اَنْۢبَآءِ مَا قَدْ سَبَقَ ۚ— وَقَدْ اٰتَیْنٰكَ مِنْ لَّدُنَّا ذِكْرًا ۟ۖۚ
ای محمده!په دې توګه مونږ تاته پخواني حالات بیانوو.او مونږ له خپلې لورې تاته پند درکړی دی.
アラビア語 クルアーン注釈:
مَنْ اَعْرَضَ عَنْهُ فَاِنَّهٗ یَحْمِلُ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وِزْرًا ۟ۙ
هر څوک چې ترې مخ واړوي نو هغه به د قیامت په ورځ د ګناه دروند پنډ پورته کړي.
アラビア語 クルアーン注釈:
خٰلِدِیْنَ فِیْهِ ؕ— وَسَآءَ لَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ حِمْلًا ۟ۙ
هو!ْ ډير بد پیټی دی چې د قیامت په ورځ به يې پورته کړی وي.
アラビア語 クルアーン注釈:
یَّوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ وَنَحْشُرُ الْمُجْرِمِیْنَ یَوْمَىِٕذٍ زُرْقًا ۟
په هغه ورځ چې په شپیلۍ کې پوکی وکړای شي نو مونږ به په دې ورځ په داسې حال کې مجرمان راولو چې سترګې به يې شنې ختلې وي.
アラビア語 クルアーン注釈:
یَّتَخَافَتُوْنَ بَیْنَهُمْ اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا عَشْرًا ۟
په خپلو مینځونو کې به په پټه سره وایې چې: په دنیا کې به مو ایله لس ورځې تیرې کړي وي.
アラビア語 クルアーン注釈:
نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَقُوْلُوْنَ اِذْ یَقُوْلُ اَمْثَلُهُمْ طَرِیْقَةً اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا یَوْمًا ۟۠
مونږ ښه پوهیږو چې هغوی به څه وايې؟ کله يې چې تر ټولو هوښیار او عقلمن ووايې: نه: په دنیا کې مو یکې یوه ورځ تیره کړې ده.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَیَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْجِبَالِ فَقُلْ یَنْسِفُهَا رَبِّیْ نَسْفًا ۟ۙ
او مشرکان در څخه پوښتنه کوي چې په هغه ورځ به دا لوی غرونه څه کیږي؟ووایه چې زما رب به يي خواره واره کړي.
アラビア語 クルアーン注釈:
فَیَذَرُهَا قَاعًا صَفْصَفًا ۟ۙ
او ځمکه به یو لوي خالي هوار میدان پاتې شي.
アラビア語 クルアーン注釈:
لَّا تَرٰی فِیْهَا عِوَجًا وَّلَاۤ اَمْتًا ۟ؕ
چې نه به درته پکې کوږوالی ښکاري او نه لوړوالی او ټیټوالی.
アラビア語 クルアーン注釈:
یَوْمَىِٕذٍ یَّتَّبِعُوْنَ الدَّاعِیَ لَا عِوَجَ لَهٗ ۚ— وَخَشَعَتِ الْاَصْوَاتُ لِلرَّحْمٰنِ فَلَا تَسْمَعُ اِلَّا هَمْسًا ۟
په هغه ورځ به ټول په یوه لیکه د بلونکي په لور روان.او د رحمان له ډاره به ټول غږونه بند او چپه چوپتیا به وي چې پرته د پښو له کښار څخه به بل څه نه اوریدل کیږي.
アラビア語 クルアーン注釈:
یَوْمَىِٕذٍ لَّا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ اِلَّا مَنْ اَذِنَ لَهُ الرَّحْمٰنُ وَرَضِیَ لَهٗ قَوْلًا ۟
په هغه ورځ سپارښت هیڅ ګټه نه لري.خو یوازې هغه چاته به یي ګټه وي چې رحمان اجازه ورکړې او خبره یي ومني.
アラビア語 クルアーン注釈:
یَعْلَمُ مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا یُحِیْطُوْنَ بِهٖ عِلْمًا ۟
الله ته د خلکو وړاندې او وروسته ټول معلوم دي خو د هغوی په علم کې د الله پاک ذات نشي راتلای.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَعَنَتِ الْوُجُوْهُ لِلْحَیِّ الْقَیُّوْمِ ؕ— وَقَدْ خَابَ مَنْ حَمَلَ ظُلْمًا ۟
هلته به ټول مخونه د تل ژوندي او د کائناتو د چلوونکي ذات په وړاندې ټيټ او خوار شي.او همغه به زیانمن وي چې د ظلم پیټۍ یې بار کړی وي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَمَنْ یَّعْمَلْ مِنَ الصّٰلِحٰتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا یَخٰفُ ظُلْمًا وَّلَا هَضْمًا ۟
او هر څوک چې نیک کارونه وکړي.او ایمان ورسره وي.له تیرې او حق خوړلو څخه دې نه ډاریږي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَكَذٰلِكَ اَنْزَلْنٰهُ قُرْاٰنًا عَرَبِیًّا وَّصَرَّفْنَا فِیْهِ مِنَ الْوَعِیْدِ لَعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ اَوْ یُحْدِثُ لَهُمْ ذِكْرًا ۟
او ای محمده!مونږ تاته په عربې ژبه قران نازل کړی دی او په دې کې مو د ډارونې هر ډول خبرې بیان کړي دي کیدای شي چې هغوی وډار شي. او د پند او عبرت اخیستلو ولوله راپورته کړي.
アラビア語 クルアーン注釈:
 
対訳 章: タ―・ハー章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ - 対訳の目次

クルアーン・パシュトー語対訳 - Mawlawi Janbaz Sarfaraz

閉じる