Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಲ್- ಅನ್ ಆಮ್   ಶ್ಲೋಕ:
فَاِنْ كَذَّبُوْكَ فَقُلْ رَّبُّكُمْ ذُوْ رَحْمَةٍ وَّاسِعَةٍ ۚ— وَلَا یُرَدُّ بَاْسُهٗ عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟
کا تا درواغجن ګڼي نو ورته ووایه چې ستاسې د رب مهرباني پراخه ده( چې ژر مو نه هلاکوي) که نه نو له مجرمانو څخه د هغه د عذاب هیڅوک نه شي ګرځولی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
سَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا لَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَاۤ اَشْرَكْنَا وَلَاۤ اٰبَآؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِنْ شَیْءٍ ؕ— كَذٰلِكَ كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ حَتّٰی ذَاقُوْا بَاْسَنَا ؕ— قُلْ هَلْ عِنْدَكُمْ مِّنْ عِلْمٍ فَتُخْرِجُوْهُ لَنَا ؕ— اِنْ تَتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَاِنْ اَنْتُمْ اِلَّا تَخْرُصُوْنَ ۟
ژر دی چې مشرکان به ووایې که الله غوښتي وای نو نه به مونږ او نه به مو پلرونو شرک کړی وای او نه به مو کوم څیز حرام ګڼلی وی. هو! له دوی نه پخوانیو کافرانو هم همدا ډول حق درواغ ګڼلی وو ترڅو یې زمونږ عذاب وڅاکه. ای محمده! ورته ووایه له تاسې سره کوم علمي دلیل شته چې زمونږ په وړاندې يي کیږدئ؟ تاسې یوازې په ګومان پسې منډې وهئ او تاسې پرته له اټکلیانو بل څه نه یاست.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
قُلْ فَلِلّٰهِ الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ ۚ— فَلَوْ شَآءَ لَهَدٰىكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟
ای محمده! ووایه د الله دلیل پوره او بشپړ دی که هغه غوښتي وای نو تاسو ټولو ته به يې لار ښوولې وای.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
قُلْ هَلُمَّ شُهَدَآءَكُمُ الَّذِیْنَ یَشْهَدُوْنَ اَنَّ اللّٰهَ حَرَّمَ هٰذَا ۚ— فَاِنْ شَهِدُوْا فَلَا تَشْهَدْ مَعَهُمْ ۚ— وَلَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَالَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ وَهُمْ بِرَبِّهِمْ یَعْدِلُوْنَ ۟۠
ووایه چې هغه شاهدان مو را وړاندی کړئ چې په دې شاهدي ورکوي چې الله دا څیزونه حرام کړي دي. نو که هغوی په درواغو شاهدي وویله ته ورسره شاهدي مه وایه. او د هغو کسانو هیلو پسې مه ځه چې زمونږ ایتونه یې درواغ ګڼلي په اخرت ایمان نه راوړي او له خپل رب سره نور څیزونه برابروي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
قُلْ تَعَالَوْا اَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَیْكُمْ اَلَّا تُشْرِكُوْا بِهٖ شَیْـًٔا وَّبِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا ۚ— وَلَا تَقْتُلُوْۤا اَوْلَادَكُمْ مِّنْ اِمْلَاقٍ ؕ— نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَاِیَّاهُمْ ۚ— وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ ۚ— وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِیْ حَرَّمَ اللّٰهُ اِلَّا بِالْحَقِّ ؕ— ذٰلِكُمْ وَصّٰىكُمْ بِهٖ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟
ای محمده! ووایه راشئ چې زه هغه څه درته ووایم چې الله پر تاسې حرام کړي دي له الله سره هیڅ شی شریک مه نیسئ. له مور او پلار سره نیکي وکړئ اولادونه مو د مسکینۍ او فقر له ډاره مه وژنۍ. مونږ تاسې ته روزي درکوو او هغوی ته هم. او مه نژدې کیږئ کناه ته ښکاره وي او که پټه. او هغه ساه لرونکي مه وژنئ چې الله یې ژول حرام کړې دي مګر یوازې په حق یې وژلی شئ. الله ددې څیزونو امر کړی دی تر څو تاسې له عقل نه کار واخلئ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಲ್- ಅನ್ ಆಮ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಮೌಲ್ವಿ ಜಾನಬಾಜ್ ಸರ್ಫರಾಜ್ ಅನುವಾದ.

ಮುಚ್ಚಿ