Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഅ്റാഫ്   ആയത്ത്:
حَقِیْقٌ عَلٰۤی اَنْ لَّاۤ اَقُوْلَ عَلَی اللّٰهِ اِلَّا الْحَقَّ ؕ— قَدْ جِئْتُكُمْ بِبَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ فَاَرْسِلْ مَعِیَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ
ما سره په ټينګه دا ښايي چې الله پورې پرته له رښتيا (بل) څه ونه وايم، رښتيا هم ستاسو د رب له خوا مې څرګنده نښانه درته راوړې ده، نو بني اسرائيل راسره ولېږه (شام ته).
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قَالَ اِنْ كُنْتَ جِئْتَ بِاٰیَةٍ فَاْتِ بِهَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
ويلې كه څه نښانه دې راوړې وي نو هغه راوړه كه ته رښتينی یې.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَاَلْقٰی عَصَاهُ فَاِذَا هِیَ ثُعْبَانٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚۖ
نو خپله لکړه (امسا) يي وغورځوله چې له واره يو څرګند ښامار ترې جوړ شو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَّنَزَعَ یَدَهٗ فَاِذَا هِیَ بَیْضَآءُ لِلنّٰظِرِیْنَ ۟۠
او چې خپل لاس يې را واېست نو (ټولو) كتونكو ته تك سپين وځلېد.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِ فِرْعَوْنَ اِنَّ هٰذَا لَسٰحِرٌ عَلِیْمٌ ۟ۙ
د فرعون د قوم مشرانو وويل: بې شكه چې دا يو پوه كوډګر دى.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یُّرِیْدُ اَنْ یُّخْرِجَكُمْ مِّنْ اَرْضِكُمْ ۚ— فَمَاذَا تَاْمُرُوْنَ ۟
غواړي تاسو له خپلې ځمكې وباسي نو څه امر (يا مشوره) كوئ؟
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قَالُوْۤا اَرْجِهْ وَاَخَاهُ وَاَرْسِلْ فِی الْمَدَآىِٕنِ حٰشِرِیْنَ ۟ۙ
دوى ويل: هغه او ورور ته يې څه مهلت وركړه او (بېلا بېلو) ښارونو ته راټولونكي ولېږه.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یَاْتُوْكَ بِكُلِّ سٰحِرٍ عَلِیْمٍ ۟
چې هر پوه جادوګر درته راولي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَجَآءَ السَّحَرَةُ فِرْعَوْنَ قَالُوْۤا اِنَّ لَنَا لَاَجْرًا اِنْ كُنَّا نَحْنُ الْغٰلِبِیْنَ ۟
او بيا فرعون ته كوډګران راغلل ويلې: كه موږ بريالي شو نو موږ ته خو به حتماً څه بدله وي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قَالَ نَعَمْ وَاِنَّكُمْ لَمِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ ۟
ويلې هو او تاسې به (د دربار) له نږدې كسانو ياست.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قَالُوْا یٰمُوْسٰۤی اِمَّاۤ اَنْ تُلْقِیَ وَاِمَّاۤ اَنْ نَّكُوْنَ نَحْنُ الْمُلْقِیْنَ ۟
هغوى ويل: ای موسى يا به يې ته غورځوې، يا به موږ (ړومبي) غورځوونكي یو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قَالَ اَلْقُوْا ۚ— فَلَمَّاۤ اَلْقَوْا سَحَرُوْۤا اَعْیُنَ النَّاسِ وَاسْتَرْهَبُوْهُمْ وَجَآءُوْ بِسِحْرٍ عَظِیْمٍ ۟
ويلې: وغورځوئ، نو چې ويې غورځول د خلكو په سترګو يې جادو وكړ، ويې وېرول او سترې كوډې يې وكړې.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اَنْ اَلْقِ عَصَاكَ ۚ— فَاِذَا هِیَ تَلْقَفُ مَا یَاْفِكُوْنَ ۟ۚ
او موسى ته مو حكم وكړ چې لکړه (امسا) دې وغورځوه! نو ناڅاپه يې د هغوى د دروغو جوړ كړي شيان ښوى تېرول.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَوَقَعَ الْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟ۚ
نو (په دې توګه) حق ثابت شو او څه چې هغو كول (چور) باطل شول.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَغُلِبُوْا هُنَالِكَ وَانْقَلَبُوْا صٰغِرِیْنَ ۟ۚ
نو هماغلته مغلوب شول او سپك وګرځېدل.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاُلْقِیَ السَّحَرَةُ سٰجِدِیْنَ ۟ۙ
او كوډګران سجده كوونكي وغورځول شول.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഅ്റാഫ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ്വാ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻററിൻ്റെയും കോൺടെന്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അടക്കുക