Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഅ്റാഫ്   ആയത്ത്:
اِنَّ وَلِیِّ اللّٰهُ الَّذِیْ نَزَّلَ الْكِتٰبَ ۖؗ— وَهُوَ یَتَوَلَّی الصّٰلِحِیْنَ ۟
بې شكه زما ملاتړ هماغه الله دى چې كتاب يې نازل كړى او هماغه د صالحانو ساتنه او پالنه كوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَالَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ نَصْرَكُمْ وَلَاۤ اَنْفُسَهُمْ یَنْصُرُوْنَ ۟
او هغوى چې تاسو يې له هغه پرته رابلئ نه ستاسو څه مرسته كولاى شي او نه د خپلو ځانو څه مرسته كولاى شى.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِنْ تَدْعُوْهُمْ اِلَی الْهُدٰی لَا یَسْمَعُوْا ؕ— وَتَرٰىهُمْ یَنْظُرُوْنَ اِلَیْكَ وَهُمْ لَا یُبْصِرُوْنَ ۟
او كه سمې لارې ته يې رابلئ نو هم څه نه اوري، او ته يې وينې چې درته ګوري به خو هغوى څه نه ويني.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
خُذِ الْعَفْوَ وَاْمُرْ بِالْعُرْفِ وَاَعْرِضْ عَنِ الْجٰهِلِیْنَ ۟
(اى پېغمبره !) د تېرېدنې (لار) ونيسه، په ښو چارو امر كوه، او له جاهلانو مخ واړوه.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِمَّا یَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّیْطٰنِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
او كه د شيطان له لوري دې كومه وسوسه ولمسوي نو په الله پورې پناه وغواړه، يقيناً هماغه پوه اورېدونكى دى.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنَّ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا اِذَا مَسَّهُمْ طٰٓىِٕفٌ مِّنَ الشَّیْطٰنِ تَذَكَّرُوْا فَاِذَا هُمْ مُّبْصِرُوْنَ ۟ۚ
بې شكه څوك چې الله نه وېريږي كله چې د شيطان له خوا كومه وسوسه ورورسي، نو (سمدلاسه) متوجه كيږي نو بيا دوى ليدونكي شي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِخْوَانُهُمْ یَمُدُّوْنَهُمْ فِی الْغَیِّ ثُمَّ لَا یُقْصِرُوْنَ ۟
او د هغوى (كافرانو) ورونه (شيطانان) دوى په كږه لار كې راكاږي او بيا هېڅ لنډون (سستي) نه كوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِذَا لَمْ تَاْتِهِمْ بِاٰیَةٍ قَالُوْا لَوْلَا اجْتَبَیْتَهَا ؕ— قُلْ اِنَّمَاۤ اَتَّبِعُ مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ مِنْ رَّبِّیْ ۚ— هٰذَا بَصَآىِٕرُ مِنْ رَّبِّكُمْ وَهُدًی وَّرَحْمَةٌ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
او كله چې كومه نښانه (آیت) ورته رانه وړې وايي: ولې دې له ځانه جوړه نه كړه ورته وايه: زه خو يوازې د هغه څه متابعت كوم چې له خپله ربه مې راته وحى كيږي، دا (قرآن) ستاسو د رب له خوا د بصيرت روښنايي، لارښوونه او رحمت دى هغو خلكو ته چې ايمان راوړي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِذَا قُرِئَ الْقُرْاٰنُ فَاسْتَمِعُوْا لَهٗ وَاَنْصِتُوْا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟
او كله چې قرآن لوستل كيږي نو غوږ ورته كېږدئ، او چوپ اوسئ ښايي چې رحم درباندې وشي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاذْكُرْ رَّبَّكَ فِیْ نَفْسِكَ تَضَرُّعًا وَّخِیْفَةً وَّدُوْنَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَالْاٰصَالِ وَلَا تَكُنْ مِّنَ الْغٰفِلِیْنَ ۟
او خپل رب دې په زړه كې له زارۍ او وېرې سره او په ژبه له ورو اواز سره سهاراو ماښامونو كې يادوه او له غافلانو څخه مه كېږه.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنَّ الَّذِیْنَ عِنْدَ رَبِّكَ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ عَنْ عِبَادَتِهٖ وَیُسَبِّحُوْنَهٗ وَلَهٗ یَسْجُدُوْنَ ۟
بې شكه هغه (ملايكې) چې ستا د رب خوا كې (مقربې) دي، د هغه له عبادته لويي نه كوي، د هغه پاكي وايي او هغه ته سجدې كوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഅ്റാഫ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ്വാ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻററിൻ്റെയും കോൺടെന്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അടക്കുക