Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഅ്റാഫ്   ആയത്ത്:
قَالَ ادْخُلُوْا فِیْۤ اُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِكُمْ مِّنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ فِی النَّارِ ؕ— كُلَّمَا دَخَلَتْ اُمَّةٌ لَّعَنَتْ اُخْتَهَا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا ادَّارَكُوْا فِیْهَا جَمِیْعًا ۙ— قَالَتْ اُخْرٰىهُمْ لِاُوْلٰىهُمْ رَبَّنَا هٰۤؤُلَآءِ اَضَلُّوْنَا فَاٰتِهِمْ عَذَابًا ضِعْفًا مِّنَ النَّارِ ؕ۬— قَالَ لِكُلٍّ ضِعْفٌ وَّلٰكِنْ لَّا تَعْلَمُوْنَ ۟
(الله به) وفرمايي: د پېريانو او انسانانو له هغو ډلو سره تاسو هم اور ته ننوځئ چې له تاسو مخكې تېرشوي، هر كله چې كومه ډله ورننوځي نو پر خپلې مخكينۍ ډلې به لعنت وايي تر څو هلته ټول پكې يو ځاى شي، وروستۍ (ډله) به يې د ړومبۍ په هكله وايي: زموږ ربه! همدا خلك وو چې موږ يې بې لارې كړو نو (اوس) دوى ته د اور دوه برابره سزا وركړه، فرمايي به: هرې يوې ته دوه برابره (سزا) ده خو تاسو نه پوهېږئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَقَالَتْ اُوْلٰىهُمْ لِاُخْرٰىهُمْ فَمَا كَانَ لَكُمْ عَلَیْنَا مِنْ فَضْلٍ فَذُوْقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْسِبُوْنَ ۟۠
او ړومبني به يې وروستنو ته ووايي: نو ستاسو پر موږ څه ښه توب و؟ نو اوس د هغو عملونو سزا وڅكئ چې تاسو به كول.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَاسْتَكْبَرُوْا عَنْهَا لَا تُفَتَّحُ لَهُمْ اَبْوَابُ السَّمَآءِ وَلَا یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ حَتّٰی یَلِجَ الْجَمَلُ فِیْ سَمِّ الْخِیَاطِ ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُجْرِمِیْنَ ۟
بې شكه هغو خلكو ته چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي او تكبر يې ترې كړى، د اسمان ورونه نه پرانيستل كيږي او نه به تر هغه جنت ته ننوځي چې اوښ د ستنى په سپم (سوري) ننوځي! او مجرمانو ته همداسى سزا وركوو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لَهُمْ مِّنْ جَهَنَّمَ مِهَادٌ وَّمِنْ فَوْقِهِمْ غَوَاشٍ ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الظّٰلِمِیْنَ ۟
د هغوى لپاره به د جهنم هم فرش او هم د پاسه اغوستن وي او ظالمانو ته همداسې سزا وركوو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَاۤ ؗ— اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
او هغوى چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي، -په هيچا له وسې پورته ذمه وارى هم نه وراچوو- نو داسې خلك جنتيان دي، دوى به هلته تل ترتله اوسېدونكي وي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَنَزَعْنَا مَا فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنْ غِلٍّ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهِمُ الْاَنْهٰرُ ۚ— وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ هَدٰىنَا لِهٰذَا ۫— وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِیَ لَوْلَاۤ اَنْ هَدٰىنَا اللّٰهُ ۚ— لَقَدْ جَآءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ ؕ— وَنُوْدُوْۤا اَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ اُوْرِثْتُمُوْهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
او په سينو كې يې چې څه كينه ده هغه به ترې بهر كړو. (له ونو او ماڼيو) لاندې به يې ويالې بهيږي او وايي به: هغه الله لره ستاينه ده چې دې (ځاى) ته يې زموږ لارښوونه وکړه، او كه الله نه واى راښودلې موږ به دا لار نه وه موندلې، بې شكه چې زموږ د رب استازي په حقه راغلي وو. او آواز به ورته وشي چې دغه جنت مو د هغو عملونو په سر ميراث واخيستو چې تاسو به كول.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: അഅ്റാഫ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ്വാ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻററിൻ്റെയും കോൺടെന്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അടക്കുക