Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ആലുഇംറാൻ   ആയത്ത്:
اِذْ هَمَّتْ طَّآىِٕفَتٰنِ مِنْكُمْ اَنْ تَفْشَلَا ۙ— وَاللّٰهُ وَلِیُّهُمَا ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟
هغه وخت هم رایاد کړه چې کله ستاسې دوه ډلو[۲] دبې همتۍ اراده کړې وه، خو الله د هغوی پالونکی او ژغورونکی د او مؤمنانو باید یوازې پر الله توکل وکړي.
[۲] د انصارو دوه ډلې له اوسیانو څخه بنو سلمة، او له خزرجیانو څخه بنو حارثه و( ابن جریر الطبری)
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّٰهُ بِبَدْرٍ وَّاَنْتُمْ اَذِلَّةٌ ۚ— فَاتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
الله پاک له تاسې سره په بدر کې هغه وخت کومک وکړ چې تاسې ډیر ناتوانه واست، نو له الله څخه وډارشئ تر څو تاسې د الله شکر وکړئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِذْ تَقُوْلُ لِلْمُؤْمِنِیْنَ اَلَنْ یَّكْفِیَكُمْ اَنْ یُّمِدَّكُمْ رَبُّكُمْ بِثَلٰثَةِ اٰلٰفٍ مِّنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ مُنْزَلِیْنَ ۟ؕ
( هغه وخت هم یاد کړه) تا مؤمنانو ته ویل دا مو بس نه ده چې الله د درې زرو ملایکو په رالیږلو ستاسې ملاتړ وکړي؟
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
بَلٰۤی ۙ— اِنْ تَصْبِرُوْا وَتَتَّقُوْا وَیَاْتُوْكُمْ مِّنْ فَوْرِهِمْ هٰذَا یُمْدِدْكُمْ رَبُّكُمْ بِخَمْسَةِ اٰلٰفٍ مِّنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ مُسَوِّمِیْنَ ۟
هو! که تاسې صبر وکړئ او له الله څخه وډارسئ او کافران پر تاسې ناببره یرغل وکړي الله به په پنځو زرو نښه لرونکو ملایکو ستاسې ملات وکړي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَمَا جَعَلَهُ اللّٰهُ اِلَّا بُشْرٰی لَكُمْ وَلِتَطْمَىِٕنَّ قُلُوْبُكُمْ بِهٖ ؕ— وَمَا النَّصْرُ اِلَّا مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِ ۟ۙ
دا کومک الله پاک یوازې ددې لپاره راولیږه چې تاسې پرې خوښ او زړونه مو ډاډمن شي که نه نو برې یوازې د زوره ور او حکیم الله له لورې دی او بس.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لِیَقْطَعَ طَرَفًا مِّنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَوْ یَكْبِتَهُمْ فَیَنْقَلِبُوْا خَآىِٕبِیْنَ ۟
تر څو الله پاک د کافرنو یو بازو او مټ پرې او یا یې له رسوا ماتې سره مخ کړي چې خورا زیانمن بیرته ولاړ شي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لَیْسَ لَكَ مِنَ الْاَمْرِ شَیْءٌ اَوْ یَتُوْبَ عَلَیْهِمْ اَوْ یُعَذِّبَهُمْ فَاِنَّهُمْ ظٰلِمُوْنَ ۟
( ای محمده!) د کار واک له تاسره نشته دا واک له الله سره دی چې توبه یې مني [۳] او یا عذاب ورکوي ځکه چې دوي ظالمان دي.
[۳] مسلمانوي یې( ابن جریر الطبری)
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— یَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠
خاص د الله دي هغه چې په اسمانونو او هغه چې په ځمکه کې دي چاته یې چې خوښه شي بښي يې او چاته یې چې خوښه شي عذاب ورکوي الله ښه بښونکی او ډير مهربان دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَاْكُلُوا الرِّبٰۤوا اَضْعَافًا مُّضٰعَفَةً ۪— وَّاتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟ۚ
ای مؤمنانو! څو چنده سود مه خورئ له الله څخه وډارشئ کیدای شي چې خلاصون مو په برخه شي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِیْۤ اُعِدَّتْ لِلْكٰفِرِیْنَ ۟ۚ
او له هغه اور څخه وډارشئ چې د کافرانو لپاره تیار کړای شوی دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَالرَّسُوْلَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟ۚ
او دالله او رسول ومنئ کیدای شي چې رحم درباندې وشي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ആലുഇംറാൻ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക