Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ആലുഇംറാൻ   ആയത്ത്:
وَاِذْ اَخَذَ اللّٰهُ مِیْثَاقَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ لَتُبَیِّنُنَّهٗ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُوْنَهٗ ؗۗ— فَنَبَذُوْهُ وَرَآءَ ظُهُوْرِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهٖ ثَمَنًا قَلِیْلًا ؕ— فَبِئْسَ مَا یَشْتَرُوْنَ ۟
او کله چې الله پاک له اهل کتابو څخه وعده واخیسته چې کتاب به هرو مرو خلکو ته بیانوي او پټوئ به یي نه نو ځینو دا وعده شاته وغورځوله او په کتاب یې خورا لږې روپۍ ترلاسه کړې، نو ډیر بد دي هغه څه چې هغوی یې اخلي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ یَفْرَحُوْنَ بِمَاۤ اَتَوْا وَّیُحِبُّوْنَ اَنْ یُّحْمَدُوْا بِمَا لَمْ یَفْعَلُوْا فَلَا تَحْسَبَنَّهُمْ بِمَفَازَةٍ مِّنَ الْعَذَابِ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
ګمان مه کوه چې هغه کسان به له عذاب څخه خلاص شي چې خپلې کړنې ورته ښې ښکاري او خوښوي چې په هغه څه وستایل شي چې له سره یي کړي نه وي، هو! ګمان پرې مه کوه چې له عذاب څخه به خلاص شي د هغوی لپاره دردناک عذاب دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟۠
او د اسمانونو او ځمکې واک یوازې له الله سره دی او الله پاک پر هر څه پیاوړی دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنَّ فِیْ خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَاخْتِلَافِ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ لَاٰیٰتٍ لِّاُولِی الْاَلْبَابِ ۟ۚۖ
بې شکه چې د اسمانونو او ځمکې په پیدایښت او د شپې او ورځې په اختلاف کې عقل لرونکو ته ډیرې لویې نښي دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
الَّذِیْنَ یَذْكُرُوْنَ اللّٰهَ قِیٰمًا وَّقُعُوْدًا وَّعَلٰی جُنُوْبِهِمْ وَیَتَفَكَّرُوْنَ فِیْ خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هٰذَا بَاطِلًا ۚ— سُبْحٰنَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ ۟
د عقل څښتنان هغه کسان دي چې الله پاک په ولاړه، ناسته او اړخ وهلو یادوي، او د اسمانونو او ځمکې په پیدایښت کې فکر کوي او وايي: ای زمونږ ربه! دا څیزونه تا بابیزه ندي پیدا کړي، ته پاک یې د اور له عذاب څخه مو وژغوره.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
رَبَّنَاۤ اِنَّكَ مَنْ تُدْخِلِ النَّارَ فَقَدْ اَخْزَیْتَهٗ ؕ— وَمَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ اَنْصَارٍ ۟
ای زمونږ ربه! تا چې څوک اور ته داخل کړ نو بې شکه چې هغه دې رسوا کړ د ظالمانو لپاره هیڅ ملاتړي نشته.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
رَبَّنَاۤ اِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِیًا یُّنَادِیْ لِلْاِیْمَانِ اَنْ اٰمِنُوْا بِرَبِّكُمْ فَاٰمَنَّا ۖۗ— رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوْبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَیِّاٰتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ الْاَبْرَارِ ۟ۚ
ای زمونږ ربه! مونږ یو بلونکی واورید بلنه یې کوله چې په خپل رب ایمان راوړئ مونږ ایمان راوړ، نو ای زمونږ ربه! زمونږ ګناهونه وبښه او بدي راڅخه ورژوه او له نیکانو سره مو مړه کړه.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
رَبَّنَا وَاٰتِنَا مَا وَعَدْتَّنَا عَلٰی رُسُلِكَ وَلَا تُخْزِنَا یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اِنَّكَ لَا تُخْلِفُ الْمِیْعَادَ ۟
ای زمونږ ربه! مونږ ته هغه څه راکړه چې تا راسره د خپلو رسولانو په خوله وعده کړې ده او د قیامت په ورخ مو مه رسوا کوه بې شکه چې ته له وعدې څخه نه اوړې.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ആലുഇംറാൻ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക